ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


رينا اميري: د افغان مېرمنو د کار او زده‌کړو د حق د بېرته اعادې لپاره هڅې کوو

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي. هغې په خپل ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق د بېرته اعادې لپاره په خپل ټول توان هڅه کوي. هغې همدارنګه د یوه سوله‌ییز او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو ونډه مهمه بللې ده. اغلې امیري په خپل ټوېټر هغه شعارونه هم بیا شریک کړي چې د افغان ښځو د تعلیم او کار لپاره جوړ شوي. افغان فعالانو او نجونو د «ټول یا هيڅ» په شعارونو سره په دې وروستیو کې هغو کمپاینونو ته زور ورکړی چې هدف یې د هلکانو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پرانیستل دي. شاوخوا ۴۷۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطې او لېسې ښوونځي تړلي او په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل. په دې سربېره یې په تر ټولو وروستي محدودونکي اقدام کې د هغو لسګونه زرو ښځو د کار مخه هم ونیوله چې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې یې کار کاوه. د نجونو د پوهنتونو د تړلو او د ښځو د کار د مخنیوي په خاطر د طالبانو په چارواکو کلکې نیوکې وشوې. د کار د مخنیوي په غبرګون لسګونه بشرپاله او مرستندویه موسسو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول. د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو په غبرګون هم د پوهنتونونو لسګونو استادانو استعفاوې ورکړې او سلګونه نارینه محصلینو هم د طالبانو د پرېکړې په غبرګون درسونه پرېښودل او له پوهنتونونو ووتل. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي او هم اجازه ورکړي چې ښځې بېرته کارونو ته ستنې شي. همدا خبرې یکشنبه د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل د طالبانو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره یو وار بیا مطرح کړي او له هغه یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو پيغام خپلو مشرانو ته ورسوي. د ارګ په ټوېټر په یوه بیان کې د پوتزل او حنفي د لیدنې په اړه جزییات خپاره شوي. د حنفي په حواله ویل شوي چې دوی هڅه کوي نړیوالو موسسو ته د لا غوره کار او فعالیت شرایط رامنځته کړي. ملګرو ملتونو اندېښنې ښوولې چې د طالبانو د وروستیو بندیزونو په خاطر په افغانستان کې د بې‌وزلو کسانو شمېر په بې سارې کچه په زیاتېدو دی ځکه اکثر مرسته رسوونکو چې ژوند ژغورونکي مرستې یې رسولې خپل فعالیتونه ځنډولي.

02.01.2023 ازادي راډیو

ایران کې د مظاهرو دوام ؛ د امنیتي ځواکونو یو غړی د سمیرم په ښار کې وژل شوی

په ایران کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د امنیتي ځواکونو یو غړی د مظاهرو پر مهال په ډزو ویشتل شوی او وژل شویدی.

