ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکې له پولې سره د مېکسیکو د کډوالو په مرکز کې اور لګېدو 40 کسان مړه کړي او 29 ټپیان دي

واشنګټن ــــ د امریکې له پولې سره د مېکسیکو د کډوالو په یوه بندیخانه کې د نهې- سه شنبې په شپه تر سپېدو مخکې اور لګېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه 40 کسان پکې مړه شوي او 29 نور ټپیان شوي دي. دا اور د امریکې د ټېکساس ایالت ایلپاسو ښار ته څېرمه د پولې په بله غاړه د مېکسیکو په سیوداد جواریز ښار کې د کډوالو په هغه مرکز کې لګېدلی چې د نېشنل مایګرېشن انسټیټیوټ له خوا چلېږي. د مېکسیکو ولسمشر انډریس مېنویل لوپیز اوبراډو دعوه کوي چې اور دغو کډوالو لګولی ځکه چې وایي هغوی له دې ډاره د احتجاج په توګه خپلې بسترې سوځولې وې چې بیرته به له دې ځایه خپلو هېوادونو ته وشړل شي: "دوی د مرکز په دروازه کې بسترې د احتجاج په توګه اچولې وې او اور یې ور اچولی وو، دوی فکر نه کاوه چې دا به د دې ناوړه غمیزې سبب شي". د رسنیو د رپوټونو له مخې د پېښې د ځای په عکسونو کې لیدل کېږي چې د دې مرکز په پارکینګ کې د سوځېدلیو کسانو مړي په شړیو یا کمبلو پوښل شوي دي. په دې مرکز کې د مرکزي او جنوبي امریکې لږ تر لږه 68 تنه ساتل شوي وو. دا د هغو کډوالو یا پناه غوښتونکو د را تېرېدو ځای دی چې غواړي له دې لارې امریکې ته ننوځي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پر دې پېښه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دا "د مخنیوي‌ وړ پېښه" وه. ادارې په ټویټ کې غوښتنه کړې چې د دې پېښې تر شا د حالاتو د معلومولو لپاره ګړندۍ او شفافه څېړنه ډېره مهمه ده: "موږ یو ځل بیا له ټولو هیوادونو غواړو چې د کډوالو د بندي کولو لپاره نورې لارې خپلې کړي". د مېکسیکو د اټارني جنرل دفتر په یو بیان کې ویلي چې مړه شوي او ټپیان د ګویټې مالا، هونډوراس، ایل سلواډور، وینزویلا، کولمبیا او ایکواډور اوسېدونکي وو، وایي تر ټولو زیات شمېر پکې د ګویټې مالا د خلکو وو. د امریکې په استازو اېوان کې د ډیموکرېټ ګوند استازې ویرونیکا اسکوبار د پېښې ځای ته څېرمه د ټیکساس د سوېلي ضلعې استازیتوب کوي، هغې پر دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او پر ټویټر یې لیکلي دي: "هغه 38 کسان چې د ښه ژوند لپاره د خلاسون په تمه وو په جواریز کې یې ژوند وبایله، د کډوالو دې بحران پر هر ګام زیانمن خلک په لوی خطر کې اچولي دي". رسنۍ وایي په دې وروستیو کې په دې مرکز کې د امنیت ساتونکو او کډوالو تر منځ تشدد ډېر زیات شوی وو، ځکه چې وایي‌ دا ځای له هغو کسانو ډک شوی وو چې امریکې ته د ننوتلو یا پناه غوښتلو په انتظار وو. د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې هره میاشت شاوخوا دوه لکه کسان هڅه کوي د مېکسیکو د پولې له لارې امریکې ته را داخل شي. د کډوالو نړیوال تنظیم په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې له 2014م کال راهیسې شاوخوا 7,661 مهاجر امریکې ته د تللو پر مهال مړه یا ورک شوي او 988 نور د سفر په وخت په نورو پېښو یا غیرانساني حالاتو کې مړه شوي دي.

29.03.2023 ډیوه

د امریکا کانګرس د ولسمشر د جګړې واک کموي

ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو د کانګرس غړي دا اونۍ د امریکا د ولسمشر د هغه صلاحیت د لغوه کولو په اړه غور وکړي چې له مخې یې کولای شي په عراق کې د نظامي عملیاتو د پیلولو امر وکړي.

