بریتانیا مېشتی افغان ډاکټر د سکایپ له لارې د ناروغانو درملنه کوي

په ۱۹۹۰ کال کې چې کله ۱۵ کلن آرین له افغانستانه بريتانیا ته ورسېد، ده ته ویل شوي وو چې ټکسي چلوونکی به شي. خو څو کاله وروسته نوموړي په کېمبرېج پوهنتون کې درس پيل کړ او اوس د سکایپ له لارې په کابل کې له افغان ډاکترانو سره مرسته کوي.

یوناما د اچین بمباري وغندله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت ( یوناما) د پنجنشبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ په ولسي خلکو د امریکايي ځواکونو د ډرون برید وغانده او د بې طرفه تحقیقاتو د کېدو غوښتنه یې کړېده. دغه برید چې د چارشنبې په ورځ وشو په کې ۱۵ ولسي خلک وژل شویدي. په اعلامیه کې راغلي: " یوناما له افغان حکومت او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونوڅخه غواړي چې د...

خوست کې د قبایلي سیمو مېشت کډوال کور ته ستنېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي

اکستاني چارواکو د وزیرستان هغو کډوالو ته چې د پاکستان پوځ د ضرب عضب نومي عملیاتو پایله کې د افغانستان خوست ولایت ته کوچېدلي وو، ویلي چې د تورخم له لارې پاکستان ته نه شي تلی.

په هند کې افغان سفیر د پاکستان په خاوره کې د عملیاتو لپاره مودي وستایه

  افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې په شکمنو جنګیالیو د هند پوځي عملیات وستایل. هند د پنجنشنبې په ورځ وویل د هغو جنګیالیو پرضد یې هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پټه د هند خاورې ته ننوځي او په لویو ښارونو کې بریدونه کوي. هندي چارواکو ویلي عسکرو یې په لسهاوو جنګیالي وژلي او له لمر لوېدو مخکې بیرته خپلو اډو ته ستانه شوي خو د دغو عملیاتو په اړه یې د نورو جزئیاتو له ورکولو...

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتلولي شاهین اسمايي وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه کې اسمايي شاهين لوبډلې ميوند اتلانو ته د ۲- ۱ پر وړاندې ماته ورکړه او دغه اتلولي يې خپله کړه.لوبې ته د پر مرکز کابل سربېره د کندهار، هرات، ننګرهار، مزار او نورو ولایتونو هم د فوټبال مینوال راغلي وو.

جنرال وفادار: د هلمند او ارزګان د نیولو هڅې مو شنډې کړي

د افغان پوځ یو چارواکی وایي، په تیرو شپږ میاشتو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د سیمې د استخباراتو په ملتیا د هلمند او ارزګان د ولایتونو د نیولو هڅې یې شنډې کړي دي.

کرزی: د سولې په لاره کې که بې عزته هم شم پروا یې نه کوم

داستاد رباني د پنځم تلین په مناسبت غونډه کې یو شمیر ګډونوالو پخواني جمهوررئیس کرزي په خلاف شعارونه ورکړل، خوکرزي وویل که د سولې په لاره که بې عزته هم شي پروا یې نه کوي.

پاکستان د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې تړون هرکلی وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیکېدلو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې له نورو وسلوالو ډلو سره هم ورته تړونونه وشي.

د انګور اډې سیمه کې د ډیورنډ په کرښه جوړه شوې دروازه ونړول شوه

چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت د انګور اډې سیمه کې هغه جوړه شوې دروازه چې تیر کال پاکستان افغانستان ته سپارلې وه، د ډیورنډ د کرښې اوږدو کې پرتو قومونو له خوا ونړول شوه.

د نړۍ لسګونو مشران د شېمون پېرېز جنازه کې گډون لري

د نړۍ لسګونو مشران د اسراییل د پخواني ولسمشر شمعون پېریز د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته لاړل، خو د سیمې له هېوادونو یواځې اردن دغو مراسمو ته خپل استازی لېږلی دی.

احسان الله درمل پر حس اميزي غږېږي

د ازادي راډیو په روانه خپرونه کې له شاعرې او ليکوالې زينب سالک سره د مسعودې نيازۍ مرکه اورئ.

میدان وردګ چارواکي: حقاني شبکې یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګ ولایت کې د حقاني شبکې یو پېژندل شوی قوماندان حاجي یوسف ووژل شو. د دې ولایت ویندوې عبدالرحمن منګل پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل،د حقاني شبکې یو شمېر وسله‌والو چې قوماندان حاجي یوسف یې مشري کوله، پرون د ملا خېلو په کلي کې د حزب اسلامي پر پلویانو حمله کړې وه. د دواړو خواوو ترمنځ په‌دې نښته کې د حقاني شبکې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ زخمیان دي.

"ځینې خلک پر حکمتیار لا هم بې باوره دي"

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د انجنیر ګلبدین حکمتیار او افغان دولت ترمنځ د سولې پر هوکړه په یوه لیکنه کې ویلي، ځینې خلک پر ښاغلي حکمتیار بې باوره دي.

اوباما د شیمون پیریز د جنازې لپاره اسرائیل ته سفر کوي

سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس براک اوباما به د اسرائیل د پخواني جمهور رئیس شیمون پیریز په جنازې کې وینا هم وکړي

څوارلس افغانان په ایران کې د موټر په ټکر کې وژل شوي

د ایران یو سرکاري خبري اژانس ویلي دي چې دا ټکر د دوه پیکپ موټرو تر منځ شوی او ټول وژل شوي غیرې قانوني افغان مهاجر دي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more