د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصطفى سالک د لمانځغونډې بشپړ رپوټ

عبدالله احمدي 28.05.2008 16:37

په کابل کې لسگونوليکوالو،شاعرانو او ادبي سټو  د ليکوال،شاعر،ناول ليکونکي او خبريال مصطفى سالک ادبي هڅې وستايلې.
دغه لمانځغونډه د ميديوتيک فرهنگي مرکز او کاروان ادبي بهير په نوښت را بلل شوې وه.

دا هم د شاعر او ليکوال مصطفى سالک د شعر يوه بېلگه:

 

ستا داوربل ستا درخسار ستا د  ليمو  کيسه ده

څۀ مختصره اوس زما د ورځو شپو کيسه  ده

 

ما ته  ښکاره  ده  د  شبنم او  د  گلاب  فلسفه

زما په غيږه کې بس ستا د غوړيدو کيسه ده

 

په گلورين خلوت کې ستا د شونډو لمس غواړمه

دا په جنت کې د خوږو خوږو لمبو کيسه ده

 

ځه چې د ځوان هوس په واک کې د ژوند واگې ورکړو

گنې پيل شوې اوس زموږ د زړيدو کيسه ده

 

ته  نظريه  په  محبت  کې  د  تعمير  نه  لرې

تا ته خو زړونه ماتول هم د بنگړو کيسه ده


د غونډې اصلې موخه په ژوندوني کې د پښتوژبې ليکوالو د لمانځنې دود کيدل ول.
گډونوالو په خپل وار د ښاغلي سالک پر پنځو چاپ شوو  نثري او شعري کتابونو،سندريزې چينې،پاتې شه باران دى،د اوښکو مسکا،منشور کره کتنې او دطاوس پر بڼکې خبرې وکړي او په اړه يې مقالي وړاندې کړې.

پير محمد کاروان د طاووس د بڼکې په اړه وويل چې د سالک پخواني شعرونه هم د شعري تلازماتو او صنايعو له مخه په تول پوره وو خو د طاووس د بڼکې شعرونه له لوړ شعري کيفيته برخمن دي نوموړي د بيلگې په توگه د سالک د يوه نظم دا بند وړاندې کړ


د غره له سره چې ما لاندې کتل                يو شين پټى و هلته کوږ پروت و
لکه چې ته يخنۍ کې خوب وړې يې      په شنه جوړه کې داسې خوږ پروت و


نورالحبيب نثار د سندريزو چينو په اړه وويل چې په دغه شاعرۍ کې فلسفه او تخيل په ښه توگه ورغاړې وتي دي .
نوموړي وويل چې په دغه شاعرۍ کې د پښتنو تشخص هم تر سترگو کيږي د بيلگې په ډول يې دغه بيتونه وويل :


لاشعور مې محرک لکه افغان يم
چې د غشو په باران کې در روان يم
لاروى يم خو دمه کولاى نه شم
د روانې زمانې د زړه ضربان يم
دا گريوان مې چا مغل څيرلى نه دى
زه خوشحال يمه په خپلو مې تاوان يم


استاد اسدالله غضنفر د اوښکو د موسکا په اړه وويل چې د ادبي ټوټو ژانر مړ شوى و خو سالک په خپل دغه کتاب سره دغه ژانر بيا را ژوندى کړ-نوموړي وويل ژانرونه ښه او بد نه دي لوى ليکوالان که هر ژانر ته لاس واچوي ښه يې ليکي.
عبدالغفور ليوال د منشور په اړه وويل چې دا د کره کتنې په برخه کې د روهي صيب او انځور صيب تر هڅو وروسته دريمه او بريالۍ هڅه ده نوموړي وويل چې په کتاب کې د فلسفې او ادب او اروا پوهنې او ادب په تړاو هم علمي بحثونه وشول نوموړي وويل چې زه په ځانگړي ډول د پوهنتونو زده کونکو ته توصيه کوم چې دا کتاب ولولي


نصير احمدي د پاتې شه باران په اړه وويل چې دا کتاب تر اوسه درې ځل چاپ شوى دى
چې په پښتو کې داسې کتابونه ډير لږ دي نوموړي وويل چې په کتاب کې د مينې نفسيات په ښه توگه څيړل شوي دي، خو ځينې برخې يې لږې څيړل شوې بريښي
مصطفى سالک وويل چې زما په کتابونو کې دومره رنگينې خبرې نشته دا خبرې د يارانو په ذهنونو کې وې چې زما شعرونه او نثرونه يې ورسره وتړل.


د دغې لمانځغونډې دويمه برخه د مشاعرې وه چې،ډير شمير شاعرانو په کې دخپل زړه غوټې را وسپړلې،او څو شيبې يې له ناستو کسانو سره د خپلو محبوبانو دناز،ادا او ښکلاگانو ستاينه وکړه ، او يو نيمو خو په کې بيا د خپلو محبوبانو له جفا څخه سروټکوو. 


د سټيچ دريځ شاته په سپينه ټوټه کې د ښاغلي سالک دچاپ شوو کتابونو انځورونه ځوړنډ شوي ول.
د دريځ کيڼ اړخ ته پر تخت ناست يومطرب او بل دوکړه مار کس ناست ول.
ربابي ماما به وخت نا وخت د خپل رباب له وچو  تارونو پر ناستو کسانو داسې نغمې وورولې چې له څو شيبو لپاره به يې د دنيا او ما فيها له غمونو اخوا د مينې  دښاپيرو پر سندريز حرم  ور ننويستل.


دوکړه مار ماما هم له مطرب څخه کم نه  و،هغه به هم د  زړه له خلاصه د خپل ډول له تندي نه داسې ډنگ پورته کړ چې، د فضا د ناستو کسانو زړونه به يې اټن او گډا ته وتخڼول.
په غونډه کې يو شمير ځوانانو د دوکړه مار ماما د ډول ډنگ ته د اتڼ لاسونه هم و اچول.
غونډې ښاغلي سالک ته د بلوونکو له لورې د ځيني ډاليو د هغه له لورې د غونډې له بلوونکو څخه د مننې په ويلو پاى ته ورسيده.