28.03.2023 امریکا غږ

د پاکستان مرکزي حکومت د عدالتونو د واک محدودولو مسوده منظوره کړې او قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړې

واشنګټن ـــــ د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند د حکومت وفاقي کابينې د عدالتي اصلاحاتو لپاره د ترميمي بل مسوده منظوره کړې ده چې پکې د سپريم کورټ د مشر قاضي یا چيف جسټس د اختياراتو د محدودولو وړانديز شوی دی. د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکیني وزیراعظم عمران خان دغه ترمیمي مسوده رد کړې ده او دا یې پر عدلیه خصوصاً پر سپریم کورټ باندې د حکومت له خوا فشار بللی دی. د کابينې په منظوره شوې قانوني مسوده کې ویل شوي چې له دې وروسته به پر هره معامله «سوموټو نوټس» یو تن نه اخلي بلکې د سپریم کورټ درې مشران قاضيان به یې فيصله کوي. د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ دغه قانوني مسوده چې «سپریم کورټ پرېکټس اینډ پروسیجر» نومېږي د کابينې له خوا تر منظورېدو وروسته د نهې- سه شنبې په ماښام قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده. د قومي اسمبلۍ غونډې ته د خپلې وينا په مهال د قانون وزير وويل چې په تېرو وختونو کې د سپریم کورټ «ازخود نوټس« د خلکو د خندا او د سیاستوالو تر منځ د اختلافاتو سبب شوى دى. اعظم نذیر تارړ وویل داسې وخت هم راغلی چې سپریم کورټ له خوا د کوم مسافر له سامانه د بوتل په را وتلو،‌ د روغتون مخته د پارکينګ پر ستونځه او په کوڅه کې د ناپاکو اوبو د بندېدو په اړه هم ازخود نوټس اخيستل شوى دى چې وایي د دې ادارې احترام ته یې زیان رسولی دی. ترمیمي قانوني مسوده څه ده؟ قومي اسمبلۍ ته د وړاندې شوې عدالتي اصلاحاتو د ترميمي بل د مسودې له مخې له دې وروسته به د سپریم کورټ د درو سینېره ججانو کمېټۍ د «ازخود نوټس» اخیستو پرېکړه کوي. په ترمیمي مسوده کې ویل شوي چې دغه کمېټۍ به د آیین د هر ډول تشریح لپاره پینځه کسیز بېنچ جوړوي. د آیین د 184 مادې په بنیاد هره موضوع باید لومړی د قاضیانو کمېټۍ ته وړاندې شي. د مسلم لیګ ن د حکومت له خوا منظوره شوې مسوده چې په قومي اسمبلۍ کې تر منظورېدو وروسته په قانون بدلېږي په بنیاد به د سپریم کورټ د ازخود نوټس خلاف د اپیل کولو حق هم وي. په مسوده کې راغلي چې اپیل یا درخواست به د ازخود نوټس تر اخیستو وروسته په 30 ورځو دننه کې کېږي او د هر سوموټو خلاف اپیل به په دوه اوونیو کې دننه اورېدل کیږي. په ترمیمي مسوده کې راغلي چې دا قانون به د سپریم کورټ او هایکورټ پر فیصله عملي کېږي، چې پکې د بېنچونو جوړولو لپاره هم د چیف جسټس د واک محدودولو وړاندیز شوی دی. دا قانوني مسوده به اوس د قامي اسمبلۍ اړوند قایمه کمېټۍ ته لېږل کېږي او امکان لري چې کمېټۍ به یې رپوټ د شورو- چارشنبې په ورځ بیرته قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي. د ترمیمي مسودې مخالفت: د تحریک انصاف ګوند مشر عمران د نهې- سه شنبې په ماخوستن په یوه ویډیو کې تور پورې کړ، چې د شهباز شریف حکومت له انتخاباتو د تېښتې په خاطر په بیړه دغه مسوده وړاندې کړې چې وایي مقصد یې پر عدلیه فشار اچول دي. عمران خان وویل په پاکستان کې عدالتي اصلاحاتو ته اړتیا ده، خو وایي اوسنی حکومت هیڅکله نه غواړي چې عدلیه مضبوطه شي: "دوی له انتخاباتو وېرېږي، پر سپریم کورټ فشار اچوي، دا هغه خلک دي چې په چیف جسټس باندې یې برید وکړ، دوی هغه ججان غواړي چې د دوی ملګري وي،‌ دوی هیڅکله ازاده عدلیه نه غواړي". د تحريک انصاف ګوند یو بل مشر فواد چوهدري هم دغه قانوني مسوده رد کړې او دا یې د عدلیې د وېشلو هڅه بللې ده. فواد چوهدري پر ټویټر لیکلي، یواځې د پاکستان منتخب پارليمان حق لري چې له تفصيلي بحث وروسته په کوم کې ترميم وکړي. دا قانوني مسوده وروسته له هغه وړاندې شوې چې د سپريم کورټ دوو ججانو جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل د دوشنبې- ګل په ورځ د انتخاباتو د مقدمې پر فیصله باندې خپل اختلافي نوټ خپور کړ. دوی په خپل اختلافي نوټ کې ويلي وو چې د چيف جسټس د پراخ اختیار له کبله په عدليه باندې نيوکې کېږي، دوی غوښتنه کړې وه چې د سپریم کورټ د جج په پراخ اختیار ته دې له نوي سره کتنه وشي. د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال په 90 ورځو کې په پنجاب او پښتونخوا کې د انتخاباتو پر معامله از خود نوټس اخستی وو او د دې مقدمې لپاره نهه کسيز لوی بېنچ جوړ کړل شوی وو خو وروسته دوو ججانو جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي اکبر نقوي د حکومتي ګوندونو تر اعتراض وروسته د مقدمې له اورېدنې بخښنه وغوښته.

