ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایمنیسټي انټرنېشنل: په افغانستان کې دې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وشي

واشنګټن ــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمیسټي انټرنېشنل وایي طالبانو په افغانستان کې د واک تر اخیستو وروسته د بشري حقونو د سپکاوي او سرغړونو نوې دوره پیل کړې ده، چې وایي له کبله یې یو کال وروسته دا هېواد د نه را ستنېدونکې بربادۍ پر څنډه ولاړ دی. د ایمنیسټي انټرنېنشل د جنوبي اېشیا څانګې د فرورۍ پر څورلسمه پر خپله ویبپاڼه له خلکو د هغې غوښتنې د لاسلیک کولو غوښتنه کړې، چې پکې ویل شوي په افغانستان کې دې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د لاسته راوړنو د ضایع کېدو مخه ونیول شي. د بخښنې نړیوال سازمان پخپل بیان کې ویلي، چې نه یواځې د طالبانو چارواکو د افغانانو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې خپله ژمنه ماته کړې، بلکې د تشدد لړۍ یې بیا پیل کړې او په پوره معافیت سر یې له بشري حقونو سرغړونې پیل کړې دي: "دوی په یو کال کې په منظم ډول د بشري حقونو د ساتنې بنیادي بنسټونه وران کړي او د بیان پر ازادۍ، غونډه، منصفانه مقدمه او نورو حقونو یې بندیز لګولی، د ښځو او نجونو بنیادي حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي". ایمنیسټي انټرنېشنل وایي د طالبانو په اوسني حکومت کې په زرګونو افغانان په خپلسرې توګه بندیان شوي، ځورول شوي، ورک شوي او حتی وژل شوي دي. وایي خبریالان، فعالان، د بشري حقونو مبارزین، هنرمندان، د تعلیم ماهرین، مذهبي او نسلي اقلیتونه په ځانګړې توګه په خطر کې دي: "بشري حقونه په ټولو برخو کې له برید سره مخ دي، دا باید ودرول شي". ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې وایي څنګه چې د افغانستان خلکو مسلسل د توفان غوندې زړورتیا ښکاره کړې باید د دوی ملګرتیا وشي او په ازادۍ، عزت او برابر کې د دوی د ژوند کولو د حق لپاره ږغ اوچت شي: "د طالبانو پر واکمنو چارواکو ږغ وکړئ چې په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خوندیتوب ضمانت یې ورکړي ". د بخښنې نړیوال سازمان پخپله غوښتنه کې د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي چې له طالبانو وغواړي، په افغانستان کې دې د نسلي او مذهبي لږکیو، ښځو او نجونو، د ایل جي بي ټي ای کسانو، د بشري حقونو د مدافعینو، د مدني ټولنې د غړو، قاضیانو، وکیلانو، پخوانيو سرکاري چارواکو، خبریالانو او د نورو خلکو د وژنې او پر هغوی د بریدونو په ګډون د بشري حقونو پراخې سرغړونې سمدستي ختمې کړي. ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونه، په هر عمر کې تعلیم ته د لاسرسي په ګډون باید سمدستي د سکولونو او پوهنتونونو په پرانستلو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په باوري کولو او ښځو ته د کار کولو د اجازې په ورکولو سره خوندي شي. په دغه درخواست کې له طالبانو غوښتل شوي چې د بيان او د غونډو د ازادۍ په برخه کې د افغانانو د حقوقو ضمانت وکړي، د خلکو تښتول، خپلسره نیول کېدل او د خبريالانو وهل ختم کړي او د ښځینه احتجاج کوونکو په ګډون د سوله ييزو مظاهرو ضمانت ورکړي. طالبانو تر اوسه د ایمنیسټي انټرنېشنل تازه تورونو او غوښتنو ته په رسمي توګه څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د نړیوالو ادارو لکه ملګرو ملتونو، د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادارې رپوټونه رد کړي وو.

15.02.2023 ډیوه

پېښور: د فعالې ګلالۍ اسماعیل مور او پلار د ترهګرۍ ضد عدالت بري کړي

د بشري حقونو فعالي ګلالۍ اسماعيل  پلار پروفېسر اسماعیل او مور یې د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت نن د شورو/چهارشبنې په ورځ [15 فرورۍ] بري کړي دي، پروفېسر اسماعیل وايي په کال 2020 کې پرې تور لګول شوی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] غړي دي او د ترهګرۍ مالي مرستې کوي.

