اشرف غني دې د افغان کډوالوپه ستېندا کې مرسته وکړي
29.04.2016 12:33داڅه موده کيږي چې حزب اسلامي پر کابل کې پر خبرو بوخت دى او يو واکمن پلاوى دا مهال هلته دى هغه خبرونه چې تر دمه خپاره شوي په کې ويل شوي له ٢٥ مادويې شل منل شوي او پر ٥ يو اختلاف پاتې دى چې خبرې يې ځندنۍ کړي دي په اختلافي مادو کې يوه يې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته ستنېندنه ده چې حکومت وايي چې مونږ ددومره کډوالو د زغم وس نه لرو دياد گوندپه غوښتنليک کې د کډوالو په اړه ماده داسې ده دافغان مهاجرينو په عزتمن ستنول ،د اوسيدانې لپاره يې ټول اړين شرايط برابرول په سمتدستي ډول د دوه سوه زرو مهاجرينو لپاره په كابل، ننگرهار، كندهار او خوست كې چمتوالې نيول او د ښارگوټو لپاره مناسب ځايونه غوره كول او اړينې اسانتياوې برابرول. چيرته دښتې وټاکئ نمرو لپاره ځمکې ورکړئ
په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټرحضرت عمرزاخيلوال دمهاجروچارو له افغان وزير سید حسین عالمي بلخي سره يوځاى د افغان کډوالو غونډې ته ويل چې له ولسمشرډاکټراشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبد الله عبدالله څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو سرپنا ستونزه حل کړي او ځمکې ورکړي که حکومت افغان کډوالو دبيرته ستنېدنې لپاره لارې چارې برابرې کړي نو يوخو به افغانان په خپل کور شي او بل به په سوله کې هم مرسته وشي دا خبره پرحکومت پورې تړلې ده چې په خپله خوښه افغانان خپل هېواد ته څنگه ستانه شي ؟،ملگرو ملتونو خو ورته خپل ټټر وهلى خو په دې داستونزې نه حل کيږي کوربه هېواد هم نور نه غواړي چې افغانان دې نور پاتې شي نو ماته دحزب اسلامي دا شرط پر ځاى ښکاري اوبله نوموړي گوند دکډوالو په ستنولو کې د مرستې ډاډ هم ورکړې دى چې ټول مهاجرين به درولو په يوه گډه کړنلارې به کارکوو