د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپيلوزى پښتو خپلواکه مجله چاپ او خپره شوه

فضل قادر انډيوال 01.07.2009 16:16

دپيلوزى پښتو خپلواکه مجله چې نجيب الله(( روفي قاضي )) يې دامتياز څښتن دى په پېښور کې نظيرالحق قريشي او په اروپا کې عمر بورا زماني دمسئوليت چارې پر غاړه لري.

د لومړي کال ١٣٨٨هـ دچنگاښ او وږى پرله پسې دريمه گڼه يي خپره شوى. په دې گڼه کې اسلامي لارښود، دپښتون قام تاريخي ارزښتونه ، جرگې او لښکرې څومره مرسته کولاى شي ؟ دپريشان خټک جنازه او خاطرې ، گلبڼ ، کليوال رښتيا وايي ، ديوې پښتنې پيغلې ارمان ، دغازى ملا فضل روف کارنامې او نورې ډول ډول او بيلا بيلې ليکنى په کې خپرې شويدي دمجلې په لومړۍ پښتۍ دسوات دجنگ ځپلو نجونو او دپښتۍ پر دويم مخ دسوات ديو جنگ ځپلي ماشوم انځورونه ليدل کيږى ، چې دلوستونکو احساسات په ولوله راولي .

دترلاسه کيدو دپاره يي په دغو پتو اړيکه نيولاى شئ

Pilwazia@yahoo.com
Nazirqurishi@yahoo.com