15.02.2023 ډیوه

متقي: افغانستان کې داعش نشته او موږ چاته د ضرر رسولو پالیسي نلرو 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه د روسیې په مشرۍ د (ډله ییز امنیت تړون) د لوی درستیز څرګندونې رد کړي او ویې ویل چې له افغانستان څخه هیچا ته ګواښ نشته.

15.02.2023 امریکا غږ

غزني کې د اوسېدونکې بنګالۍ مېرمن 'صوفيه' د ژوند کيسه

شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې غزني ته را واده شوې بنګالۍ سلطان بي بي اوس بریالۍ شوې چې له خپلو اولادونو او کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړي. د بنګال صوفیه، د غزني اوسنۍ سلطان بي بي وايي، خوشحاله ده چې په انټرنیټ کې ورسره خبرې کوي، خو غواړي چې یو ځل بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته ستنه شي. دا وايي، څو ځله یې هڅه کړې ده چې ویزه واخلي خو بریالۍ شوې نه‌ده. سلطان بي بي اوس د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې به دې برخه کې ورسره مرسته کړي. نور حال د لاندې غزيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

15.02.2023 ازادي راډیو

خلیلزاد: داعش د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی

په کابل کې د داعش ډلې پر یوه مرکز د طالبانو حکومت د عملیاتو سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، دغه ډله د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن بللی دی.

15.02.2023 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ د ميينانو ورځ څه ته وايي؟

د ميينانو د ورځ تاريخ او دا چې ولې دا ورځ نړيواله شوه مالومات درکوو، شعرونه، د کتاب علمي بهير د رضاکاره ځوانانو له‌خوا د کتابونو راټولول. دغه راز لوګر کې د يوه نيمګړي موزيم حال، کيسه او پر کيسه نقد مو هم، همدې خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

15.02.2023 ازادي راډیو

لویډ آسټن: هیله من یم اوکراین د روسیې په ضد خپل یرغلیز پسرلني بریدونه پیل کړي

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د سه شنې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) وویل تمه لري چې اوکراین د روان میلادي کال په پسرلي کې په خپل هیواد کې د روسیې په وړاندې تازه یرغلیز بریدونه پیل کړي.

15.02.2023 امریکا غږ

دترکي اؤ‌ شام زلزله کې د مړو شمیره 41 زرو څخه اوښتې ده

په ترکي اؤ‌ شام کې په شپږمه فرورۍ د راغلې سختې زلزلې له امله د مړو شمیره د41 زرو څخه اوښتې ده چې دعرب میډیا له مخې  په دې کې 35 زره اؤ 418 کسان په ترکي اؤ 5 زره اؤ 800 کسان په شام کې مړه شوي دي. دصحت نړيوالې ادارې په ترکیې کې د تېرې اوونۍ زلزله د یورپ په سل کلن تاریخ کې تر ټولو خونړی قدرتي‌ افت بللی دی. رسنیو د ترکي دصدر طیب اردوان له خولې ویلي چې د 22 لکو نه زیات خلک د زلزله ځپلو سیمو نه وتلي دي. هغه اعلان کړی چې تر څو وروستی تن هم دملبې څخه نه وي راویستل شوی ترهغې به دمرستې فعالیتونه دوامداره وي. دا په داسې حال کې ده چې په ترکي کې د ژغورنې کارکونکو له خونړۍ زلزلې څخه نزدې 200 ساعته وروسته هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ژوندي کسان موندلي دي. د ترکیې په سمنداګ او هېټې ولایتونو کې اوسېدونکي سرټکوي چې حکومت د ژوندیو کسانو د موندلو په برخه کې کافي‌ څه نه دي‌ کړي. پوهان خبرداری ورکوي چې د نورو ژوندیو کسانو د موندلو لپاره وخت په خلاصېدو دی ځکه له زلزلې وروسته د دومره وخت له تېرېدو سره د هغوی د ژوندي‌ پاتې کېدو چانس کمېږي.