02.01.2023 امریکا غږ

تخار کې د لیمو د حاصلاتو زیاتوالی؛ بزګران د بازار له نشتوالي شکایت کوي

د تخار ولایت د کوکچې سیند پورې غاړې ولسوالیو یو شمېر بڼوالان وايي چې سږکال په دې ولایت کې د لیمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د بازار له نشتوالی شکایت کوي. د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ یو بڼوال عبدالمقتدر چې له ۸ کالو راهیسې د لیمو بڼوالۍ ته یې مخه کړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د لیمو د روزنې په برخه کې ډېر زحمتونه ګاللي دي، ځکه د لیمو بڼوالي ساده کار نه دی. سږکال حاصلات ښه دي، خو بازار نه لري. موږ یو من لیمو په ۳۵۰ افغانۍ پلورو چې دا د خپل کړې لګښت نه پوره کوي." د دې ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ یو اوسېدونکي علی احمد چې له لس کالو راهیسې د خپل د روزګار څرخ د لیمو حاصلاتو له لارې چلوي وايي: "د لیمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د لیمو د ونو بڼوالي ډېر زحمت غواړي، خو د بازار نشتوالی بزګران یې له ستونزو سره مخ کړي دي. له موږ نه په بازار کې یو من لیمو ۳۰۰ افغانۍ غواړي چې دا قیمت زموږ لګښت نه پوره کوي." دوی له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب مارکېټ پېدا کړي څو د بڼوالو اقتصادي ستونزې هوارې شي او ترڅنګ د لیمو بڼوالۍ وده وکړي. د تخار د درقد ولسوالۍ یو بڼوال ګل الرحمان ازادي راډيو ته وویل: "زه د لیمو ۸۰ ونۍ لرم، دلته هم تروه لیمو او هم خواږه لیمو موجود دي. تېرکال د لیمو بازار ډېر ښه وو یو من لیمو ۵۰۰ افغانۍ قیمت درلود، خو سږکال یې په ۳۰۰ افغانۍ نه اخلي. دولت باید زموږ محصولاتو لپاره بازار پیدا کړي څو د لیمو بڼوالۍ په هېواد کې وده وکړي." د تخار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست رییس رحیم الله احدي هم د ګروندګرو ستونزې مني او ټینګار کوي چې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندې په برخه کې دوی خپلې هلې ځلې پیل کړی دي. هغه وویل: "د کروندګرو شکایت پر ځای دی. یقیناً سږکال د مېوو مارکېټ پيکه دی او خوند نه لري. موږ خپلې هڅې پیل کړي او په راتلونکي کال کې به د مارکېټ او سړو خونو په برخه کې د کروندګرو ستونزې هوارې شي." د بڼوالو د خبرو له مخې، د لیمو یوه ونه له ۷ منو نیولي ان تر ۱۰ منو پورې لیمو نیسي او دوی سږکال ۷ کیلو لیمو په ۳۵۰ افغانۍ پلوري. د معلوماتو له مخې، د لیمو باغونه د تخار مرکز د تالقان ښار په شمول د دې ولایت په خواجه غار، دشت قلعه، ینګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدین، بهارک او بنګي ولسوالیو کې موجود دي او ددې ولایت لیمو د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

02.01.2023 ازادي راډیو

افغانستان کې د ښځو پر زدکړه او کار د بندیز خلاف د افغانانو لاریون؛ امریکا او نړۍ دې له طالبانو سره تعامل نه کوي

یو شمېر امریکا مېشتو افغانانو د یکشنبې په ورځ جنوري لومړۍ (مرغومي ۱۱) د سپینې ماڼۍ مخې ته د لاریون په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نړیولې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغان مېرمنو تر څنګ ودریږي او "د طالبانو جنسیتي اپارتاید رژیم" په وړاندې د هغوی د مبارزې ملاتړ وکړي.   

01.01.2023 امریکا غږ

افغان طالبان پاکستان ته: افغانستان لاوارثه ندی پاته، خپل د ملک دفاع ته آماده یو

واشنګټن  - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د داخله وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې "افغانستان لاوارثه ندی" او دوی (طالبان) آماده دي چې د خپل هېواد د علاقائي سلامتي او آزادۍ نه دفاع وکړي. وړاندې تر دې د پاکستان داخله وزیر رانا ثناالله ویلي و چې که تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له خوا پاکستان ته خطره پېښه شي او که افغانستان د تندلارو مرکزونه هلته له منځه یونه سي او خلک یې پاکستان ته ونه سپاري، نو پاکستان سره ګني دا قانوني صلاحیت شته چې په افغانستان کې دننه د تندلارو مرکزونه پخپله وځپي. د پاکستان داخله وزیر دا خبرې د اېکسپرس نیوز سره په مرکه کې کړي دي. د رانا ثنا الله دې خبرو ته د طالبانو دفاع وزارت، چې مشري یې د ملا یعقوب مجاهد په غاړه ده او هغه د ملا محمد عمر زوی دی، د اتوار/یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په جاري کولو سره غبرګون وښود. د طالبانو په اعلامیه کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دا وروستۍ خبرې چې ګني افغانستان کې دننه د ټي ټي پي مراکز شته دي او په پاکستان باندې حملې کوي، "پاروونکې او بې اساسه" بللي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې "د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي." طالبانو دا دعوه هم کړې چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه پخپله پاکستان کې دي او په دې اړه ګني شواهد هم موجود دي. طالبانو غوښتنه کړې چې پاکستان دې خپل تشویش د مفاهمت د لارې حل کړي، مګر دا یې ورسره زیاته کړې چې "افغانستان لا وارثه ندی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو، او دخپل ګران هیواد په دفاع کي ترهرچا ښه تجربه لرو." تر دې وړاندې کله چې پاکستاني ځواکونو څو ځله د افغانستان په سرحدي ولایتونو ګوله بارۍ کړې وې، هلته هم د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي و چې دا بریدونه یې د قامي مفاداتو په بنیاد برداشت کړي مګر آینده کې به د داسې حملو په خلاف چوپ پاته نشي. یاده دې وي چې تېره هفته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پاکستان افغان چارواکو سره دګډې پولې دښه انتظام، د ډپلوماټانو دامنیت پراخولو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په ګډون په یو لړ مهمو ستونزو خبرې اترې کوي. د خارجه دفتر ویاندې په اسلام اباد کې مطبوعاتو ته وویل چې افغانستان پاکستان ته ځېنې باورونه ورکړي دي او هیله ده چې خپلې کړې ژمنې به سرته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په وار وار دعوې کړي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان ځمکه کاروي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وړاندې هم ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رامنځته کېدو سره وسله واله ډله ټي ټي پي نوره هم پیاوړې شوې ده. خو په افغانستان واکمن طالبان او پخپله ټي ټي پي د پاکستان دا دعوې ردوي چې ګنې د پاکستان پرضد فعالیتونو لپاره پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره استعمالوي. یاده دې وي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کله چې طالبانو د افغانستان واک اختیار ترلاسه کړو نو پاکستان کې د هغوی واک ته په رسیدلو د خوښۍ جشنونه شوي و او هغه وخت د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي و چې افغان طالبانو "د غلامۍ زنځیرونه مات کړل". څېړونکي وایي پاکستان هیلې درلودلې چې افغان طالبان به ټي ټي پي د پاکستان پرضد د فعالیتونو څخه منع کړي خو برعکس په دې نزدیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ پېښې نورې هم زیاتې شوي او د دې پېښو ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