28.03.2023 ډیوه

د بخښنې سازمان: طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت غړي په پراخ او سیستماتیک ډول وژلي

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت غړي په پراخ او سیستماتیک ډول وژلي دي.

28.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.03.2023 امریکا غږ

علیزه چې مور او پلار یې د کابل هوايي ډګر کې وژل شوي وو، کورنۍ ته وسپارل شوه

هغه افغانه ماشومه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې د کابل هوايي ډګر سره د چاودنې په نتیجه کې مور او پلار ووژل شول، نږدې دوه کاله وروسته، د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري اوومه) په قطر کې خپلوانو ته وسپارل شوه.

28.03.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

28.03.2023 امریکا غږ

په پرتګال کې 'یو افغان' په یو اسلامي‌ مرکز کې دوې ښځې وژلې 

په پرتګال کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په مرکز لیزبن کې په یو اسلامي مرکز کې یو کس د چاقو په ګوازونو دوې ښځې وژلې. 

28.03.2023 امریکا غږ

امریکا د روس او ایران د شراکت په اړه اندېښنه لري

واشنګټن – امریکا د ګل یا دوشنبې په ورځ د روس او ایران ترمنځ‌ د اړیکو په ځواکمنتیا اندېښنه څرګنده کړې.‌ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویډنټ پټېل خبریالانو ته وویل، "دا باید نه یواځې د هغو هېوادونو د اندېښنې وړ وي کوم چې له روس او ایران سره ګاونډیان دي بلکه ټولې نړۍ ته هم." پټېل زیات کړه، "مونږ هغه ویجاړی وینو کوم چې په کیېف کې د روس لخوا د ایراني ډرونونو له کارولو څخه رامنځ ته کېږي. په دغو بریدونو کې د انرژۍ او د ملکي وګړو بنیادي ودانۍ په نخښه کېږي. له همدې امله له شک پرته دا هغه اړیکې دي چې مونږ ورته په غور سره ګورو." روس په اوکراین باندې د خپل یرغل پر مهال د "شهید" په نامه د ایراني‌ ساخت ډرونونو څخه په خپلو بریدونو کې په پراخه کچه کار اخلي.‌ دغو بریدونو چې له بېلابېلو ځایونو سره ډرونونه جنګول کېږي اوکرایني چارواکي دې ته وهڅول چې په هوا کې ددغو ډرونونو د وېشتلو لپاره د توغندیو غوښتنه وکړي.‌ بل پلو والسټریټ مجلې د ګل یا دوشنبې په ورځ له دغې مسلې سره د تړلو سرچینو له خولې راپور ورکړی چې په ورته وخت کې د ایران او روس ترمنځ پوځي همکارۍ هم زیاتې شوې دي. خبر زیاتوي،‌ د روس حکومت له ایران سره د پرمختللي ډیجېټلي څار د وړتیاوو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

28.03.2023 ډیوه

بریتانیا کې بشري ډلو له هوټلونو څخه د زرګونو افغان کډوالو په ایستلو انتقاد کړی

برتانیا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۸) اعلان وکړ چې شاوخوا اته زره افغان کډوال له هوټلونو څخه چې د لنډې مودې لپاره په کې اوسیږي وباسي او دایمي کورونو ته یې ستنوي، خو د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکوي چې دا کار کیدای شي ددغو کډوالو د "بدبختۍ او اندیښنو" لامل شي.

