د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پېښور دادبي غونډو ګزارشونه

عبدالرزاق حبيبي 03.03.2008 21:28

ظهيرپښتوادبى جرګه پيښور

دظهيرپښتوادبى جرګې پيښورپينځلس ورځنۍ غونډه دجمعې په ورځ دفرورۍ دمياشتې په يوكم ديرشمه نيټه كال دوه زره اته په شامى روډدنادراپه پخوانى دفتركښي مازيګردرې بجې دفدامحمدمجبورمشرۍ كښي وشوه په دې موقعه امان الله خليل مشرميلمه وودنظامت چارې زاهدخان شيداترسره كړې اودتيرې شوې غونډې رودادراحت شاه بدربخارى واورولودايجنډې ترمخه زرويدخان تنهاخپل غزل تنقيدته وړاندې كړوچې په غونډه كښې ناستوګډونوالودغزل خوبۍ اوخامۍ په ګوته كړې اوپه مجموعې توګه ئې غزل معيارې وګرځولوپه دويمه برخه كښې يوه ازاده مشاعره وشوه چې پكښې اخترحسين ننګيال ،ولى محمدارمانى ،سيدراحت الله شاه بدربخارى ،زرويدخان تنها،جابرخان ملنګ ،زاهدخان شيدا،سفيرالله ناشاد،طا رق حيران ،شمشيراپريدى ،محمدامين اثرى ،حفيظ البارى ،امان الله خليل ،فدامحمد مجبور اونوروملګروبرخه واخسته دظهيرپښتوادبى جرګې راتلونكې غونډه به دمارچ دمياشتې په دويمه جمعه په شامى روډدنادراپه پخوانى دفتركښې مازيګردرې بجې كيږې چې په كښې به سيدراحت الله شاه بدربخارى خپل غزل تنقيدته وړاندې كوى دجرګې سترسكترلخواپه دې ادبى محفل كښې شاعرانواديبانوته دګډون بلنه وركول كيږې

 

ادبى ملګرې ارباب لنډۍ

دادبى ملګرى ارباب لنډى پنځلس ورځنۍ غونډه دملك سردارالسان په صدارت كښې وشوه دغونډې باقاعده اغازاجمل غمګين دقراّن پاك دتلاوت نه دنظامت چارې طلبګارخوګيانى ترسره كړې اودتيرې شوې غونډې رودادئې هم واورولودايجنډې ترمخه طلبګارخوګيانى خپل تكل ( ملاوټ ) تنقيد ته وړاندې كړوچې محفل كښې ناستوكسانوپرې ګټه وربحث وكړودې سره سره پروفيسرداورخان داوددافسانى په پلاټ اوتينك خپل ګټورليكچروړاندې كړوچې په محفل كښې ناستوشاعرانواديبانوترې استفاده وكړه په دويمه برخه يوغيرطرحى مشاعره وشوه چې پكښې طلبګارخوګيانى ،عصمت سورانى ،خورشيداحمدزى ،امام على شينوارى ،خليل خان خليل ،اجمل غمګين ،شفاعت الله ،ملك عرفان حيران ،طهماس خان ظهير،رئيس خان رئيس ،ضياءالرحمان ضياء پروفيسرداورخان داودملك سردارالسان اونورو اعرانوبرخه واخسته دادبى ملګرى ارباب لنډۍ راتلونكې غونډه به داتواربه ورځ دمارچ دمياشتې په 9خ نيټه كال 2008 دجينكوګورنمنټ هائى سكول ارباب لنډۍ كښې سحر9 بجې كيږې چې په كښې به طهماس ظهيرخپل غزل تنقيدته وړاندې كوى دجرګې دسترسكترلخواپه دې ادبى غونډه كښې شاعرانواديبانوته دګډون بلنه وركول كيږې

پښتو ادبى ټولنه ريګى سيمه

د پښتو ادبى ټولنې ريګى سيمې مياشتنى غونډه د اتوار په ورځ د مارچ د مياشتى په دويمه نيټه كال 2008 د جرګې په مركزې دفتر ريګى كښې د ښاغلى جوهر خليل په صدرات كښې وشوه په موقعه صفى الله زهير مشرملمه وو د نظامت چارې شهاب خليل ملازى ترسره كړې  او تيرى شوى غونډې رودادئې هم واورولو د غونډې پيل د تلاوت كلام پاك نه وشو په غونډه كښې د نوموړو پوهانو ډاكټر شير زمان طائزى او محترم اجمل ختګ ددوغې څټى لپاره په ګډه دعا وغوښتى شوه ورپسې د پښتو ادب په حقله ګټه ور بحث وشو چې په غونډه كښې ناستو شاعرانو د  پښتو ادب د
 پر مختك  په اړه خپلى   څرګندونى  وكړى دلته د خبره هم وشوه چې پښتو ادب د پرمختګ په لور روان دآ او پښتنو خپل مورنې ژبۍ پښتو ته پاملرنه كړيده  چې دا د پښتو ژبى نيكمرغې ده په دويمه كښې  برخه كښې يوه غير طرحې مشاعره وشوه چې پكښې شهاب خليل ملازى، نجيب الله ناز ملازې، سفير الله ناشاد ،زاهد خان شيدا، صفى الله زهير،او جوهر خليل خپل خپل كلامونه واورول د پښتو ادبى ټولنې ريګى سيمى راتلونكى غونډه به د اپريل د مياشتى په ړومبى اتوار كيږې د جرګې د ستر سيكتر لخوا شاعرانوته  د ګډون بلنه وركول كيږې

