د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پېښور دادبي غونډو ګذارشونه

عبدالرزاق حبيبي 03.02.2008 20:59

ساهوليكوونكو ادبى جرګه لنډۍ

 

ساهوليكوونكو ادبى جرګې ارباب لنډۍ 15 ورځنۍ غونډه د اتوار په ورځ سحر10 بجې په ګورنمنټ ګرلزهائى سكول كښې دښاغلى ګلزاده كوثرپه صدارت كښې وشوه دنظامت چارې طلبګارخوګيانى ترسره كړې اودتيرې شوې غونډې رودادې هم واورولودغونډې باقاعده پرانسته دتلاوت كلام پاك نه وشوه غونډه په دريوبرخوويشل شوې وه  په ړومبۍ برخه كښې پروفيسرداورخان داود د پښتو ټپې په تاريخ او اهميت ګټورې خبرې وكړې او په غونډه كښې د ناستوشاعرانو دسوالونو ځوابونه ئې وركړل ملګرى داورخان داود صيب په خپلوګټوروخبرو مطمين كړل ياده دې وى چې د ارباب لنډۍ ساهوليكوونكو ادبى جرګه د پروفيسرداورخان داود د سورې لاندې دپښتو ژبى دپرمختګ لپاره هلې ځلې كوى په دويمه برخه كښې دخورشيداحمدزى غزل تنقيدته وړاندې كړىشوچي محفل كښې ناستوشاعرانو اديبانوپرې ګټوربحث وكړوچې خوبۍ او ښامۍ ئې په ګوته كړې په اخركښې يوه غيرطرحى مشاعره وشوه چې په كښې داود كږه وال طلبګارخوګياڼى پروفيسرداورخان داودماسټر زاهدحسين زاهد،عصمت سورانى ،سيدروشن شاه ،امام على شينوارى ،اجمل غمګين ،خليل خان خليل ،سرداراللسان ،ګل خان خاكسار،ضياءالرحمان ضياء،سعيدخان ،كريم الله ،محمدنذيرناياب ،عارف ،خورشيداحمدزى اوګلزاده كوثرخپل خپل كلامونه واورول ساهوليكوونكوجرګې ارباب لنډۍ راتلونكې غونډه به د فرورۍ دمياشتې په 10 نيټه په ګورنمنټ ګرلزهائى سكول كښې سحرلس بجي كيږې چې په كښې به ماسټرزاهدحسين زاهد خپل غزل تنقيدته وړاندې كوى د جرګې لخوا ټولوشاعرانو اديبانو ته په د ې ادبى محفل كښې دګډون بلنه وركول كيږى

 

ملګرى شاعران ارباب لنډۍ

  

دملګرى شاعران ارباب لنډۍ پينځلس ورځنۍ غونډه دارباب صابرحيات په هجره كښې دښاغلى رياض ديوانه په صدارت كښې وشوه په دې وخت سيدمحمودشاه مشرميلمه و د ارباب صابرحيات دنثر په كتاب (كائنات د وجود په رڼاكښې ) ګټورې خبرې وشوې او د دوى دا كوښښ وى د پښتود نثرى يوه ګټوره برخه وګرځوله  دښاغلى ارباب صابرحيات شاعرى او نثر څه كتابونه چاپ شويدى ښاغلىدپښتو ژبى خدمت ته ملاتړلې ده او په روڼ تندى دخپلې مورنۍ ژبى خدمت كوى چې په حقيقت كښې د دوى دا زيارد ستائنې وړدىاو كه دغسې زمونږ نورشته من پښتانهْ د پښتو ژبى خدمت لپاره هلې ځلې شروع كړى نو هغه ورځ لرې نه ده چې پښتوژبه دنړۍ دنوروژبوسره سياله شى د دوى دا خدمت به د پښتو ژبى په تاريخ كښې تل ژوندىوى ادبى هلې ځلې كول او شاعرى اونثرى مجموعى چاپ كولوكښې ارباب صابرحيات زړه پورې دپښتوژبى دپرمختګ هڅې كړيدى چې په دې وجه به ئې نوم تل ترتله ژوندى وى او دا ځكه چې چا د خپلې مورنۍ ژبى خدمت كړيدىدهغوى نومونه لكه دنمردپلوشوتل ځلاكوى په دويمه برخه كښې يوه غيرطربى مشاعره وشوه چې په كښې ارباب صابرحيات ،كرنل افتخار،ډاكټرمسعود زاهد، ملك مسعود قاسم،سيدمحمودشاه ،وصال نسيم ،حضرت الله صابر،اخترعلى ملنګ ،ساده صادق ،اجمل الهام ،پرويز شينوارى ،حاجى عبدالجباردرانى ،محمدګل خان ،ارشدعلى شيدا،غلام سرور سرور،منورايډوكيټ ،پروفيسرولى خان سرحدى دريائى سعيدمحمودشاه اورياض ديوانه خپل خپل كلامونه واورول

