د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا!! ټوله نړۍ دې خبره وي ، هرچرته ،چې وغواړو حمله کوو

عبدالرزاق حبيبي 28.09.2008 22:49

امريکا ،چې افغانستان او عراق د خپلو بمونو او جنګي الوتکو په زور ونيول نو په سر کې يې ډېر تاو پيدا شو او دا خيال يې راغى ، چې د نورې نړۍ نيول هم هېڅ خبره نه ده .
په دواړو هېوادونو له بريدونو او نيولو وروسته يې د تروريست او ترهګر په نوم بمبارۍ پيل او د يو ددوى په اصطلاح ترهګر په مقابل کې يې په لسګونو بې ګناه افغانان او عراقيان ووژل .
تېره ورځ په افغانستان کې مېشت يو لوړ پوړي امريکايي افسر د يو خبري کانفرنس په ترڅ کې وويل ، چې رسنۍ د دوى خلاف له ډېر افراط څخه کار اخلي او دوى داسې معرفي کوي ، چې ګني ټول بې ګناه خلک وژني ، نوموړي زياته کړه ، چې څو ورځې مخکې دوه طالبان ، چې د افغانستان په جنوب ختيځ کې يې د سړک تر غاړې بمونه ښخول او چې د دوى تر دوربين لاندې راغلل خو چې طالبان پوه شول ، چې امريکايي پوځيانو وليدل نو د سيمې دوه ماشومان يې له ځان سره روان کړل تر څو دامريکا د هوايي ځواک تر بمبار لاندې رانشي .
که د امريکايي چارواکي دا خبره سمه وي نو بيا د هرات په شينډنډ کې خو دوه ماشومان نه بلکې په سلګونو ماشومان ول ؛ نو بيا يې ولې پر هغوى بمبار وکړ سره ددې ، چې دوى هلته نه طالبان ليدلي و او نه يې ماين ښخوونکي ؟
که دامريکايي چارواکي دا خبره سمه وي نو بيا يې په هسکه مېنه کې ولې د ډېرو مودو منتظر د واده ناوې او زلمى او د هغوى شپېته اويا ماشومان او ښځې شهيدان کړل؟
که دامريکايي چارواکي دا خبره سمه وي نو بيا يې په پکتيا کې  بې ګناه ښځې او ماشومان په خپلو وحشي سپيانو ولې وخوړل ؟
که حقيقت ته فکر وکړو؛ نو رسنۍ د دوى په واک کې دي او که چرته لږ حقيقت هم خپور کړي؛ نو دوى بيا دا ډول خبرې کوي ،چې رسنۍ ولې حقيقت وايي ؟ د دوى يوه چورلکه ، چې له کلکو وسپنو جوړه شوې ده را وغورځېږي او ټوټې ټوټې شي خو بيا هم په کې يو يا دوه کسان ټپيان شوي خو د دوى په يو بم ٦٠ ، ٧٠ طالبان ووژل شي دا به څوک ومني ؟
امريکايي ځواکونو تېره ورځ په شام يا سوريه باندې خپله بې رحمه حمله وکړه او د دوى په اصطلاح ٩ ترهګر ، چې په کې څلور ماشومان دي شهيدان شوي دي .
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګان اعلان کړى دى په شام يا سوريه باندې حمله ټولې نړۍ ته خبر دارى  دى ، چې دوى (امريکا) هر چرته او هر وخت وغواړي حمله کولى شي ؛ ځکه نړۍ نور دامريکا سره دترهګرۍ خلاف په جنګ کې همکاري پرېښې او اوس امريکا مجبوره شوېده ،چې په خپله هغه ځايونه په نښه کړي چې  هلته ترهګر اوسېږي او يا ترې امريکا ته خطر متوجه وي .
که عراق د افغانستان او سوريه يا شام  د پاکستان سره پرتله کړو نو په ښکاره به ترې څرګنده شي ، چې امريکا خپل ا ستعمار ته وده ورکوي او غواړي ،چې د دې دواړو هېوادونو له لارې ،چې دخپلو ګاونډيو هېوادونو په نسبت زيات ستراتيژيک اهميت لري ګاونډي هېوادونه هم ونيسي او د پخوانۍ برتانيې په شان يو داسې هېواد او يا مستعمره رامنځ ته کړي ، چې لمر په کې نه ډوبېږي.
امريکا وخت ناوخته د پاکستان په وزيرستان خپلو بريدونو ته زور ور کړى دى او د طالبانو سره سره په کې زيات شمېر بې ګناه ښځې او ماشومان هم شهيدانېږي ، له دې لارې غواړي د ترهګرو په بانه پاکستان هم تر خپل پوځي واک لاندې راولي ؛ ځکه ،چې تر سياسي واک لاندې خو يې پخوا راوستلى دى .
په اوسنيو حالاتو کې که دامريکا روان اقتصادي رکوب ته وګورو نو دا اندېښنه له هر چا سره پيدا کېږي ،چې امريکا ولې په عراق او افغانستان کې دومره په ستره پيمانه مصرف کوي سره ددې ، چې  امريکا اوس خپله سوال ته ناسته او له نورې نړۍ څخه غواړي ،چې د دوى د اقتصادي ځوړتيا مخه ونيسي دا او داسې نورې ډېرې پوښتنې دي ، چې سړى په ذهني کشمکش اخته کوي خو که سړى فکر وکړي  نودا به جوته شي ،چې  په عراق کې د تېلو پراخه زېرمې او په افغانستان کې پراخه معدنونه چې تر اوسه نه دي راسپړل شوي د هغې راوېستل او وړل د دوى په سترو هدفونو کې شامل دي.
د نړۍ ټول سياستونه اوس د امريکا تر تاثير لاندې دي او هر هېواد ،چې دامريکا د پاليسۍ خلاف کار وکړي نو لومړى په ملګرو ملتونو کې د هغه هېواد په خلاف تړونونه  وشي او که بيا هم دامريکا پاليسي عملي نه کړي نو بيا تر امريکايي اشغال لاندې راځي .
که عراق باندې په دې تور حمله وشوه، چې ګوندې اتومي وسلې يې لرلې او يا يې جوړولې (سره ددې ،چې پر عراق له بريد وروسته يې نه اتومي وسلې پيدا کړې او نه کومه اتومي بټۍ) او يا اوس نام نهاد مسلمان ايران ته ګواښونه کوي ، چې ولې اتومي وسلې جوړوي ؟  نو پوښتنه رامنځ ته کېږي ،چې شمالي کوريا ، چې په ډاګه د اتومي وسلو د جوړولو اعلانونه کوي او جوړوي يې  امريکا پرې ولې بريد نه کوي ؟ آيا هغه کوم داسې اجازه لري ،چې د هغې تر مخې هرڅه چې وغواړي جوړ يې کړي ؟ ښکاره خبره ده ، چې دلته دا سلام او کفر مسئله ده او امريکا هم د کفر په صف کې ده اوهېڅکله نه غواړي ، چې يو مسلمان هېواد په  نړۍ کې سر راپور ته کړي .
که د ټولې نړۍ اسلامي هېوادونه اوس هم له فکر نه کار وانخلي او همداسې ويده پاتې نه شي نو لرې نه ده ،چې هغه د غوايانو قيصه به ترې جوړه شي او هر يو به بېل ، بېل وخوري.

یادونه : بورته مضمون لومړى په اصلاح انلاين.نټ کې خپور شوى  دى