قلم پښتو  ادبى  جرګه  ملازئى
د قلم پښتو ادبى جرګې ملازو مياشتنۍ غونډه دجمعى په ورځ د مارچ په 7 نيټه كال 2008 د طارق خليل مثال په ځائآ كښې د جمعى د مونځ نه پس دوه بجې په ملازو كښې كيږې چې پكښې به د ځلمى شاعر محمد امين اثرى د دويمى شعري مجموعې (روڼ سحر) د مخ كتنى د ستوره د قلم پښتو ادبى جرګې لخوا كيږې چې شاعران ،ادبيان به د محمد امين اثرى په كتاب روڼ سحر خپلى مقالې  او نظمونه اوروى د لر اوبر شاعرانو ادبيانو ته د قلم پښتو ادبى جرګې د ستر سيكتر لخوا د ګډون بلنه وركول كيږى

افغان ادبى ټولنه
دافغان ادبى ټولنې اونيزه غونډه تيره ورځ دبورډزيارت شاته په پى سى ايس كالج كښې دفقيرمحمددرانى په مشرۍ كښې وكړه ښاغلىحيات الرحمان دغونډې مشرميلمه وودوياندچارې نظيرالحق قريشى ترسره كولې غونډه دقارى صيب محمدعمران خيالى لخوادقراّن پاك په څومباركواياتونونه پيل شوه دتيرې غونډې ګزارش ننګيالې ننګ واورولوله پريكړې سره سم نجيب الله اكرامى خپل غزل كره كتنې ته وړاندې كړوچې ګډوانوالوپرې ګټه وربحث وكړودغونډې په دويمه برخه كښې يوه ازاده مشاعره وشوه اوپه ټولوګډونوالوباندې دافاق اوسپرغۍ مجلې وويشل شوې په دې مشاعره كښې سعدالله خان بليغ، فقيرمحمددرانى ،حاجى احمدشاه وردك ،عبدالوهاب څاروان ،نظيرالحق قريشى ،محمدالله روان ،واكمن اتل ،ودان ورياخيل ،محمدعمران خيالى ،نجيب الله اكرامى ،محمدناصرمعصوم سيدعمران شهيد،صفى الله سنګين ،تحسين الله تحسين ،توريالې عابد،عبدالصبورسنګيار، علامه عبدالستار محمدى مبارك شاه اويوشميرنورومينه والوبرخه اخستې وه نوموړى غونډه هره جمعه په ذكرشوې كالج كښې ترسره كيږې چې دګډونوالوادبى تنده پرې ماتوى دافغان ادبى ټولنې يوه بله اونيزه غونډه تيرورځ دبورډزيارت شاته په پى سى ايس كالج دمحمدلائق شينوارى په مشرۍ كښي وكړه دنظامت چارې عبدالوهاب څاروان اوواحدالله خاكسارترسره كولې  ښاغلې احمدجان احمدمروت دغونډې مشرميلمه ټاكل شوآ ووغونډه داوستاذتحسين الله تحسين لخوادقراّن پاك په څومباركواياتونونه پيل شوه دتيرې غونډې ګزارش ننګيالى ننګ واورولوله پريكړې سره سم فقيرمحمددرانى نثر(تش لاسونه ) كره كتنې ته وړاندې كړوچې ملګروورباندې ګټه وربحث وكړوچې خوبۍ اوخامۍ ورته په ګوته كړې دغونډې په  دويم پړاوكښې ازاده اوخپلواكه مشاعره وشوه چې پكښې نظيرالحق قريشى ،عبدالوهاب څاروان ،احمدجان ،لائق شينوارى ،ضياءالرحمان ،نجيب الله ژوند،محمدالله روان ،فقيرمحمددرانى ،واحدالله خاكسار،توريالى عابد،ننګيالى ننګ ،سيدعمران شهيد،حميدالله احمدى ،عبدالصبورسنګريار، نيازمحمد،حبيب الرحمان،تحسين الله تحسين ،محمدحليم منګل ،شمس الرحمان ،شيرين اّغااحمديار،وحيدهمراز،مبارك شاه ،ولايت خان ،علامه عبدالستار محمدى ،اونورومينه والوبرخه واخسته په غونډې كښې دساپى دپښتوڅيړنواو پراختيامركزلخواليږلى شوې ( ورځ ) مجلې په ټولوګډونوالووويشل شوې چې دملګروادبى تندې پرې ماتې شوې نوموړى غونډه هره جمعه په يادشوې كالج كښي ترسره كيږې غونډه ماښام په دعاسره پائې ته ورسيده