15.02.2023 ډیوه

کوهاټ:دسکرو درنګ کې دچاودنې له امله یو مزدور وژل شوی،څلور ژوبل

دخیبر پښتونخوا دکوهاټ په دره ادم خیل سیمه دسکرو په درنګ کې چاودنه شوې چې یو مزدور پکې وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي. دمرستندویه ادارې سرچینو داتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د دره ادم خیل په اخوروال سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې مزدورانو د سکرو په یو درنګ کې کار کولو. سرچینې وایي دچاودنې له امله په مزدورانو دسکرو دغه درنګ ناستی دی اؤ هغوي یې ورلاندې ګیر شوي دي. دپېښې داطلاع رسېدو سره سم دپېښور اؤ کوهاټ نه مرستندویه فعالین دغه سیمې ته رسیدلي اؤ دمرستې فعالیتونه یې پیل کړي دي. دغه سرچینې ډیوه ته وویل په درنګ کې پینځه مزدوران ګیر شوي وؤ چې په هغې کې یو تن مړ شوی اؤ‌څلور نور په ژوبل حالت کې راویستل شوي اؤ هسپتال ته رسول شوي دي. دپاکستان په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې وخت په وخت د سکرو درنګونو کې د خواریکښو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راځي   سکرو يا کولې د مزدورانو د حقوقو لپاره د کار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" ترمخه تېرکال 2022م کې په ټول ملک کې  157 دسکرو په درنګونو کې کار کوونکي مزدوران دچاودنو اؤ نورو بیلابیلو پېښو له امله مړه شوي چې په دې 89 کان کيدونکي یوازې په بلوچستان صوبه کې مړه شوي دي.

15.02.2023 ډیوه

علي وزیر:ته داځل وزیرستان ته عملیاتو لپاره راشه نو غاښونه دې وکاږم

قابو دوه نیم کاله وروسته له زندانه خوشې شوي دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دپارلیمان غړي علي وزیر د پاکستان پوځ د کرایه د پوځ په نوم یاد کړی اؤ ویلي یې دي دپردیو په وینا پوځ یو ځل بیا په وزیرستان کې اپریشن کول غواړي خو وایي کله به هم ورته دعملیاتو اجازه ورنکړل شي. دنهې په ورځ دکراچۍ زندان څخه له خوشې کیدو سمدستي وروسته هغه دکراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې دپښتنو یوې سترې غونډې ته جذباتي وینا کړې ده ،د "لر وبر یو افغان" شعارونه یې ورکړي اؤ له خلکو یې قول اخستی که په پښتنه خاوره عملیات کیږي نو ټول به یې په ګډه مخه نیسي. هغه وویل "مونږ دې کرایه کش پوځ ته نور اجازت نه ورکوؤ چې دپښتون په مظلومه خاوره باندې نور اپریشنونه وکړي" دعلي وزیر په وینا "په پارلیمان کې یو منسټر ویلي چې وزیرستان کې به بیا د ضرب عضب په غوندې اپریشن کیږي ، زه ورته وایم ، په پارلیمان کې به یې هم ورته ووایم، دلته یې هم ورته وایم ، ته راشه وزیرستان ته چې غاښونه دې وکاږم" هغه دپاکستان په ریاست غږ وکړو چې دمذهب نوم استعمالول پریږده،د ډالرو په بدل کې مذهب خرڅول، اؤ دشهادت په نامه ب پښتانه وژل پریږده. وي ویل "هغه خاوره باندې چې تر اوسه پښتنو ژوند همیشه لپاره په غیرت تېر کړی دی،تا په مختلفو نومونو باندې  دغه خاوره ژړولې ده " علي وزیر وویل دبند په موده کې ورته دپوځ پخواني مشر جنرال باجوه دجرنیلانو اؤ کرنیلانو په خوله ځوابونه لیږل چې باید ده سره وویني. "ما ورته وویل چې ترڅو پورې مې دی په ګونډو کړی نه وي ترهغې نه ورسره میلاویږم" علي وزیر وویل باجوه اؤ دده کمپنۍ( دپاکستان ریاستي ادارو) چې د لر وبر پښتنو په خاوره څومره ظلم کړی دی په هغې دې معافي وغواړي. "زه ورته چیلینج ورکووم چې ته به معافي غواړې که معافي دې ونه غوښته نو دا خلک به را اوځي تا به له ګریوانه رانیسي اؤ په تا به معافي غواړي" هغه وویل نن دوي( ریاستي ادارو) پخپله یو وارې بیا دپښتنو په خاوره دترهګرۍ بهیر چټک کړی اؤ په پېښور کې چې وروستۍ چاودنه وشوه نو عامو خلکو اؤ ادارو پخپله وویل" یہ جو نامعلوم ہے۔ یہ ہمیں معلوم ہے" . هغه وویل" 26 میاشتې مې زندان تېرکړو ،26 میاشتې یا دوه میاشتې دا هیڅ خبره نه ده خو ما ورته ویلي دي چې تا اؤ دپاکستان ریاستي ادارو دخپل وخت نه ناجایزه فایده واخسته ، اوس زمونږ وخت دی ، اوس به مونږ هغه کار درباندې کوؤ هغه تا چې واړه واړه ماشومان اؤ بچیان ژړول" دپاکستان پوځ یا حکومت لا په سمدستي توګه دعلي وزیر تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې چې وخت په وخت دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په ریاستي ادارو دپښتنو د وژنې تورونه لګولي نو پوځ اؤ حکومت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ ویلي یې دي پي‌ ټي ایم دا تورونه د "دښمن" په لمسه لګوي اؤ د بهر نه ورته پنګې ورکړل کیږي

