د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عمر د زياتوالي له کبله له ۱۶ کلنې لوبډلې پاتې شوي قانع نه دي

الهام ياسيني 23.05.2010 18:17

د کرکټ بورډ څخه هغه لوبغاړي چې د ۱۶ کلنو لوبډلې کې نومونه د ډېر عمر په کتار کې راغلي غواړي چې د کابل  فرانسوي روغتون رسمي نتیجي ورته وړاندې کړي او کرکټ بورډ تورنوي چې د ۱۶ کلنو لوبغاړو د عمرونو په نتیجه کې یې درغلي کړې ده.

نن د ټول افغان همکار په کابل کې د فرانسوي روغتون د راډیولوژۍ د څانګې د مسؤلینو سره په دې اړه خبري وکړي چې ځینې لوبغاړي چې په دې روغتون کې یې د عمر معاينات کړي وایي چې فرانسوي روغتون او یا کرکټ بورډ د عمرونو په نتیجه کې درغلي کړي، خو د دې روغتون د هډوکو ډاکټرعزت دا خبره ردوي او وایي چې موږ غلطي نه ده کړي او که کرکټ بورډ د لوبغاړو د عمرونو په نتایجو کې لاسوهنه کړي وي دا د هغوی کار دی.

د راډیولوژۍ د عمرونو د ټیسټونو مسؤل ډاکټر طاهر ایین وایي چې په دې اړه موږ د ډیرو خلکو سره په لویه ستونزه کې یو او تر اوسه هميشه موږ تکليفوي او ځینې خلک د بډې ورکولو کوښښ هم کوي.

 ټول افغان نن په فرانسوي روغتون کې د دې خبرې شاهد و چې يو شمېر ۱۶ کلنو لوبغاړو چې په لوبډلې کې نه دې نیول شوی چې عمر یې زیات و د روغتون د مسؤلو څخه غوښتل چې د رسمي نتیجې یوه کاپي ورکړي چې تسل یې وشي خو د روغتون مسؤلینو له دې کاره ډډه کوله او نه یې ورته دویم ځلي ټیسټ تر سره کاوه. د دویم ځل ټیسټ لپاره یې ترې د کرکټ بورډ له طرفه رسمي مکتوب غوښتلو خو لوبغاړو ویل چې د کرکټ بورډ دوی ته د ټیسټ نتیجه نه ښيي نو رسمي مکتوب به څنګه ورکړي.

څو نورو لوبغاړو چې د نوم یادولو څخه یې ډډه وکړه کرکټ بورډ تورن کړ چې څوک واسطه ونلري په کرکټ بورډ کې یې خبره نه اوریدل کیږي.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر ایمل شینواري وایي چې د چا حق څوک نه شي خوړلی او موږ د فرانسوي روغتون په نتیجو عمل کړی او دا رنګه تورونه ردوی. ښاغلی شنیواری وایي چې هر افغان کومه نیوکه لري د کرکټ بورډ دروازې ورته پرانيستي دي او که څوک په کرکټ بورډ کې پر هر کار نیوکه لري کرکټ بورډ په هغه کې څیړنه کوي او هر کار د څارنې لاندې دی.

د ۱۶ کلنو لوبغاړو د لوبډلې د غوره کولو تخنيکي مسؤل اسدالله خان وايي چې ((ډېرې واسطې راته وشوې حتی محمود کرزي هم د یو لوبغاړي واسطه شوی و خو د چا عمر چې زیات راوتلی و موږ وسره مرسته نشوای کولای او نه یې واسطې منو)). نوموړی وایي چې په کرکټ بورډ کې د یو چاوارکي ورور چې عمر یې تر ۱۶ کم و په لوبډله کې شامل نشو ځکه چې استعداد یې نه لرلو.