28.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د امریکا د آشنا ټلوېزیون د سه شنبې په خپرونه کې د طالبانو لخوا له محاکمې پرته د ۲۳۷ کسانو پر اعدامولو، د امریکا په ټینیسي ایالت کې پر یوه ښوونځي د برید او په پېښور کې د “کوچني کابل” د بازار په اړه مهم رئپوټونه خپرېږي.

28.03.2023 امریکا غږ

چين د بېلټ او روډ نومې منصوبې د پاره اړوند هېوادونو ته په قرض ورکولو 240 بيلين ډالر خرڅ کړي

د نړيوال بينک پخوانی مشر اقتصاد پوه او د رپوټ په تيارولو کې برخه لرونکی کارمن رينهارټ وايي “بيجينګ تر حده کوښښ کوي چې خپل بينکونه بچ کړي او ځکه هم دا خطر اخلي چې په نړيواله کچه پور ورکوي

28.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

پدې پروګرام کې به د داعش د بریدونو او د نړۍ سره د طالبانو پر ډیپلوماټیکو اړیکو د پخواني چارواکې محمد عمر داوودزي سره مرکه ولرو. په دویم بحث کې به د پاکستان سره د کرکټ د لوبو پر اهمیت د افغانستان د کرکت بورډ د پخواني اجرایوي رئیس اسدالله خان او د کرکت ټیم د پخواني کپټان رئیس احمدزی سره خبرې ولرو.

28.03.2023 امریکا غږ

په بلجیم کې اته کسان د تروریستي برید د طرحې په تور نیول شوي 

په بلجیم کې څارنوالۍ وايي چې پولیسو د یو لړ پلټنو په لړ کې د «تروریستي برید» د طرحې او پلان په تور اته کسان نیولي دي.  

28.03.2023 امریکا غږ

اېمنسټي انټرنېشنل: طالبانو په ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې له عدالت پرته ګڼې وژنې او ډېرې نورې سرغړونې کړي

