ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو له حقونو سرغړونه یو عام کار ګرځولی دی

واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر هغه رپوټ هراړخیز خو "تباه کوونکی" بللی دی، چې هغه پکې ویلي، طالبانو په افغانستان کې په منظمه توګه د ښځو د حقونو سرغړونه عام کار ګرځولی دی. د ایچ آر ډبلیو د اېشیا څانګې مشرې پېټریشا ګوسمن او څېړونکې فریشتې عباسي د مارچ پر دویمه پخپل ګډ رپوټ کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ریچرډ بېنټ پخپل هراړخیز رپوټ کې د ښځو خلاف د طالبانو د پراخو او سنګینو سرغړونو ذکر کړی دی. ریچرډ بېنټ خپل دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته سپارلی دی چې پکې هغه په تېرو میاشتو کې افغانستان ته د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل دویم سفر په مهال د سترګو لیدلی حال او د طالبانو له چارواکو، خبریالانو، د مدني او ښځو د حقونو له فعالانو سره د خبرو په بنیاد معلومات شامل کړي دي. ریچرډ بېنټ پر دې "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې چې وایي له افغانو ښځو او نجونو سره جنسي تېري او د جنسیت په بنیاد زیاتېدونکی تشدد په معافیت سره پېښېږي، خو اغېزمن کسان ډېر لږ له داسې پېښو د خلاسون لپاره د خلکو ملاتړ لري: د ښاغلي بېنټ په رپوټ کې ویل شوي چې ده پخپل وروستي سفر کې د یوې پېغلې نجلۍ په اړه واوریدل چې "په رڼا ورځ د حاکمو چارواکو له خوا بې له کوم دلیله بېول شوې، زنابالجبر ورسره شوې او بېرته خپلې کورنۍ ته وروړل شوې وه". وایي هغې نجلۍ وروسته ځان وژلی وو او د ده په وینا دا کېدای شي "د هغه داغ" له کبله وي چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې او نجونې په ټولنه کې ورسره مخ وي. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت پر یوه مخکیني ویاند قاري سعید خوستي هم د الهې دلاورزۍ په نوم نجلۍ تور پورې کړی وو، چې په زور یې واده کړې او په جنسي توګه یې ځورولې وه، خو هغه دا تورونه رد کړي وو. د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر په خپل رپوټ کې لیکلي، "د دې پر ځای چې [د طالبانو] چارواکي د ښځو خلاف د توپیري چلند د ختمولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې هغوی یې عاموي. ښاغلی بېنټ وایي په افغانستان کې ښځو ورته وویل: "ورځ په ورځ حالات خرابېږي، موږ ځانونه خوندي نه محسوسوو او موږ داسې محسوسوو چې په هدف یو". د بشري حقونو د څار اداره د د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر هغه خبره را اخیستې چې هغه پخپل رپوټ کې وایي د ښځو او نجونو له بنیادي بشري حقونو د توپیري چلند په بنیاد انکار "جنسیتي ځورونه" کېدای شي، چې وایي دا د انسانیت خلاف جرم دی. ریچرډ بېنټ پخپل رپوټ کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان انځور وړاندې کړی چې وایي اوس "د نظر د توپیر لپاره ډېر لږ خو د اختلاف لپاره بېخي زغم پکې نه شته"، وایي خبریالان په زیاتېدونکې توګه له څار، ډار، تشدد او بند له سره مخ دي: "په مجموعي توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه دا خطر زیاتوي چې هغوی په ټولنه کې له تشدد او ناوړه چلند سره مخامخ شي او دا به د دوی پر بدني او ذهني روغتیا ډېرې بدې اغېزې ولري". ریچرډ بېنټ د خپل رپوټ په پیل کې د طالبانو له مختلفو وزیرانو سره د لیدو ذکر هم کړی او وایي هغوی ورته وویل چې د نجونو د ثانوي تعلیم بیرته پیلولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي، خو وایي په دسمبر کې د نجونو د پوهنتونونو بندول یې له دې خبرې سره په ټکر کې ده: "طالبان دعوه کوي چې دا بندیزونه لنډمهاله دي او د نظریاتي خنډونو پر ځای لوجیسټکي چارې بهانه کوي، خو په حقیقت کې د ښځو په وړاندې نورې دروازې هم بندېږي او د بهانو دا لړۍ او د حقونو عملي انکار د دوی د 1990مو کلونو تصویر وړاندې کوي". طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر دې تفصیلي رپوټ ته لا څه رسمي جواب نه دی ویلی او دوی معمولاً د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه نړیوالو اندېښنو او رپوټونو ته جواب نه وایي، خو ویاندویان یې وخت په وخت رسنیو ته وایي چې د ښځو په ګډون یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.