01.01.2023 ډیوه

د نوي کال په اوله ورځ کابل کې د طالبانو په چېک پوسټ بمي چاودنه شوې

واشنګټن (اېسوشیټډ پرس) - په کابل کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د جنوري په اوله نېټه، پوځي ائیرپورټ ته نږدې یو چېک پوسټې سره نږدې بمي چاودنه شوې او طالب چارواکي وایي چې په دې پېښه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. دا په نوي ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې لومړۍ چاودنه ګڼل کیږي. د دې حملې ذمه واري تر اوسه چا په غاړه نده اخیستې، مګر د داعش ډلې ځایي څانګه، داعش-خراسان له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک اختیار ترلاسه کړ، په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د داعش ډلې په بریدونو کې د طالبانو د ګشت ګاډي، پوستې، او د افغانستان شیعه مذهبه وګړي په نښه شوي دي. د کابل پوځي ائیرپورټ، د سېویلين ائیرپورټ نه صرف دوه سوه (۲۰۰) مټره فاصله لري او داخله وزارت ودانۍ ته نږدې پروت دی. داخله وزارت سره هم په اکټوبر میاشت کې یوه ځانمرګې چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه څلور کسان په کې وژل شوي و. د طالبانو د داخله چارو وزارت ترجمان، عبدالنافع ټکور وویل چې په چاودنه کې څو تنه مړه او زخمیان شوي دي، مګر هغه د مړو او زخمیانو کره شمېره بیان نکړه او نه یې هم د چاودنې په اړه نور جزئیات وړاندې کړل. ټکور همدومره وویل چې د پېښې په اړه د تحقیقاتو تفصیل به وروسته شریک کړی شي. که څه هم د طالبانو امنیتي ځواکونو د چاودنې په ځای کې تصویر اېستل او ویډیو جوړول منعه کول، خو د لېرې نه داسې ښکارېده چې چېک پوسټ ته نقصان رسېدلی دی. دا چاودنه په هغه سړک شوې ده چې کابل ائیرپورټ ته ځي او هغه علاقه کې همیش سخت امنیتي ګامونه اخيستل شوي وي، ځکه اکثره حکومتي ادارې او سفارتخانې او نور مهم ځایونو ته همدا سړک تللی دی. د کابل د پولیسو دپاره د طالبانو ترجمان خالد ځدراڼ د دې رپوټ تر خپرېدو پورې، د جنوري اولې نېټې د بمي چاودنې په اړه څه جزئیات ندي خپاره کړي.

01.01.2023 ډیوه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته د طالبانو خبرداری: افغانستان بې خاونده ندی

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د جنورۍ په لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان «بې خاونده نه دی» او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی.