15.02.2023 ډیوه

د میشګن له برید وروسته، بایډن له کانګرس څخه د وسلوالو تاوتریخوالو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه  

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) ددغه هیواد پر کانګرس غږ وکړ چې د وسلو په مرسته د تاوتریخوالو په وړاندې اقدام وکړي.

15.02.2023 امریکا غږ

دپې ایس ایل سیالۍ:پېښور زلمي کراچي کنګز ته په دوؤ منډو ماتې ورکړه

دپاکستان سپر لیګ کرکټ داتم پړاؤ دپیل شوؤ لوبو په په دویمه سیالۍ کې دپېښور زلمي لوبډلې د یوې زړه راښکونکې مقابلې وروسته کراچي کنګز لوبډلې ته په دوؤ منډو ماتې ورکړې ده. دنهې په ورځ کراچۍ کې ترسره شوې دې سیالۍ کې دکراچي کنګز کپتان عماد وسیم ټاس وګټلو اؤ پېښور زلمي تې وړومبی د بیټنګ بلنه ورکړه. دپېښور زلمي لوبغاړي چې کله بیټنګ ته را ووتل نو په ټاکلو 20 اوورونو کې د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان 199 منډې جوړې کړې. دپېښور زلمي دمنډو جواب کې کراچي کنګز په 20 اوورنو کې دپینځوؤ لوبغاړو په تاوان 197 منډې جوړې کړې دي. دپېښور زلمي بابر اعظم د68 اؤ ټام کوهلر کیډمور د92 منډو په جوړولو وتوانېدل. دکراچۍ کنګز کپتان عماد وسیم پرته له سوځېدو80 اؤ شعیب ملک پرته له سوځېدو 52 منډې جوړې کړې، وکټ کیپر بیټر میتهیود ویډ په 23 منډو جوړولو وسوځیدو. دپېښور زلمي له لوري وهاب ریاض اؤ جمي نیشم دوه،دوه اؤ سلمان ارشاد یو لوبغاړی وسوځول. دکراچي کنګز میرحمزه، اینډریو ټائي،عمران طاهر ؤ بین کټنګ یو،یو وکټ ترلاسه کړی دی.

