د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لاهور، د سريلانکا په کرکټ ډله بريد، ٧ مړه، ٦ ټپيان

الهام ياسيني 03.03.2009 12:02

نامعلومو وسله والو کسانو د پاکستان د لاهور په ښار کې د سه شنبې په ورځ سهار مهال هغه وخت د سريلانکا په کرکټ ډله بريد وکړ چې دغه ډله د قذافي لوبغاړي ته د لوبې لپاره په يوه بس کې روانه وه.

د پوليسو چارواکي وايي چې بريدکوونکي په ډېرو وسلو سمبال وو او د بريد لپاره يې ځانونه ښه چمتو کړي وو. دا چارواکي زياتوي چې په بريد کې د پنځو پوليسو په گډون اوه تنه وژل شوي او د سريلانکا شپږ تنه لوبغاړي ټپيان شوي دي.

چارواکي همداراز وايي چې د ټپيانو څخه د دوو تنو صحي وضعه ښه نده او د زيات علاج لپاره روغتونونو ته رسول شوي دي. عېني شاهدانو رسنيو ته وويل چې بريدکوونکيو پنځه ويشت دقيقې ډزې کولې خو بالاخر يې يوه غوټه گوزار کړه او وتښتېدل. وروسته پوليسو هغه غوټه راوسپړله چې پکې وسلې او بمونه وو.

د سريلانکا دولت په سمدستي توگه د پېښې د غندلو تر څنگ د خپلې کرکټ ډلې دغه سفر ختم اعلان کړ او خپل لوبغاړي يې خپل هېواد ته وروغوښتل.

پاکستاني چارواکيو هم په کرکټ ډله دا بريد په سختو ټکو کې وغانده او دا يې د پاکستان د بدنامولو او ناکامولو يوه لويه هڅه وبلله.

گڼ شمېر سياست پوهانو، پخوانيو او اوسنيو لوبغاړو، دولتي چارواکيو، او نورو خلکو د پېښې په اړه د خپلو تبصرو پر مهال نړيوالو او پاکستاني رسنيو ته دا د پاکستان لپاره يوه ډېره بده پېښه وبلله او وې ويل چې د گردې نړۍ لوبغاړي لا د مخکې پاکستان ته په سفرونو د  تللو څخه ډارېدل خو اوس د لوبو ټول امکانات تت شول او هيڅ هېواد به په راتلونکي کې زړه ښه نکړي چې پاکستان ته د لوبې لپاره خپل لوبغاړي ولېږي چې دا کار به په گرده نړۍ کې د پاکستان اقتصاد، لوبو، او هويت ته ډېر سخت زيان ورسوي.