ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


حکومت د اډیو لیکس پلټنو لپاره د قاضي فایز عیسا په مشرۍ قضایي کمیشن جوړ کړو

دپاکستان مرکزي حکومت دسپریم کورټ دجج مظاهرعلي نقوي اؤ دپنجاب د پخواني وزیراعلا پرویز الهي ترمنځ په ټولنیزو رسنیو د رسوا شوؤ ټيلي فوني خبرو د پلټنو لپاره دسپریم کورټ دسئنیر جج قاضي فایز عیسا په مشرۍ درې کسیزه قضایي کمیشن جوړ کړی دی. دبلوچستان اؤ اسلام اباد هایکورټونو مشران قاضیان به هم ددې کمیشن غړي وي. پاکستاني رسنۍ وایي یاد کمیشن ته دنده سپارل شوې ده چې د پنجاب دپخواني وزیراعلا اؤ دیو وکیل ترمنځ دهغه رسوا شوؤ ټيلي فوني خبرو پلټنه هم وکړي چې پکې پرویز الهي دخپلې خوښې دجج په عدالت کې دمقدمې داېښودلو خبره کوي. په دې وروستيو کې د سپريم کورټ د جج جسټس مظاهر علي نقوي يو مبينه اډیو مخې ته راغلې وه چې پکې نوموړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صدر اؤ د پنجاب مخکني وزيراعلا چوهدري پروېز الهي سره د يوې قضې په اړوند خبرې کوي. ددغه اډیو رسوا کیدو نه وروسته پاکستان بار کونسل بيا سپريم جوډيشل کونسل ته شکات کړی او ددغه اډيو ټېپ د پلټنو غوښتنه یې کړې وه. د نوموړي جج خلاف له دې وړاندې هم د مسلم ليګ (ن )ګوند د وکيلانو د اتحادیې يو مشر ميا داود هم سپريم جوډيشل کونسل ته دغه رنګ شکايتونه کړي وو. دپاکستان دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال دمارچ په میاشت کې دیوې اوریدنې په مهال ویلي وؤ، سپریم کورټ اييني اداره ده خو د اډيو ټېپونو یا د مبینه ريکارډ غږيز پېغامونو د لارې بدنامول کيږي. پاکستان کې په وروستیو کې زياتره د سياسي ګوندونو د مشرانو اډيو ټېپونه مخې ته راغلي دي.

20.05.2023 ډیوه

د اېنکر پرسن عمران رياض پلار د زوي د خوشي کولو دپاره لاهور هايکورټ ته خواست کړی

د پاکستاني اېنکر پرسن يا په ټي وي پروګرام کوربه او يوټيوبر عمران رياض خان د پلار په خواست لاهور هايکورټ کې اورېدنه شوې، د نوموړي پلار عدالت ته د زوي د خوشي کولو خواست کړی دی.

20.05.2023 ډیوه

فدرالي قاضي: د امریکا نظامي معلوماتو افشا کوونکی به د محمکې تر ورځې په زندان کې وي

د متحده ایالاتو یو فدرالي قاضي جمعه مې ۱۹ (غوایي۲۹) حکم وکړ چې د ملي ګارډ ځواکونو یو غړی چې شک پرې دی چې په لوړه کچه محرم نظامي استخباراتي معلومات یې افشا کړی، د محاکمه کیدو تر نیټې پورې په زندان کې وي.

20.05.2023 امریکا غږ

د افغانستان په شمول د نړۍ په زیاترو لویو ډنډونو کې موسمي بدلون دلاسه اوبه کمې شوي 

د یونېورسټي اف ورجینیا د اوبه د مطالعې ماهر د جهیلونو څېړنه کونکي ډلې مشر و ساینس نومې مجلې کې شایع شوي  کې يې وویل په قدرتي جهیلونو کې د اوبو 56 فیصد کمی د نړیوالې تودوخي او د انساني استعمال او د دې په نتیجه کې تودوالي له امله شوی دی

20.05.2023 ډیوه

 په مکه کې د اُور لګېدو په پېښه کې اته پاکستانيان مړه شوي

د سعودي عرب په مکه ښار کې په يو هوټل کې د اُور لګېدو پېښه کې اته پاکستانيان چې عمرې له تللي، مړه شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پېښه کې د اته کسانو د مړينې تاييد کړی دی خو د مړه شوو کسانو په اړوند نور تفصيل نه دی ویل شوی.

