د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشبونه وينه د رنگونو څاڅي

فضل قادر انډيوال 26.07.2008 14:31
خوشبونه وينه د رنگونو څاڅي د ځوان شاعر طائر ځلاند لومړۍ شعري ټولگه ده ،چې پښتو ټولنې او د کوهاټ ادبي جرگې له خوا خپور شوى په شعري ټولگه کښې غزلي ،نظمونه او هايکو گانې ځاى په ځاى شوي ښاغلي ځلاند د دود سره سم لومړى د فاتحه تر سرليک لاندې حمد راوستى او بيا يې نعت شريف په خپل کتاب کښې ځاى په ځاى کړى . ما ،چې د ښاغلي طائر ځلاند شعرونه ولوستل نو د چا خبره په هنريت او مقصديت برابر دي د جانان غم يې هم ژړلى او د دوران غم يې هم ، داسې معلوميږي ،چې ښاغلى طائر ځلاند د جانان او دوران دواړو غمونو ښه زورولى او ځپلى دى زه يې د شعر په نورو اړخونو نه غږيږم ،ځکه ،چې په همداغې ټولگې محمود اياز،قيوم مروت او محمد اصف صميم ليکنې کړي او د نوموړي شعري اړخونه يې ستايلي او په گوته کړي زه يې يوازې گرامري لورې ته راگرځم ،چې املا يې نه پوهيږم د کوم ځاى املاده د باړه گلۍ املا او ليک دود يې څرگند بريښي خو بيا يې هم ځاى په ځاى تېروتنې کړي او بې ځايه ټکې په کښې ورزيات کړي دي لومړى به يې زه د طائر نوم ته راشم ،چې دا يې په کومه املا ليکلى طائر – طاهر دواړه عربي کلمي دي او اسمي فاعل دى او مرغه ته طائر مرغه ته ويل کيږي او طاهر پاک ته ويل کيږي نو دلته د ښاغلي ځلاند د خپل نوم نه طائر معنى اخلي او که طاهر په پښتو کښې همزه خو بېخي نه ليکل کيږي په نور ځايونو کښې د و څخه مخکې الف يا همزه راوستې ،چې بې ځايه کارول شوې ده لکه په ديرشم او ته نهه ديرشم مخ غزلو کښې اوځو ،اوځم رديف ،چې الف نه خوري وځو او وځم ليکل کيږي همدارنگه اوسو کښې هم الف نه راځي . . . څېره څهره نه ليکل کيږي ،چې دا اردو ليک دود دى . ښاغلي ځلاند قطر غى په غلطه يعنى ښکترغى ليکلى ،چې ځينو ليکوالو ورته نوم بدل کړى او قطر او د قدر کلى نومولى ،چې ښاغلى ځلاند ښايې خبر نه وي . په ټوليزه توگه د ښاغلي ځلاند دغه شعري ټولگه مثبته ارزوم تړون يې د احساس د هغې سپېڅلې څړيکې په نوم ،چې په نړۍ کښې د امن د ناوې سينگار غواړي او د ښکلا وجود ته دوام بخښل يې ارمان وي . په کښې کې (ښ) نه راځي دا خبره اوس پاى ته رسيدلې ده او ټول پښتو ليک دود په (کې) شوى دى بله دا دى ،چې په ئې کښې همزه نه راځي (يې) ليکل کيږي . زما يې ځنې غزلي ډيرې زياتې خوښې شولې که يې د بېلگې په توگه را اخلم نو ډير وخت به ونيسي خو په لاندې څو بېتونو بسنه کوم. د دې حالاتو په دوزخ کښې د سکون په اميد زه دې د ياد د احساس سيوري ته دمه کومه داسې محلت کښې مې گذران دى د ژوندون په ډگر د ورځي کار وکړم د شپې د ځان پهره کومه يا دا: بس يوه دا ستا نامه ده په کښې پاتې نور هر څه د زړه له ښاره دي وتلي نيمه شپه کوره ته راغلي مزدوران دي او بيا مخکښې له سهاره دي وتلي د نارنج د گل وږمې په کښې زخمي شوې خوشبويانې له ننگرهار دې وتلي په پاى کښې دې زما په څو نيوکو ښاغلى ځلاند خفه نه شي . فضل قادر انډيوال