03.03.2023 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

03.03.2023 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

03.03.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

03.03.2023 امریکا غږ

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه وشوه

د امريکا د استازو جرګې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه یو شمېر افغان محصلانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د افغان نجونو او ښځو د ځپلو او د دوی پر زده‌کړو د بندیز له امله دې پر طالبانو سخت فشار راولي، څو د نوي تعلیمي او تحصیلي کال له پیل سره په افغانستان کې د دوی زده‌کړو ته زمینه برابره کړي. د بدخشان پوهنتون محصله او مدني فعاله مریم رسولي ازادي راډیو ته وايي: "نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي او دا ډله باید هغه ډول چې، دوی په موږ ظلم کوي او موږ یې له زده‌کړو محرومه کړي یوو، نړیوالو بشري بنسټونو ته معرفي کړي. هر څه ژر د دوی د مجازاتو غوښتونکي یوو. زموږ غوښتنه دا ده چې په پسرلي کې دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي." دا افغان محصله داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس ویلي، هېواد یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې ماتې خوړلې او ویلي یې دي، دا ډېره کوچنۍ مسله ده چې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په برخه کې یوازې د طالبانو په ۸ غړو د ویزې محدودیت وضع شوی دی. مایک مک‌کال د پنج‌شنبې په ورځ په یوه لیک کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته یې لېږلی په طالبانو د سخت بندیزونو د نه لګولو له امله سخته نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې، څو د ده په خبره، د طالبانو پر وړاندې له دې امله چې افغان نجونو او ښځو سره غیرانساني چلند کوي، سخت عمل وکړي.   د ښاغلي مک‌کال په خپل لیک کې چې، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ویب‌پاڼه خپور شوی لیکلي، د طالبانو پر وړاندې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په برخه کې دې ډلې ته د امریکا متحده‌‌ایالاتو خاموشي وحشتناکه او ناکافي ده. هغه په دې لیک کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځپلو، له زده‌کړو او کار یې د مخنیوي او د بشري حقونو د فعالانو نیولو ته په اشارې لیکلي: "له ټولو ډېر اندېښمنونکي همدا د ویزو د محدودیت تحریم دی چې یوازې د طالبانو د وحشتناکه کړنو پر وړاندې د جمهور رئیس بایډن له ژمنو سره سره لګول کېږي." په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نایره کوهستانۍ وايي، په طالبانو د امریکا اوسني فشارونه بسنه نه‌کوي او متحده‌ایالات باید د قدرت او عمل له لارې د همه‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره د خبرو زمینه برابره کړي. د نایرې په خبره، ډېر وخت ضایع شوی او لږ فرصت شته چې په افغانستان کې دننه خلک د یوه بدلون شاهدان و اوسي. نوموړې وايي: "که امریکا، جوبایډن یا هم امریکايي ډیپلوماټان خپل ځان مسوول ګڼي او که غواړي چې واقعا یو عملي کار وشي، یو داسې عمل دې وکړي چې د افغانانو لپاره اغېزمن وي. دا ډول فشارونه پایله نه‌لري، موږ ډېر څه غواړو. د بېلګې په توګه یو ټول‌ګډونه حکومت، داسې حکومت چې د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شي." طالبانو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي. د امریکا حکومتي چارواکو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر لیک ته د ځواب په توګه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې تل ویلي چې له افغان نجونو او ښځو سره ولاړ دي او له طالبانو یې غوښتي چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو عمل وکړي.

03.03.2023 ازادي راډیو

د امریکا او جرمني مشران له اوکراین څخه د لا زیات ملاتړ لپاره په سپینه ماڼۍ کې خبرې کوي 

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۳) په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره وګوري. له اوکراین څخه د ملاتړ دوام او د نړۍ د امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو دوام د دواړو هېوادونو د مشرانو د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي.