 

افغان ادبى ټولنه

 

افغان ادبى ټولنې خپله اوونيزه غونډه د روانې مياشتې په اتلسمه نيټه كال دوه زره اتم دجمعې په ورځ د بورډ زيارت شاته په پى سى ايس كالج كښې د استاذ حسيب الله په رياست كښي وكړه ښاغلىمحمدناصر معصوم دغونډې مشرميلمه ټاكلىشوىو د نظامت چارې نظيرالحق قريشى ترسره كولې غونډه د تحسين الله تحسين لخواپه تلاوت پيل شوه دتيرې غونډې ګزارش واحدالله خاكسارواورولو له پريكړې سره سم دعبدالوهاب څاروان غزل كره كتنې ته وړاندې شوچې ګډونوالو پرې ګټوربحث وكړو چې خوبۍ اوخامۍ ئې ورته په ګوته كړې په دويم پړاوكښې ازاده مشاعره وشوه چې په كښې ننګيالىننګ ،محراب ،اميرخان ،قدرت الله ،ساحل ، شرين اغااحمديار،علامه عبدالستار،اسماعيل شاهين ،نقيب الله نظيرالحق قريشى تحسين الله تحسين ،واحدالله خاكسار،محمدناصرمعصوم او د استاذحسيب الله په ګډون يوشميرمينه والوپه كښگې برخه واخسته  افغان ادبى ټولنه خپله غونډه هره جمعه په پى سى ا يس كالج كښې كوى دټولنې لخوا ټولومينه والوشاعرانواديبانوته په غونډه كښې دګډون بلنه وركول كيږى دافغان ادبى ټولنې يوه بله اوونيزه غونډه دجنورۍ په شلمه نيټه دجمعې په ورځ دبورډزيارت شاته په پى سى ايس كالج كښې خپله غونډه دښاغلى اكرام الله مفتون غرق و پرق په رياست كښې وشوه ښاغلىقارى خان الله دغونډې مشرميلمه ټاكلىشوىو د نظامت چارې تحسين الله تحسين ترسره كولې او نظيرالحق قريشى دغونډې كوربه وو،واحدالله خاكساردتيرې غونډې روداد واورولوغونډه قارى صيب كريم الله لخوا په تلاوت پيل شوه او د نظيرالحق قريشى غزل كره كتنې ته وړاندې شو چې ملګرو ورباندې تود بحث وكړو چې خوبۍ اوخامۍ ئې ورپه ګوته كړې په دويمه برخه كښې يوه ازاده مشاعره وشوه چې په كښې مفتون غرق وپرق تحسين الله تحسين واحدالله خاكسار،غريب يار،ساحل ،محمدناصر معصوم اسماعيل شاهين ،واحدالله خاكسارنظيرالحق قريشى ،تحسين الله تحسين ،قارى خان الله او د ګڼوميناوالو پشمول پكښې اكرام الله مفتون غرق وپرق برخه واخسته افغان ادبى ټولنه هره جمعه خپله غونډه په پى سى ايس كالج كښې دجمعې دمونځ نه پس كوى په غونډه كښې ټولومينه والوته دګډون بلنه وركول كيږى  د افغان ادبى ټولنې خپله اوونيزه غونډه دجمعې په ورځ د روانې مياشتې په لوموړۍ نيټه دعلامه عبدالستارپه رياست كښې دبورډ زيارت ترشاه په پى سى ايس كالج كښې وكړه په دې وخت ښاغلىرفيع الله دغونډې مشرميلمه ټاكلآشوىوْ د نظامت چارې نظيرالحق قريشې ترسره كولې دتيرې غونډې روداد ئې هم  واورولو غونډه د قارى ميرويس لخوا په تلاوت پيل شوه لـه پريكړې سره سم د رويدهمت غزل كره كتنې ته وړاندې شوپه دويمه برخه كښې پريكړه وشوه چې راتلونكې غونډې ته به چې د فرورى په اتمه نيټه  كيږى د افغان ادبى ټولنې دانتخاباتى كمسيون لپاره ټاكنې كيږى دټولنې غړى او نورليكوال كولىشى چې په دغه ځانګړې غونډه كښې برخه واخلى په مشاعره كښې دغو ښاغلو تهجدخان ،سيدعمران ،رفيع الله ،قارى واحدګل امين زى ،جهانزيب ،خانزاده ،عصمت خان ،نصيرالله ،محمداسرار،ميرويس ،رويدهمت ،تحسين الله تحسين ،نجيب الله اكرامى نظيرالحق قريشى ،نورالحبيب ،علامه عبدالستاربرخه واخسته

 