واشنګټن – د بخښنې نړیوالې ادارې یا اېمنسټي انټرنېشنل د مارچ په ۲۸ نېټه خپل د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو راپور خپور کړ چې پکې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ګڼو بشري حقونو څخه د تیریو پېښې راټولې شوي. طالبان له عدالت پرته وژنې کوي: په راپور کې راغلي، د طالبانو تر ولکې لاندې پخواني حکومت سره تړلو خلکو، د وسلوالو ډلو غړو لکه د ملي مقاومت جبهه، داعش او د هغو خلکو له عدالت پرته وژنو دوام موندلی چې د طالبانو له حکمونو څخه یې سرغړونه کوله. په دغه راپور کې د یوناما لخوا هغه راټولې شوې شمېرې راخېستل شوي، چې طالبانو واک باندې د خپلې قبضې یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راهیسې تر ۲۰۲۲ کال جون میاشت پورې ۲۳۷ دغه ډول له عدالت پرته وژنې کړي. دغه ډول په راپور کې ویل شوي چې ملګروملتونو په ډیسمبر کې له عدالت پرته د لږ تر لږه ۶۹ نورو وژنو خبر ورکړی چې اکثره یې د ملي مقاومت جبهې پورې تړلي وو په کوم کې چې ۴۸ وژنې یواځې په پنجشیر ولایت کې د سپټمبر د ۱۲ مې او ۱۴ مې نېټې ترمنځ شوي. په راپور کې راغلي، چې د ناقانونه اعدامونو او نورو بشري حقونو سرغړونو په اړه مناسبې او رڼې پلټنې نه ترسره کېږي.‌ خو راپور لیکي، چې طالب چارواکو د دغه ډول سرغړونو له پېښېدو څخه انکار وکړ او په دغه برخه کې یې د بخښنې نړیوالې ادارې په ګډون د غیر حکومتي ادارو موندنې رد کړې. راپور زیاتوي، طالبانو همدارنګه د قتل، غلا، "نامشروع" اړیکو یا له ټولنیزو نورمونو څخه د سرغړونو د جرمونو په بدله کې د خلکو ترمخه د اعدامونو او په درو باندې د وهلو لړۍ پیل کړې ده.‌ راپور وایي، یواځې د نومبر د ۱۸ نېټې څخه تر ډیسمبر ۱۶ مې پورې تر ۱۰۰ زیات کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو په مخکې په درو وهل شوي دي. طالبانو د بیان او لاریون کولو ازادي له خلکو اخېستې: په راپور کې راغلي، طالبانو په خلکو باندې د بیان د ازادۍ او لاریونونو حق محدود کړی ځکه طالبانو له ګواښ څخه ډک چاپیریال رامنځ ته کړی. راپور لیکي، خبریالان پر طالبانو د نیوکو راپورونو ورکولو په ځواب کې له خپلسرو نیونو،‌ غیر قانوني بند او شکنجو په ګډون له یو زیات شمېر محدودیتونو او خنډونو سره مخ شوي، چې له امله یې یو زیات شمېر ځان سانسورۍ ته اړ شوي. راپور زیاتوي، خبریالان وډبول شول او په زندانونو کې له ډول ډول شکنجو سره مخ شول. زیات خبریالان له هېواد څخه وتښتېدل. د ټي وي ښځینه خبریالانې دې ته مجبوره کړای شوې چې خپل مخونه تقریبا په بشپړه توګه پټ کړي. دغه ډول په راپور کې راغلي، چې طالبانو هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو په تېره بیا په فېسبوک کې یې پر طالبانو نیوکې کولې، ونیول او په نا قانونه توګه یې بندیان کړل.‌ طالبانو هغه فضا چې د سوله ایزو لاریونونو او غونډېدو لپاره په افغانستان کې وه هغه له منځه وړې. راپور وايي، د طالبانو پولیسو د لاریون کونکو پر وړاندې له حده زیات او غیر ضروري زور څخه کار واخېست او سولیز لاریون کونکي له خپلسرو نیونو،‌ بندي کولو، شکنجې او اجباري تري تم کېدو سره مخ شول.‌ دغه ډول بندي شوي لاریون کونکي له جسماني او روحي شکنجې سره مخ شوي. طالبانو له ښځو او نجونو بنیادي حقونه اخیستي: د اېمنسټي انټرنېشنل په راپور کې راغلي، چې طالبانو د ښځو چارو وزارت وتاړه او پر ځای یې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت جوړ کړ چې دوی بیا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې یو شمېر ناوړه او محدود کونکي فرمانونه او حکمونه ورکړل. خو هغو ښځو چې ددغو محدودیتونو پر وړاندې احتجاج او لاریون وکړ په ناقانونه توګه بندیانې شوې او له تاوتریخوالي سره مخ شوې. دغه ډول جونې له منځنیو زده کړو بې برخې پاتې شوي او له ډیسمبر راهیسې له لوړو زده کړو یا پوهنتونونو څخه هم بې برخې شوي. همدارنګه طالبانو په ډیسمبر کې ښځې او نجونې په غیر حکومتي‌ ادارو کې هم له کار کولو څخه منع کړې. له دې سره د ښځو په ژوند او معیشت باندې ډېر ناوړه اغیز پریوته په تېره بیا پر هغو کورنیو باندې چې ښځې یې یوازینۍ نفقه ګټونکې وې. دا په داسې حال کې چې په هېواد کې غذايي نا امني مخ پر زیاتېدو ده.‌ دغه ډول د اېمنسټي انټرنېشنل په راپور کې ویل شوي، هغه ټولې ادارې چې د پخواني‌ حکومت لخوا د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې لپاره جوړې شوې وې د طالبانو لخوا تړل شوي دي.‌ ډېر شمېر افغانان د طالبانو د ځورولو له وېرې له هېواده تښتي چې یو شمېر دغه کسان نورو هېوادونو ته په لاره د نورو هېوادونو د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوي، د پناه غوښتنې حق ورته نه دی ورکړل شوی، له پولو څخه بېرته ګرځول شوي او یا بیا په نورو هېوادونو کې چې دوی پکې پناه غوښتله له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ شوي.

28.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more