د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان هالينډ ته په ۱۸۳ منډو ماتې ورکړه

الهام ياسيني 10.09.2009 10:31

افغانستان د ۱۹ کلونو ټيټ عمر لوبغاړو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې چې د کاناډا د ټورنټو په ښار کې سرته رسېږي نن هالينډ ته ماته ورکړه او خپلې نمرې یې ۱۲ ته لوړې کړې.

د لوبې پوره سکورکارډ دلته ليدلای شئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

افغانستان د ۱۹ کلونو ټيټ عمر لوبغاړو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې چې د کاناډا د ټورنټو په ښار کې سرته رسېږي نن د هالينډ سره لوبه کوي. لوبه به د کابل په وخت ماښام ۶:۴۵ بچې پيل کېږي.

دوه ورځې وړاندې افغان لوبډله په دې سيالۍ کې د پنځو لوبو ګټلو په پايله کې په نيوزيلاند کې د ۲۰۱۰ زکال د ۱۹ کلونو څخه د ټيټ عمر لوبغاړو په نړيوال جام کې د برخه اخيستو جوګه شوه.

د افغانستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې کومه لوبډله یې د کرکټ په نړيوال جام کې برخه اخلي.

افغانستان د ننۍ لوبې په شمول په سيالۍ کې درې نورې لوبې لري، چې ګټل به یې د دې لپاره مهم وي چې افغانان د سيالۍ اتل هم شي. دا مهال ايرلينډ د دې سيالۍ اتل کېدو ته نږدې دی. ايرلينډ ۱۲ نمرې لري او دوه نورې لوبې ورته پاتې دي چې د ايرلينډ په نسبت اسانه برېښي او ډېر امکان لري ايرلينډ دواړه لوبې په خپله ګټه پای ته ورسوي.

پاپوانیوګيني او امريکا هم چانس لري چې د سيالۍ اتل شي خو په دې شرط چې پاتې درې لوبې وګټي. دواړه لوبډلې په سيالۍ کې درې نورې لوبې هم لري.

که افغانستان خپلې نمرې ۱۶ ته ورسوي او کومه بله لوبډله هم ۱۶ نمرې ولري نو د سيالۍ اتل به د منډو په اوسط ټاکل کېږي.

دا لاندې د یوګانډا سره د افغان لوبډلې د پرونۍ لوبې انځورونه دي ، انځور ته ټک ورکړﺉ چې غټ شي.