جنبش ګوند: د بشري حقونو دڅار ادارې رپوټ سم نه دی

دجنبش ګوند په فاریاب کې د ملکي وګړو په وژلو کې د دغه ګوند پورې د تړلو وسله والو لاس لرل رد کړي او د هیومن رايت واچ رپوټ یې د غرض څخه ډک یو رپوټ بللی دی.

د امریکا ټکساس کې یو شمېر کسان په ګولیو ویشتل شوي

د امریکا ټکساس ایالت په اسټین ښار کې پولیسو ویلي، د ډزو په دوو پېښو کې څو کسان په ګولیو ویشتل شوي دي. امریکايي رسنیو د لږ ترلږه یوه کس د وژل کېدو رپوټ ورکړی.

د مرمر ډبرو د صادرولو په خاطر له ترکمنستان سره تړون لاسلیک شو

د هرات د اقتصاد ریاست مسؤلین وايي چې له ترکمنستان څخه یو رسمي پلاوي د ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف له خوا هرات ته راغلي و څو په دغه ولایت کې د مرمر ډبري نرخ، کیفیت او نوعیت معلوم کړي. د دغه ریاست مشر عسکر اسعودي ازادي راډیو ته وویل، چې د مرمرین ډبرې د صادرولو په خاطر له ترکمنستاني پلاوي سره یوه شفاهي مقدماتي تړون هم وشو. اوس مهال د هرات په صنعتي ښارګوټې کې شاواخوا ۴۰ د مرمرو کارخانې فعال...

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټویټرپاڼه هک شوې

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله دفتر تایید کړې چې د هغه د ټویټر حساب هک شوی او کنټرول یې د هکرانو لاسته لوېدلی دی. اوسمهال څرګنده نه ده چې د ښاغلي عبدالله د ټویټر پاڼې هک کېدو عامل څوک دی او له کومه ځایه یې هک کړی.

اردوغان د ترکیې څارګرې ادارې او د پوځ ګډو ځواکونو مشري وغوښته

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هوډ لري د افسري پوهنځۍ لغوه کړي او د یوې لایحې له لارې به له پارلمانه غواړي چې د اطلاعاتو او ملي امنیت سازمان او همداراز د پوځ اعلی سرقومنداني ولسمشر ته وسپاري.

افغان ځواکونو د هلمند خانشین ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله

هلمندکې د افغان پوځ چارواکي وایي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیولې.

امریکا کې د بالون پرېوتو ۱۶ کسان وژلي

د امریکا ټکساس ایالت چارواکو تایید کړې چې سټین ښار ته څېرمه نن سهار د بالون پرېوتو په پېښه کې بالون کې ټول سپاره کسان مړه شوي. دغه بالون چې د راپورونو له مخې تر نسکورېدو وړاندې یې اور اخستی و، ۱۶ کسان سپاره وو او ټاکل شوې وه یواځې یو ساعت هوا کې والوزي.

غور کې هغه پلار نیول شوی چې ۶کلنه لور یې سپین ږیري ته په نکاح کړې

د غور امنیتي چارواکي وايي، هغه پلار يې نیولی چې خپله ۶ کلنه لور يې د یوې اوزې، یوې بوجۍ وریژو او یوه اندازه چای او خوږو په بدل کې یوه سپین ږیري ته په نکاح کړې ده. د عبدالکریم په نوم سپین ږیری چې ۶ کلنه نجلۍ يې ځانته نکاح کړې هم د پولیسو په توقیف کې دی. د غور د امنيې قومندانۍ د جنايې جرمونو د ادارې سرپرست محمد عظیم وکیلي ازادي راډیو ته وویل، د دې قضيې دوسیه بشپړه او څارنوالۍ ته استول شوې ده....

د روسیې په کمپیوټرونو کې د جاسوسۍ ویروس موندل شوی

روسیه وايي چې د ۲۰ سازمانونو په کمپیوټري شبکو کې یې داسې ویروس موندلی چې د جاسوسۍ لپاره استعمالیږي.

د چرګانو بوی د ملاریا په مخنیوي کې ګټوره نسخه

په یوې نوې څیړنې کې دا ثابته شوې چې د چرګانو بوی د شپې لخوا میاشې دیته نه پریږدي چې انسان ته نږدې شي.

په بلجیم کې یو کس د تروریزم په تور ونیول شو

په بلجیم کې پولیسو یو کس د تروریزم په تور نیولی دی. په هغه تور دی چې قصد یې درلود چې تروریستي برید وکړي او خلګ ووژني.

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.

اروپا ته پر ورکو افغانانو لټه

افغانستان کې د بېړنیو مرستو او پراختیا په نوم یوه اداره وايي په دغه هېواد کې د انسانانو قاچاق ډېر شوی دی. دومره ډېر لکه ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو کې چې و. دا اداره له افغان حکومته غواړي چې د دې ستونزې غم وخوري.

ترکيه کې د يووالې هڅه

ترکي ولسمشر رجیب طیب اردوګان اعلان کړی چې له ښه نیته د ټولو هغو کسانو پر ضد قضیې لغوه کوي چې د ده سپکاوی یې کړی و. خو ده پر امریکايي او اروپايي حکومتونه نیوکې وکړې. ويل یې هغه کسان چې د ناکامه کودتا د پلانوونکو په اړه اندېښمن دي د ترکیې دوستان نه دي

وېنزويلا کې لوږه

وېنزويلا کې د خوړو قحطي ده، همدې یې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشوماتو پر روغتیا ډېر بد اغېز کړی دی. ډېری وايي د ورځې درې وارې ډوډۍ نشي خوړولی. د هېواد په ځینو برخو کې لا هم خلک وږي او خوارځواکي دي. دلته د خوړو بیې لوړې دي او خلک یې وس نه لري.