د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروحاني لورکۍ به د چالار څاري!

عبدالله احمدي 09.06.2008 19:12

 

اخ خدايه دا څه اورم، روحاني ووژل شو!روحاني ځوانميرگ شو!.
خدايه دا څه وشول، دا څه اورم،هغه کومې گوتې وي چې، د روحاني پر گل بدن يې گولۍ وورلې،هغه کومې سترگې وي چې،د ده د ځنگدن دوروستيو سلگيو تماشا يې کوله، هغه کومه ژبه وه چې، پر ده يې د مرک غږ وکړ،هغه کوم لاسونه ول چې، د ده معصوم او قلم سره اشنا لاسونه پر شا ور وتړل،هغه کومې پښې وې چې، د ده د مرک پسې قدم و اخيست،هغه کوم سر و چې د ده د وژنې پلان يې جوړ کړ،
اخ خدايه دا څه ډول  انسان و چې، روحاني يې شهيد کړ،نه،نه غلط شوم دا انسان نشي کيدى دا دانسان په جامه کې ځناور او ليوه و.


اخ خدايه دا څه اورم، روحاني ووژل شو!روحاني ځوانميرگ شو!.
هاى خدايه اوس به څوک د روحاني لورکۍ ته د پلار مينه ورکوي،هاى خدايه اوس به څوک د روحاني لورکۍ ته هرماښام د لوبو شيان ور وړي.
اوس چې ماښام شي د روحاني بي ژبې او د دنيا دظالمانو له ظلم څخه نا خبره لورکۍ د دروازې لار څاري،او د بابا د راتلو په انتظار به يې سترگې........................!
دا به اوس د ډوډۍ پرمهال د سترخوان په څنډو کې د خپل شهيد پلار تش ځاى څنگه څاري،
هاى خدايه اوس به څوک دغه خوارکۍ په غيږه کې واخلي او پورته پورته به واچوي،
هاى خدايه اوس به دا خوارکۍ چاته په کړس کړس وخاندې.


اخ خدايه دا څه اورم، روحاني ووژل شو!روحاني ځوانميرگ شو!.
اى ظالمه دا دې څه وکړل...............................................!
ته پوهيږي چې تا څومره ظلم کړى دى؟
هاى کاش چې پوهيدې چې دا څه ډول مسلمانه او افغانه مور بوره کړې!
هاى کاش چې پوهيدى چې تا داسې يو سپين ږيرى پلار بي ځويه کړ چې،په ټول کې عمر کې د ايمان او د روحاني د خپل د زړه د ټوټې د خير دوعا غوښتله
هاى ظالمه تا د روحاني پر وژلو دوى مسلمانې او افغانې معصومې ميرمنې هم په ځوانه ځوانۍ کې کونډې کړې.
هاي ظالمه د روحاني د واده د خوب دخونې گلان لا اوس هم تازه دي.
د ده ميرمنې به د روحاني د خوښې جوړه به اوس څه ډول اغوندې،دوى به د روحاني د خوښې عطر چاته استعمالوي.
دوه به اوس د ژوند د ستونزو او کړاوونو په اړه د زړه خواله له چاسره وکړي.
دوى به اوس سهار وختي د چا پاکې جامې څوړندوې،


اخ خدايه دا څه اورم، روحاني ووژل شو!روحاني ځوانميرگ شو!


ياربه!
ته خو د روحاني د بورې خوارکۍ مور،خوار پلار،خوارې او په ځوانه ځوانۍ کې د کونډو ميرمنو او د معصومې يتيمې لورکۍ د زړه آه او فرياد، د روحاني په وير کې توييدونکي اوښکې د ځوانيمرک روحاني وحشي قاتلانو ته د اور لمبي جوړې کړي.
خدايه ته دغه وحشي ظالمان ټولې نړۍ ته وشرموي.
خدايه ته د دغو وحشوظالمانو ميندې،پلرونه،لورگانې او زامن د دوى په غم کينوي.
خداى له تا همدا دوعا کوومه.

عبدالله احمدي