01.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

01.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

01.01.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو چارواکي او طالبانو په غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار باندې د بندیز په موضوع خبرې وکړې

واشنګټن (اېسوشیټډ پرس)  - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي د اتوار/یکشنبې په ورځ د طالبانو د نایب وزیراعظم سره کتلي چې په غیردولتي ادارو (اېن جي اوز) کې د ښځو د کارکولو د بندیز په باره کې ورسره خبرې وکړي. طالبانو په دې وروستیو کې ټولې ښځې په غیردولتي موسسو کې د کار کولو نه منعه کړې او دلیل یې دا ویلی چې ګني هلته کې د اسلامي حجاب خیال نه ساتل کېده. په غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت بندیز د دې سبب شو چې یو شمېر لویې نړېوالې امدادي ادارې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي. د ښځو په کار باندې پابندي، دا یرې هم پیدا کړې چې خلک به د خوراکي موادو، تعلیم، د صحت خدماتو، او نورو اهمو خدماتو نه محرومه وګرځي، ځکه د افغانستان د نیمایي نه زیاته آباتي فوري بشري امداد ته ضرورت لري. امدادي ادارو خبرداری ورکړی چې د هغو د زنانه کارکوونکو منعه کېدل به تباه کنه نتایج ولري او د لاکهونو او زرګونو په شمېر کې افغانان به د طالبانو د دې فیصلې په اثر، مړه شي. د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ (یوناما) نایب مشر مارکوس پوټزل په کابل کې د طالبانو د وزیراعظم مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل چې هم د دې موضوع په اړه، او هم پوهنتونونو ته د ښځو/جينکو د نه پرېښودلو په موضوع باندې ورسره خبرې وکړي. یوناما په یو بیان کې ویلي دي چې: "په غیردولتي تنظیمونو کې د ښځو په کار کولو پابندي، د تعلیم او روزنې نه د جینکو او ښځو محرومه ګرځول په افغانستان کې په میلینونه شمېر کسانو ته نقصان رسوي او افغان نارینه، ښځینه، او ماشومانو ته د اهمو مرستو د رسېدو مخنیوی کوي." د پوټزل نه مخکې هم د ملګرو ملتونو چارواکو طالبانو سره په دې مسئلو خبرې کړې وې. تېره هفته د ګل/دوشنبې په ورځ د یوناما د دفتر نګران مشر رامیز الاکباروف د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سره کتلي و. دین محمد حنیف د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په غیردولتي تنظیمونو کې د افغان ښځو د کار نه کولو امر جاري کړی و او دعوه یې کړې وه چې ګني ښځې په هغو ادارو کې د اسلامي حجاب خیال په سمه توګه نه ساتي. هغه دا هم ویلي و چې که هر تنظیم یا امدادي ادارې دا امر ونه منلو، په افغانستان کې به یې د کار جاري ساتلو جواز لغوه شي. په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امداد د برخې مشر مارټین ګرېفېټ د افغانستان په سفر ولاړ شي او د پابندیو په اړه طالبانو سره خبرې وکړي. په افغانستان کې بشري المیه ورځ تر بلې زیاتیږي او هغه کسان چې په داسې حالاتو کې سخت امداد ته ضرورت لري، همدا غیردولتي تنظیمونه ورته بنیادي خدمات او مرستې رسوي. کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله او د امریکا او نېټو ځواکونه د شل کلن جنګ نه پس افغانستان نه ووتل، د افغانستان اقتصاد سخت راولوېد، ملینونه کسان د سختې غریبۍ او لوږې سره مخ شول، او بهرنۍ مرستې هم اکثره یو دم بندې شولې. بل اړخ ته په طالبان مشرانو باندې چې کومې پابندۍ لګېدلي، د بنکونو لېن دېن بند شوی، او د افغانستان په بلینونو ډالره خارجي زرمبادله په بهر کې کنګل پاته شوې ده، دې ټولو د افغانستان رسایي نړېوالو ادارو ته هم بنده کړې ده. بل پلو د ملګرو ملتونو د یوې سروې ترمخه، افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د غیردولتي موسسو یو په درېیمه برخه دې ته مجبوره شوې چې د طالبانو له خوا د لګول شوې پابندۍ په بنیاد خپل فعالیتونه اویا فیصده راکم کړي او یو په درېیمه بله برخه یې خپل کارونه بالکل معطله کړي دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د چارواکو وینا ده چې په افغانستان کې د سروې شوو ۱۵۱ غیردولتي ادارو له منځه، شپږاتیا فیصده ٪۸۶ یې یا خپل کارونه بالکل درولي، او یا یې عرضي معطل کړي دي.