20.05.2023 ډیوه

عمران خان : پولیسو ته اجازه ورکوم چې کور مې وپلټي

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان جمعه مې ۱۹ (غوایي۲۹) ویلي پولیسو ته اجازه ورکوي چې د لاهور په ښار کې د هغه کور تالاشي ځکه داسې شک دی چې د ښاغلي خان په کور کې ځیني مشکوک کسان چې د حکومت ضد په تازه مظاهرو کې یې تشدد کړی، پټ شویدي.

20.05.2023 امریکا غږ

د امریکې حکومت د قرض حد زیاتولو دپاره د حکومت او د حزب اختلاف مذاکرات بیا شروع شول

د ډېموکرېټس کوښښ دی چې د حکومت اخراجات د موجوده په سطح وساتي خو ریپبلېکنز د اخراجاتو کچه د 2022 سطحې ته بوتلل غواړي. په دې اړه هاوس تېره میاشت یوه منصوبه منظوره کړي چې اینده کال به د حکومت په اخراجاتو کې به تر اته فیصد پورې کمی وکړي

20.05.2023 ډیوه

خفیه دستاوېزات افشا کونکی امریکايي عسکر به هغه د مقدمې شروع کېدو پورې په بند کې وي

عدالت دغه فېصله په داسې حال کې وکړه چې حکومتي وکیلانو وویل ۲۱ کلن جېک ټشېرا مخکې پرتشدد بیان بازي کړې او د رازونو د افشا کولو نه څو میاشتې مخکې به لېدل کېدو چې د خفیه معلوماتو نوټس یا یاداشتونه اخلي او داسې استخباراتي معلومات ګوري چې د هغه کار سره یې تعلق نه لرلو

20.05.2023 ډیوه

ایران درې کسان تېر کال په مظاهرو کې امنیتي عسکرو د وژل کېدو په سر تېزندي کړل 

د امریکې خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ایران نه وغوښتل چې د دریو واړو  د تېزندۍ سزا دې نه عملي کوي. د امریکا خارجه وزارت خبریالانو ته وویل چې د مجید کاظمي، صالح میرهاشمي، او سعید یعقوبي تېزندۍ کول به د بشري حقونو یوه ښکاره خلاف ورزي وي

20.05.2023 ډیوه

یوازینی تور پوستی جمهوري غوښتونکی سناتور د امریکا جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیږي

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د جنوبي کاریلونا استازي سناتور ټیم سکاټ د انتخاباتو فدرالي کمیسیون ته کاغذونه سپارلي او غواړي د هیواد په تاریخ کې لومړنی تور پوستی جمهوري غوښتونکی جمهور رئیس شي.

20.05.2023 امریکا غږ

عمران خان: د پوځ د مشر راسره لانجه ده، زما ورسره نشته

پخواني وزیراعظم وویل د هغه د ګرفتارۍ په ضد مظاهرو کې د هغه مخالفینو تشدد کړی "زمونږه په ضد يوه بهانه جوړول غوښتل،مونږه دا ثابتولی شو،  مونږه سره پوره ثبوتونه دي چې د کور کمانډر کور ته چا اور اچولی."

19.05.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.05.2023 امریکا غږ

د لوبو له میدانه؛ افغان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت له سریلانکا سره سیالۍ کوي. دغه راز تر سریلانکا وروسته به په جون میاشت کې له بنګله‌دېش سره درې لوبلړۍ ولوبوي. د زرغون جام کورنیو سیالیو پای او د یو شمېر لوبغاړو ښې لوبې. د اسیا اتلو کلبونو د والیبال په سیالیو کې د افغاستان استازي کلب کام ایر ګډون او لومړۍ بریا. د افغانستان فوټبال د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې راتلونکې سیالۍ. د فوټبال د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبې ته د مانچسټر سیټي او انټرمیلان لوبډلو لارموندنه. د ازادي راډيو سپورټي خبریال بختیار ساحل د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له مشر نورالحق ملکزي سره مرکه کړې. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

19.05.2023 ازادي راډیو

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه: طالبانو افغان-امریکایي خبریال علي لطفیي خوشې کړ

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر د جمعې په ورځ مۍ ۱۹ (غوایي ۲۹) وويل، افغان-امريکايي خبريال علي لطيفي چې يوه ورځ وړاندې د کابل د شپږمې ناحيې د پوليسو له خوا نيول شوى و، له توقيف څخه خوشې شوى دى.

19.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more