03.03.2023 امریکا غږ

هرنايي: د سکرو په کان کې چاودنه شوې، شپږ مزدوران پکې مړه شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې د سکرو په يو کان کې پرون د ګېس چاودنه شوې، د هرنايي د ډي دفتر وايي د کان په پېښه کې شپږ مزدوران مړه شوي دي.

03.03.2023 ډیوه

د کاج ښوونيز مرکز زده‌کوونکې: د پوهنتونو تړلو دروازو ناهيلې کړي يو

د کاج ښوونیز مرکز یو شمېر نجونې زده‌کوونکې وایي، له ډېرو ستونزو سره یې د کانکور ازموینه ورکړه او هیله یې درلوده چې لوړې زده‌کړې پیل کړي؛ خو د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړلو، دوی ناهیلې کړي دي. زهرا عظیمي د کاج تعلیمي مرکز له زده‌کوونکو څخه ده چې، د ياد مرکز په برید کې یې کیڼ لاس ټپي شوی و. زهرا وایي، له برید وروسته یې که څه هم ډېر لوی شاک ولید، خو د ټپي وجود سره یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او اوس د پوهنتون د دروازو تړل د دې ټول ارمانونه له‌منځه یوړل. نوموړې وايي: "په تېر دوه کالو کې مې شپه او ورځ زیار وویست څو خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسېږم، بلاخره ولاړم او د ازموینې ته حاضره شوم او ازموینه مې په پوره شوق او ذوق ورکړه خو له ازموینې وروسته د پوهنتون دروازې وتړل شوې، خپل دننه یو احساس لرم چې نه‌ يې شم بیانولی، تر دې وړاندې مې فکر کاوه چې د یو افغان په توګه او هغه هدف چې هېواد ته لرم، د یوه افغان په توګه مسوولیت لرم، چې باید یې تر سره کړم خو اوس چې دپوهنتون دروازې تړل شوي دي، یوه ویرونکې او تیاره صحرا ته روانه یم." زهره د ۲۲۵ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل پوهنتون کیمیا څانګې ته لاره ومونده او ټاکل شوې وه چې، د کیمیا په څانګې که به خپلې زده‌کړې کوي. بصیرت فطرت د کاج ښوونیز مرکز بله زده‌کوونکې ده چې، د ټپي کېدو سره يې په دواړو اصلي او متفرقه ازموینو کې یې ګډون وکړ. بصیرت وایي، هیله یې درلوده، چې د کانکور د ازموینې د تر سره کولو سره به تر بل کال پورې د کابل پوهنتون د انجينرۍ په څانګه کې زده‌کړې وکړي خو اوس دې هيلو ته رسېدل ورته ستونزمن دي. نوموړې وايي: "هیله مې درلوده مهندسه شم، تل مې غوښتل مهندسه شم، علاقه مندي مې وه ځکه مې دو کاله زیار وکښه څو وکولای شم خپلې رشتې ته بریالۍ شم، خو په هر صورت خپل له هیلو پاتې شوم خو بیا مې هم هیلې درلودې چې خپلې همدې رشتې ته به ادامه ورکړم خو اوس طالبان نجونو ته د درس ویلو اجازه نه ورکوي، که پوهنتون وي یا هم کوم بل ځای، د ښوونځیو دروازې یې هم پر مخ تړل شوې دي." دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د روانې کب میاشتې په ۱۵ مه به یوازې د هلکانو محصلانو پسرلني سمېسترونه پیل شي. که څه هم د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو د دغه وزارت ویاند ضیا الله هاشمي تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې، تر بلې خبرتیا پورې نجونې د امر په منلو مکلفې دي. طالبان په داسې حال کې دا اعلان کوي چې، د ۲۰۲۲ کال ډسمبر میاشت کې یې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه. که څه هم د طالبانو دا محدودیتونو له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سر مخ شوي موضوع ده خو، لا هم دوی خپل له سخت دریځه موقف نه‌دي په شاه شوي. د کاج ښوونیز مرکز پېښه په اتم د ميزان هغه مهال تر سره شوه چې، د دغه مرکز زده‌کوونکې د ازمایښتي کانکور په ازموینه کې بوخت وو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوې یوناما د راپور له‌مخې د کابل په کاج ښوونیز مرکز کې ځانمرګي برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي. دغه برید په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او په زرګونه افغانانو د دغه برید په غبرګون د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل.