01.01.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: د ښځو په کار د طالبانو له بندیز وروسته ۳۸ فیصده موسسو افغانستان کې خپل کار ځنډولی

د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، د ارزونو پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله ۳۸ سلنه خیریه موسسو چې اکثریت یې د ښځو له خوا رهبري کېږي او یا هم پر ښځو تمرکز کوي، خپل فعالیتونه بند کړي دي. 

01.01.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

01.01.2023 امریکا غږ

زېلنسکي د نوي کال په شپه په اوکراین باندې د روس د میزائیلو حمله وغندله

واشنګټن  - د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د نوي کال په شپه یو ویډیویي پیغام کې، په اوکراین باندې د روس د میزائیلو وروستۍ حمله غندلې ده. د خالي/شنبې په ورځ د روس ځواکونو د اوکراین په بېلابېلو برخو کې حملې وکړې. زېلنسکي د دې برید په غبرګون کې وویل: "ترهګر ریاست ته به په هېڅ قسم معافي ونشي. او هغه کسان چې د دغسې حملو هدایت جاري کوي، او هغه څوک چې یې ترسره کوي، هغوی به ونه بخښل شي." د اوکراین صدر پخپل ملک باندې د روس د پوځي یرغل د اولې ورځې په یادولو سره وویل، "مونږ ته وویل شول چې بغیر د تسلیمېدو/سرېنډر نه بل هېڅ لاره نلرو. مونږ وایو چې د کامیابۍ نه بغیر بله لاره نلرو." د نوي کال د پیل نه چې قریب نیم ساعت تېر شوی و، بیا هم روسانو د اوکراین په سرښار کیيف باندې د میزایلو حملې وکړې. د کيېف مېئر ویتالي کلېچکو ویلي چې د هغه ښار په دوه علاقو باندې میزائیلونه لګېدلي دي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي. په سیمه کې شاهدانو روئټرز خبري ادارې ته ویلي چې په اوکراین کې یو ځل بیا د حملو سائرنونه وغږول شول. د خالي/شنبې په ورځ چې روسانو په اوکراین د میزائیلو څه حملې وکړې، په کې یو تن مړ او لږ تر لږه دېرش (۳۰) تنه نور زخمیان شول. په کيېف او نورو علاقو کې اته زورورې چاودنې واورېدل شوې. د پوټین د نوي کال تقریر د خالي/شنبې ورځې په سهار د روس صدر ولاډیمیر پوټین په یو ویډیویي پیغام کې چې د روس سرکاري ټي وي خپور کړ، وویل چې ملک یې په اوکراین کې په دې خاطر جنګ کوي چې خپله "مورنۍ خاوره" محفوظه وساتي او خلکو ته یې "حقیقي آزادي" یقیني کړي. پوټین په مغربي ملکونو تور ولګولو چې ګني روس ته یې دروغ ویلي او ماسکو یې دې ته پارولی چې په اوکراین باندې حمله وکړي. پوټین دې حملې ته "ځانګړي پوځي عملیات" وایي. پوټین وویل: "مغرب د امن په اړه دروغ وویل. هغو د یرغل دپاره آمادګي نیوله... او اوس هغوی د بد نیت څخه غواړي چې اوکراین او د اوکراین خلک، د روس د کمزوره کولو او تقسیم کولو دپاره استعمال کړي." پوټین وویل چې دوی به دې کار ته اجازت ورنکړي. په امریکا کې د جنګ د مطالعاتو د انسټیټوټ په نوم یوه تحقیقاتي اداره وایي، پوټين کوښښ کوي چې د اوکراین جګړې ته څه جواز پیدا کړي، مګر دې کار کې پخپل صلاحیت یقيني نه ښکاري.

01.01.2023 ډیوه

پاکستان کې زنداني افغان مېرمنې وايي د قید موده یې بشپړه شوې خو لا هم بندي دي

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په لسګونو بندي افغان مېرمنې وايي، د بند موده یې پوره شوې، خو لا هم ازادې شوي ندي.

01.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

01.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more