سوله ساتي ځواکونه دسولې مشورتي جرګې دلومړنیوناقضینوپه توګه
07.06.2010 22:44د خبري رسنیودورکړل شویوخبرونوله مخې نړیوالوسوله ساتوځواکونو دیکشنبې په شپه دلوګرولایت دڅرخ په ولسوالۍ درستم خیلوپه کلي باندې دیولړ عملیاتو په ترڅ کې ددغه کلي پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان اودری نوریې له ځانه سره ژوندي بیولي .دسیمي دعیني شاهدانو دشاهدي په اساس وژل شوي اوبیول شوي کسان ټول عادي ولسي وګړي ښودل شوي خو دسوله ساتوځواکونو قومندانۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره نوموړي کسان وسله وال مخالفین بللي کومو چې په همدغه شپه په یادې سیمه کې سوله ساتي عسکر تربرید لاندې نیولي ول.
دمعمول مطابق د دولتي چارواکوله لوري دپیښې دڅیړنې لپاره سیمې ته پلاوي لیږل شوی ترڅومالومه کړي چې وژل شوي اونیول شوي کسان وسله وال مخالفین دي اوکه ولسي وګړي .
داخبره به دلته نه څیړوچې په اصطلاح دولتي پلاوی ترکومه بریده د دې صلاحیت لري چې سوله ساتي دولسي وګړو په وژنه تورن اوبیایې د دغې ناحقه وژنې په جرم دافغاني محاکمې میزته راکش کاندي .
هغه څه چې مونږ دلته ورباندې خبره کول غواړوهغه دا چې دلوګرولایت دبیوزله ولسي وګړو په خلاف دسوله ساتو ځواکونو دغه دسولي ضدعمل دسولې دمشورتي جرګې دپریکړه لیک ترصادریدو یوه ورځ وروسته سمدستي ترسره شو چې داپه خپله دسوله ساتو اودهغوﺉ دګوډاګي حکومت له لوري د دغې نمایشي جرګې دنورو ۱۸ مادو د عملي کولو دکچې تر ټولوژوندۍ بیلګه بلله کیږي .
تردغې ویرجنې پیښې له مخې اودقیقا دسولې دجرګې په دوهمه ورځ انګریزي سوله ساتو ځواکونو دهرات ولایت دانجیل ولسوالۍ دباباحاجي په سیمه کې په یوه ولسي کوریرغل وروړ چې په نتیجه کې یې د دغه کور یوتن ولسي وګړی شهید اولس تنه نوریې له ځانه سره ژوندي بوتلل .
همداراز دسولې دمشورتي جرګې له پایته رسیدلو سره سمدستي په افغانستان کې دامریکي دپوځ قومندانۍ اعلان وکړچې هغوﺉ به دخپلو ځانګړیوعملیاتودپرمخ بیولو لپاره دافغانستان په شمال کې دسلو ملیونو ډالرو په لګښت یو پوځي مرکزجوړوي چې همدا اوس ددغې لویې تعمیراتي پروژې دساختماني چارو قرارداد له امریکایي تعمیراتي Bechtel نومي کمپنۍ سره ترسره شوی اوهغه به نور دمرکز دجوړولو په کار چې په هغه کې به د پوځي پرسونل لپاره کورونه، د روزنې ځای، د طبي مرستو مرکز او د تاکتیکي عملیاتو مرکز شامل وي پیل کوي.
ښه اوس نو ددغسي پوځي اقداماتو له په کاراچولو سره سره څوک دکرزي اودهغه له خوا دراغوښتل شوې په اصطلاح دسولې مشورتي جرګې په پریکړو باورکولای شي.
که خبره لیږ سپینه وشي نو دسولې مشورتي جرګې دپریکړو عملي کول خو خپله دکرزي اودهغه لخوا رابلل شوې جرګې دګډونوالو زړه ته هم نه لویده اودهغې تر پرانستلو له مخې یې په ښکاره توروکې داخبره کوله چې دجرګې پریکړې الزامي نه دي چې عملي شي .
ښه نوچې خپله ولسمشر دجرګې دپریکړو دعملي کولوواک نه لري او وارترله مخه دهغه دنه عملي کیدو اعلانونه کوي بیانو په اصطلاح دغو دملت ۱۶۰۰ استازیو راټولولو اودطالبانو په راکیټونوباندې دهغوﺉ دغوښو ټکوهلوته څه ضرورت دی چې دری شپې ورځې یې ورباندې سرخوږی تیرکړ اوپه څلورمه ورځ دهیواد په ختیځ اولویدیځ کې دهغې داساسي پریکړو په خلاف دسوله ساتو !!! لخواګامونه پورته کړل شول.
دسولې د مشورتي جرګې !!! دپریکړو او دبهرنیو سوله ساتو!!! ځواکونوله خو ا دهغوﺉ دسمدستي نقض کولو له اجراآتو نوره داخبره ښه جوتیږي چې ریښتیاهم بهرني یرغلګر اودهغوﺉ بیضمیره ملاتړي دغه ضد اونقیض اجراآت یواځې دافغان ملت دتاریخي عنعناتو اوپښتني درنو رواجونو دسپکاوي په نیت ترسره کوي نه دافغانانو په ټاټوبي کې دسولې دټینګښت په غرض .