03.03.2023 ازادي راډیو

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

03.03.2023 امریکا غږ

امریکا وایي روس به په اوکراین کې د جګړې له سزا خلاص نه شي

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د هندوستان، جاپان او اسټرېلیا له خارجه وزیرانو سره تر لیدو وروسته د جمعې په ورځ وویل، روس به په اوکراین کې د جګړې له سزا خلاص نه شي. د کواډ ګروپ په نامه د دغو څلورو هېوادونو غړو په نوي ډیلي کې د جي-20 هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي. اینټني بلینکن پر ټویټر د دې ناستې په اړه لیکلي: "موږ پر هغو لارو چارو ګټورې خبرې وکړې چې موږ څنګه کولای شو د اوکراین نوره مرسته او ملاتړ وکړو او د مهمې او نوې ټیکنالوجۍ په برخه کې یې همکاري وکړو". د کواډ ګروپ د بهرنیو چارو وزیرانو پخپل ګډ بیان کې ویلي چې د روس له خوا په اوکراین کې د ایټمي‌ وسلو کارولو ګواښ ورته "د منل وړ نه دی". د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین په تېره فرورۍ میاشت کې د ایټمي وسلو تړون معطل کړ او اوکراین ته یې د ایټمي وسلو د کارولو ګواښ کړی وو. د برتانیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ پر اوکراین د روس د برید په اړه په خپل تازه ورځني رپوټ کې ویلي، چې د روس دفاعي کمپنۍ د وسلو په لویو نړیوالو نندارتونونو کې خپل مصنوعات نندارې ته وړاندې کوي. وزارت وایي روسي کمپنۍ د ارینا-اي په نامه فعال دفاعي نظام یا اې پي ایس ته وده ورکوي چې وایي دا د بکتربند موټرو د بقا زیاتولو لپاره جوړ شوی دی. د وي او اې د رپوټ له مخې په یوه وروستي نندارتون کې د اې پي ایس د ودې موادو وښووله چې دا فعال دفاعي نظام "هغو خطرونو ته ماتې ورکوي‌ چې د بکتربند موټرو لپاره زیات خطرناک دي". د برتانیې دفاع وزارت وایي‌ داسې څه ثبوت نه شته چې دا دفاعي سیسټم دې د روس په موټرو کې ځای پر ځای شوی وي خو وایي روسي پوځ خپل 5,000 بکتربند موټر بایللي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله وینا کې وویل چې په زاپوریژیا ښار باندې د روس میزایلو "وحشیانه برید" به د دوی له پوځي او قانوني غبرګون سره مخ شي. زلنسکي ویلي، "قبضه کوونکی به ضرور زموږ زور محسوس کړي." د اوکراین چارواکو ویلي، د هېواد په جنوبي ښار زاپوریژیا کې د روس یو میزایل د اپارټمنټ پر ودانۍ لګېدلی دی، چې وایي لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي‌ دي. صدر زلنسکي په ټیلیګرام کې ویلي چې میزایل د ودانۍ درې منزله تباه کړي دي.

03.03.2023 ډیوه

طالبانو د استاد مشعل په ګډون د پوهنتون دوه استادان خوشې کړي

سرچینې وايي، چې طالبانو استاد اسماعیل مشعل، د پوهنتون د یو بل استاد او د مدني ټولنې یو فعال په بند کې د څو اونیو تیرولو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

03.03.2023 امریکا غږ

پېښور هايکورټ په پښتونخوا کې د قومي اسمبلۍ ټاکل شوي ضمني انتخابات معطل کړل

د پېښور هايکورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د قامي اسبملۍ په 24 څوکيو ټاکل شوو ضمني انتخاباتو معطل کولو حکم وکړو، پاکستان تحریک انصاف ګوند عدالت ته د انتخاباتو ودرولو خواست کړی وو. الېکشن کمېشن وايي په 16 او 19 مارچ ټاکل شوو انتخاباتو دپاره تياريانې پېل کړی شوې وې.

