ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

06.03.2023 امریکا غږ

بایډن د جاپان او جنوبي کوریا ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د اعلان هرکلی وکړ

متحده ایالاتو د جنوبي کوریا لخوا د هغو اعلان شويو پلانونو ستاینه وکړه چې د جاپان د جګړې د وخت د جبري کار قربانيانو ته تاوان ورکوي.

06.03.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

06.03.2023 امریکا غږ

امریکا یوې افغانې ته د زړورتیا جایزه ورکوي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانې فعالې ذاکره حکمت ته د زړورتیا جایزه ورکوي. ذاکره د هغو ۱۱ زړورو ښځو په ډله کې ده چې په ۲۰۲۳ کال د زړورتیا جایزه ورکول کېږي. 

06.03.2023 امریکا غږ

د هندوستان سپریم کورټ د تاریخي ځایونو نومونه بدلولو دپاره خواست رد کړی

د بهارتیا جنتا پارټۍ یو مشر الوک وتس د اپادهیای د خواست دفاع کړې ده. هغه وي او ای ته وویل چې مسلمانانو حکمرانو په عمومي توګه د هندوانو مندرونه ړنګ کړي او په زور يې هندوان مسلمانان کړی نو ځکه د پخوانیو نومونو احترام ضروري نه  دی او تبدیلي يې جایزه ده

06.03.2023 ډیوه

په ایران کې د نجونو زده کوونکو ډله ییزه مسمومېدا

د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي په ښوونځیو کې د سلګونو نجونو مسمومېدا نه بخښل کېدونکی جنایت وباله. هغه د دې بریدونو عاملانو ته د سختې سزا امر کړی. په ایران کې سلګونه نجونې دا څو وروستۍ ورځې په زهرجنو ګازو مسمومې شوي. عصمت څاروان او نور جزییات

06.03.2023 ازادي راډیو

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

06.03.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند بشريت ضد جنایت کېدای شي 

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت وايي چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند «د جنسیت په اساس تعقیب او د بشریت ضد جنایت» کېدای شي. 

06.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

06.03.2023 امریکا غږ

د بې وزله هیوادونو سرمشریزه کې د یمن استازی: ایران موږ ته مرګونه ډالۍ کوي 

په قطر کې د بې وزلو هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې یو یمني چارواکي پر ایران تور ولګاوه چې دې جنګ ځپلي هیواد ته د "مرګ ډالۍ" لیږي.  

06.03.2023 امریکا غږ

چارواکي: د پولیو د ترڅنګ نور وېکسین هم ماشومانو دپاره اهم دي

د يونيسيف کامنېټ سټاف غړی عبدالسلام مندوخېل وايي چې کار يې د ويکسين لپاره د خلکو اماده کول دي، په سيمه کې کور پر کور ګرځي او هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد قطرې نه ورکوي او ياهم نه يې ويکسين کوي، هغه اماده کوي چې له ميډيکل او ويکسين کېمپونو بشپړه ګټه واخلي

06.03.2023 ډیوه

په مکسیکو کې په څلورو امریکایانو ډزې شوې او تښتول شوي- اف بي آی  

د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې نن دوشنبه مارچ شپږمه (کب ۱۵) وویل چې وسله والو کسانو په مکسیکو کې څلور امریکايي‌ اتباع په ډزو له وېشتلو وروسته تښتولي دي. 

06.03.2023 امریکا غږ

بریتانیا په کښتیو کې د ورتلونکو پناه غوښتونکو د شړلو لپاره نوی قانون جوړوي

د بریتانیا حکومت پتېیلې ده چې هغه کډوال به نیسي او په عاجل ډول به یې اخراج کوي چې په غیرقانوني توګه، په کوچنیو کښتیو کې دغه هېواد ته ننوځي.

06.03.2023 امریکا غږ

پېښور پوهنتون کې زده کوونکو د امنيت دپاره احتجاج او استازانو هړتال اعلان کړی

پېښور پوهنتون کې تېره ورځ د سيکيورټي سپروايزر د وژنې پرضد زده کوونکو احتجاجې مظاهره کړې د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې او د پوهنتون استازانو د پېښي ضد د سبا نهې يا سه شنبې د ورځې نه د هړتال شورو کولو اعلان کړی دی.

06.03.2023 ډیوه

په بنو کې د ترهګرۍ د ضد مظاهرې ګډون والو وویل خاوره يې نوره د جنګونو زغم نه لري

د خېبرپښتونخوا د بنو بکاخېلو سيمه کې د پرونۍ چاودنې ضد احتجاجي مظاهره شوې چې پکې د علاقې ګڼو کسانو ګډون کړی دی. مظاهره کوونکو د ترهګرۍ د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي دا خاوره نوره د جنګونو زغم نه لري.

06.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more