ظهيرپښتوادبى جرګه پيښور

دظهيرپښتوادبى جرګې پينځلس ورځنۍ غونډه دجمعې په ورځ دفرورۍ دمياشتې په ړومبۍ نيټه په شامى روډ د نادرا په پخوانى دفتركښې مازيګردرې بجې دطارق حيران په صدارت كښې وشوه دنظامت چارې زاهدخان شيدا ترسره كړې او د تيرې شوې غونډې روداد ئې هم واورولو د غونډې باقاعده اّغاز راحت شاه بدربخارى دقراّن پاك دمباركواياتونو نه وكړه غونډه په دريو برخو ويشل شوې وه په ړومبۍ برخه كښې دايجنډې ترمخه زاهدخان شيدا خپل غزل كره كتنې ته وړاندې كړو چې ملګرو پرې ښه ګټوربحث وكړو چې خوبۍ اوخامۍ ئې په ګوته كړې او په مجموعى توګه ئې غزل معيارى وګرځولو په دويمه برخه كښې دجرګې ددريمې كليزې دستورې په حواله تود بحث وشو په غونډه كښې ناستو ملګرو دكليزې دستورې په اړه خپل ګټور تجويزونه وړاندي كړل په دريمه برخه كښې يوه ازاده مشاعره وشوه چې په كښې زاهدخان شيدا،راحت شاه بدربخارى ،شمشيراپريدى ،زرويدخان تنها، فدا محمد مجبور،جابرخان ملنګ ،حفيظ البارى ،فضل واحد واحد،طارق حيران او نورو ملګروخپل خپل كلامونه واورول جرګې په ګډه د ساحراپريدى دروغې څټې لپاره دعا وغوښته اود اكادمى ادبيات ،پښتوادبى بورډ نه ئې مطالبه وكړه چې ساحراپريدى سره مرسته وكړى ځكه چې نوموړى دپښتو ژبى د پرمختګ لپاره نه ستړې كيدونكې هلې ځلې كړيدى او په تيره تيره غزل له ئې د زړه وينې وركړيدى بايدچې پښتوادبى بورډ او اكادمى ادبيات نوموړى سره خپلې مرستې وكړى دظهيرپښتوادبى جرګې راتلونكې غونډه به په دويمه جمعه دفرورۍ دمياشتې په پنځلسمه نيټه په شامى روډ دنادرا په پخوانى دفتركښې كيږى ټولو شاعرانو اديبانو ته په دې ادبى محفل كښې دګډون بلنه وركول كيږى

 

 

 

پښتوادبى ټولنه ريګې سيمه پيښوراوقلم پښتوادبى جرګه ملازى پيښور

 

دپښتوادبى ټولنې ريګۍ سيمې او د قلم پښتوادبى جرګې ملازى دسورې لاندې د ارواښاد محمد اعظم خليل په فن او ژوند يو خصوصى دستوره و شوه دا دستوره په دوو برخو ويشل شوې وه د دستورې پيل قارى خانزيب دتلاوت كلام پاك نه وكړو د نظامت چارې شهاب خليل ملازى ترسره كولې ددې خصوصى دستورې مشرى ډاكټر مياسهيل انشاء كوله په دې موقع ډاكټراحمدعلى عاجز او نذيراحمد نذيرمشران ميلمانه ووله پريكړې نه روستومهرخليل ملازى ،محمدامين اثرى ،شهاب خليل ملازى ،نجيب الله ناز،راجهان هلال ،طارق مشال ،نذيراحمدنذير او نورو ملګرو د خداې بخښلى محمداعظم خليل په فن او ژوندخپلې مقالې او نظمونه واورول دستوره دمرحوم محمداعظم خليل په حجره كښې جوړه شوي وه چې كوربه ئې ميراعظم خليل او شيرخان وو د مقالو او نظمونونه پس يوه ازاده مشاعره وشوه چې په كښې مهرخليل ملازى ،رحمت شاه خاموش ،نجيب الله ناز،طارق خليل مشال ملازى ،عظمت شيرخليل ،شهاب خليل ملازى ،محمدامين اثرى ،جوهرخليل ،سيدراجهان هلال ،فرهادخان مبتلا،سردارعزيز،امان الله خليل ،رامبيل خان رامبيل ،نذيراحمدنذير،سفيرالله ناشاد،محمدزاهد بابا خيل ،عزيزالرحمان بل ،الطاف حسين الطاف ، اجمل منصور، زاهدخان شيدا،رحمدادخان ،بركت شاه ،نجيب الله ناز ،ډاكټراحمدعلى عاجز، ډاكټرمياسهيل انشاء او نورو ملګرو برخه واخسته په اخره كښې فريدصحرائى ،قمرنړيوال ،محمداعظم خليل ،دبخښنې لپاره په ګډه دعا وْ غوښتىشوه ياده دې وى چې دخدائ بخښلې محمداعظم خليل دوه كتابونه چې يودپښتو ناول شاهين او پښتوشاعرى دسوغات په نامه چاپ دى مينه وال كولىشى چې دكتابونو د هرلوى دوكان نه ئې ترلاسه كړى دغه ادبى دستوره ماسپخين يوه بجه پائى ته ورسيده