03.03.2023 ډیوه

کندهار کې د 'ګول سيخ' فابريکو توليد زيات شوی

د کندهار په صنعتي پارک کې دا مهال د اوسپنې ویلي کولو ۵ فابریکې فعالې دي چې، ملیونونه ډالر پانګه‌ونه ورباندې شوې ده او هر ورځ لسګونه ټنه ګول سيخ تولیدوي. د دې فابریکو مسوولين وايي، تولیداتو یې له بهره په تعميراتي چارو کې د کارېدونکي سيخ د واردېدو مخه نيولې ده خو لا هم د برښنا کمښت یې پر وړاندې یو ستره ستونزه ده. دا په داسي حال کې ده چې، دا مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۲۰ فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله تړلي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

03.03.2023 ازادي راډیو

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د جرمونو څېړلو لپاره دې خپلواک مېکانيزم جوړ شي

د بښنې نړیوال سازمان طالبان تورنوي چې د بشري حقونو د نقض په برخه کې په بې‌طرفه، خپلواک او اغېزمن ډول څېړنو او همکارۍ ته چمتو نه‌دي. دې سازمان نن د مارچ په درېیمه یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په سیستماتیک ډول د افغان نجونو او ښځو حقونه نقض کړي، تر څنګ یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له قوله بشري جنایتونه کړي، په پنجشېر کې یې د مقاومت ملي جبهې غړي په خپل‌‌سري ډول نیولي، وژلي او تر څنګ یې یو شمېر نورې سرغړونې کړي. د بښنې نړیوال سازمان لیکي، طالبانو په دې ټولو برخو کې نه یوازې دا چې څېړنې نه‌دي ‌کړي، بلکې عاملان یې هم عدالت نه‌‌دي سپارلي. دا سازمان د طالبانو له‌‌خوا په عام محضر کې په دُرو د خلکو وهل او تر خوا یې د قصاص او اعدام د حکمونو عملي کېدو ته هم اشاره کوي او زیاتوي، له بشري حقونو د دې ډول سرغړونو د لامل او ماهیت د معلومولو لپاره اړینه ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، په افغانستان کې د جرمونو د شواهدو او څېړنې لپاره یو خپلواک مېکانیزم جوړ کړي. د بښنې نړیوال سازمان وايي، په راتلونکي کې د عدالت د تامین او پلي کېدو لپاره په بېړني ډول د دې مېکانیزم جوړول اړین دي، څو شواهد راټول او هغه تحلیل او وڅېړي. له طالبانو مو د بښنې نړیوال سازمان د دې غوښتنې او په دوی د بشري حقونو د نقض او د بشري جنایتونو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې دا ډول راپورونه رد کړي دي. په ورته وخت کې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ازبکستان له یوې رسنۍ سره مرکه کې طالبان ملامت کړي چې، د بشري حقونو د خوندیتوب او د همه‌شموله حکومت د جوړولو په برخه کې یې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي. نوموړي ويلي: "که طالبان په دې تمه وي چې له متحده‌ایالاتو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، پوهېږي چې څه باید وکړي، د نړۍ په غوښتنو هم خبر دي. زما په اند د ازبکستان او ټولو اسلامي هېوادونو نظر هم همدا دی. اوس د دې هېوادونو مسوولیت دی چې یو ځانګړی رول ولوبوي، کېدای شي چې د طالبانو لپاره زموږ او د نورو هېوادونو له غوښتنو معنا لرونکي او مهم وي." له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بشري حقونو د څار سازمان او یو ډېر شمېر هېوادونو طالبان پړه ګڼلي چې د ټولو قوانینو خلاف یې افغانستان کې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، خو طالبانو دا ټولې خبرې رد کړي دي.

03.03.2023 ازادي راډیو

پېښور هایکورټ د ډاکټر شکيل اپريدي او نورو په درخواستونو باندې د ټرايبیونل د بيا جوړولو امر کړی