15.02.2023 ډیوه

په کوټه کې د یوې کورنۍ د څو کسانو د جبري بې درکۍ په ضد احتجاج شوی

کوټه ـــــ پرون د کوټې پریس کلب مخې ته د رحیم زهري په ګډون د هغه د کورنۍ د څلورو نورو کسانو د بې درکه کېدو په ضد احتجاجي مظاهره شوې ده، چې پکې د بي این پي مېنګل، نېشنل ډیموکرېټ ګوند او د مدني ټولنې فعالینو ګډون کړی وو. تر مظاهرې وروسته د دې کورنۍ څو تنه را خوشي شوي دي. د بلوچستان د خضدار ضلعې اوسېدونکی رحیم زهری، د ده مېرمن رشیده بلوڅ، د ده مور 65 کلنه بي بي بس، څلور کلن ماشوم او د یونیم کال ماشومه د فرورۍ په دریمه په کوټه کې له کوره په جبری توګه بې درکه شوي دي. مېرمن بي بي بس او د هغې دوه لمسيان دوې ورځې وروسته خوشې شول، خو رشیده بي بي د سه شنبې- نهې په ورځ تر مظاهرې نیم ساعت مخکې خوشې شوه، خو زوی يې محمد رحيم زهری لا هم ورک دی. د بي این پي د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبی مري وویل چې د فرورۍ په دریمه نېټه د کوټې په سریاب سیمه کې د شپې په یوه نیمه بجه "امنیتي ادارو په زوره یووړل". محمد رحیم زهری د خضدار دی خو اوس یې په کوټه کې سبزي پلورله او د کرایې په کور کې یې استوګنه کوله. د عبدالرحیم خسر عبدالغفار زهري چې په لاريون کې ګډون درلود وويل چې تر مظاهرې مخکې ده ته ټیلیفون راغى او ورته ویې ویل: "هوايي ډګر سړک ته یواځې راشه لور دې بوځه. کله چې زه د اېرپورټ سړک د نادرا دفتر ته نیژدې له رکشې کښته شوم، لور مې هلته یواځې ولاړه وه، زما په لیدو یې و ژړل". وایي له هغه ځايه یې خپله لور په رکشه کې کور ته بوتله او بيا احتجاجي مظاهرې ته راغی. ده وويل، "زما لور رشيدې وويل چې دوی له یو بله جلا ساتل شوي وو، ډېره په ویره کې وه، خو تشدد نه دی ورباندې شوی". د رحیم زهري مور د خپل زوی او کورنۍ په جبري توګه د بې درکه کېدو په اړه ویلي چې د فرورۍ په درېیمه د شپې رحیم زهري خپله مېرمن روغتون ته بېولې وه چې  د سریاب په کلي ګشکوري کې  چادونه وشوه. هغې وويل دروازه وټکېده کله چې يې دروازه خلاصه کړه، يو شمېر کسانو- چې وردۍ یې اغوستې وې- کور ته له ننوتو سره سم يې د کور تلاشي پيل کړه. وایي دې ورته ویل "موږ بېوزله خلک یو او هیڅ نه لرو، خو هغوی زما د زوی او نږور په اړه لټون او پوښتنې کولې". مېرمن بي بي بس وایي زوی او لور یې په کور کې نه وو، نو هغو خلکو د هغوی انتظار وکړ او چې کله يې زوى او لور راغلل دوی ټول "زما زوى، زه، نږور او لمسيان يې په موټرو کې کښېنولو او یو یې وړلو". بي بي بس مېرمنې وويل نه پوهېږي دوى چېرې وړل شوي وو، خو له نيم ساعت وروسته په يوه ځاى کې کښته شوي دي، وایي" دوې ورځې وروسته یې زه او زما لمسیان پریښودل"، خو وایي معلومه نه ده چې د دې زوى یې چېرې وړی دی. د بلوچستان د لادرکه شویو خلکو د سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ وويل چې د رحیم زهري او د هغه د کورنۍ د نورو غړو د جبري بې درکه کولو د قضې لپاره د سریاب پولیس سټېشن ته د مقدمې درج کولو لپاره ورغلي دي خو پوليسو یې تر اوسه مقدمه نه ده درج کړې. د بلوچستان د کورنو چارو صوبایي وزیر ضیاء لانګو وایي، "دغه کورنۍ چې د کومو ادارو نومونه یادوي هلته دوی پوښتنه وکړه له هغه ځایه ورته رپوټ راغی چې دوی له یوې ادارې سره نه شته". د کورنیو چارو صوبایي وزیر وایي سردار اختر مېنګل د بې درکه شوو کسانو د کمېشن مشر دی هغه ډېر ښه کار کوي، وایي‌ د بلوچستان هایکورټ صوبایي حکومت ته د کمیشن جوړولو امر کړی چې مشري به یې د کورنیو چارو وزیر کوي: "په دې کمیشن کې دوه د حکومت او دوه د مخالفې ډلې غړي هم شامل دي، پر دې باندې موږ کار کوو، دا ډېره غټه ستونځه ده چې یواځې د کورنیو چارو د وزیر په وس کې نه ده". په  بلوچستان کې د بې درکه شو خلکو سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز دعوه کوي چې د خلکو په جبري بې درکه کېدو کې استخباراتی ادارې لاس لري خو حکومت بیا وايي داسې خلک هم شته چې د امنیتي ادارو په ضد باندې  منفي پروپېګنډې کوي او دوی بدنامه کول غواړي.

15.02.2023 ډیوه

طالبان وایي کابل کې یې د داعش درې غړي وژلي دي

د طالبانو یو چارواکي د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) وویل چې د هغوی د استخباراتو  ځواکونو په کابل کې د شپې له خوا په یو لړ عملیاتو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې درې غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی.

15.02.2023 امریکا غږ

د ۲۱ پیړۍ پر لسو مرګونو زلزلو کتنه، دې زلزلو څومره کسان وژلي؟

یوې پیاوړې زلزلې د ۲۰۲۳ کال د فبروري‌ په شپږمه نیټه ترکیې او سوریې ته ټکان ورکړ چې دا په ۲۱ قرن کې پنځمه مرګژونې زلزله شمیرل کیږي.

15.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more