پېښور/ واشنګټن ــــ د پېښور هایکورټ د پخوانيو قبایلي سيمو د ايف سي آر ټرايبيونل یا عدالت له خوا د 11 پرېکړو خلاف درج شویو درخواستونو د اورېدو په وخت دوه ځله د ټرايبيونل جوړولو امر کړی دی. په دغو درخواستونو کې د اسامه بن لادن د معلومولو په تور نیول شوي ډاکټر شکیل اپریدي اپیل هم شامل دی. د پېښور هایکورټ درې کسيز بينچ د پنجشنبې- زيارت په ورځ دا فيصله د صحبت خان په نوم کس په اپيل باندې کړې ده، درخواست کوونکي د قبايلي سيمو د پخوانۍ انتظاميې له خوا د فرنټېر کرایمز ريګولېشن (اېف سي آر) قانون په بنیاد ده ته ورکړل شوې سزا چېلنج کړې وه. خو د هایکورټ درې کسيز بېنچ د صحبت خان له درخواست سره سره په عدالت کې د درج شويو نورو 106 اپيلونو او درخواستونو د بيا کتنې او څېړلو امر کړی دی. عدالت د ایف سي آر ټرایبیونل یا عدالت د بیا جوړولو امر کړی دی چې وایي د شکیل اپریدي د درخواست په ګډون لږ تر لږه 11 اپیلونو یا درخواستونو ته له سره کتنه او ارزونه یې وکړي. ډاکټر شکیل اپریدي د پخوانۍ قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ د پرېکړې خلاف په هایکورټ کې اپیل کړی وو. د پښتونخوا حکومت تر اوسه د پېښور هایکورټ د دې پرېکړې په اړه په رسمي توګه‌ رسنیو ته څه نه دي ویلي. خو د ډاکټر شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدي د محکمې پر دې پرېکړه اعتراض کړی او وایي دا عجیبه خبره ده چې قبایلي سیمې اوس په قانوني‌ لحاظ بېخي شته نه نو د دوی عدالتي نظام یا ایف سي آر ټرایبیونل به څنګه جوړیږي. جمیل اپریدی پوښتنه کوي چې ایا د قبایلي سیمو د ټرایبیونل له بیرته جوړېدو سره به یې پرېکړې د عملي کېدو وړ وي که به نه وي؟ هغه وي او اې ته وویل: "ډاکټر شکيل له تېرو 12 کلونو راهيسې د يوې ناکړي ګناه په تور بندي دی او له خپلو جایزو انساني، قانوني او آییني حقونو بې برخې ساتل کېږي." شکیل اپریدی د 2011م کال د مې په 23مه د پاکستان استخباراتي ادارو د اټک ضلعې په حدودو کې نیولی وو، چې بیا يو کال وروسته د خيبر قبايلي سيمې د تحصيل باړې د مرستیال پوليټيکل ايجنټ دفتر ته وړاندې کړل شو او د ترهګر تنظيم «لشکرِ اسلام» د ملاتړ په تور د 33 کاله بند او درې لکه روپۍ جرمانې سزا ورته واورول شوه. ډاکټر شکیل اپریدی له تېرو څو کلونو راهیسې د پنجاب په ساهیوال جېل کې بندي دی چې وخت په وخت یې د ناروغۍ رپوټونه هم مخې ته راځي او په تېره فرورۍ میاشت کې یې ورور جمیل اپریدي تور پورې کړی وو چې په هغه باندې په جېل کې تشدد شوی دی. د پنجاب د زندانونو چارواکو په دې اړه څه نه وو ویلي. پېښور هایکورټ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله فیصله کې د فوجداري نوعیت 89 مقدمې د قبایلي سیمو د پخوانیو انتظامي چارواکو د پرېکړو خلاف درج شوي اپیلونه د بیاکتنې او ارزونې لپاره د ضلعې سرکاري وکیلانو ته لېږلې دي. همدارنګه په شپږو مقدمو کې د پخوانيو قبايلي سيمو د انتظامي افسرانو د پرېکړو په ضد جمع کړل شوي درخواستونه هم د اړوندو قبايلي ضلعو سېول يا عدالتي افسرانو ته د څېړلو او بیاکتنې لپاره لېږل شوي دي. د پېښور هایکورټ وکيل طارق افغان ایډوکيټ وايي، په پښتونخوا صوبه کې د پخوانیو قبایلي سیمو تر شاملېدو وروسته د ايف سي آر ټرايبيونل هم وجود نه لري خو وایي اوس عدالت له صوبايي حکومته د دې ټرایبیونل د بیا جوړولو غوښتنه کړې چې دغه 106 مقدمې حتمي شکل ته ورسوي. طارق افغان دعوه وکړه، چې په دغو اکثرو مقدمو کې تورن او یا هم اغېزمن کسان په ممکنه توګه د خپل سپیناوي‌ او دفاع له حقه محروم ساتل شوي وو او د عدالت په پرېکړه کې په همدې بنیاد د دغو ملزمانو یا اغېزمنو حق منل شوی دی. یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو څخه ژباړل شوی دی.

03.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more