شاته

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه: طالبانو افغان-امریکایي خبریال علي لطفیي خوشې کړ

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر د جمعې په ورځ مۍ ۱۹ (غوایي ۲۹) وويل چې افغان-امريکايي خبريال علي لطفیي چې يوه ورځ وړاندې د کابل د شپږمې ناحيې د پوليسو له خوا نيول شوى وو، له توقيف څخه خوشې شوى دى.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې رئیس حجت الله جاوید مجددي د علي لطیفي د خوشې کیدو د تائید کولو په ترڅ کې امریکاغږ ته وویل چې: «خبریال علي لطیفي چې یوه ورځ وړاندې د کابل د شپږمې ناحیې له لورې نیول شوی و، د نورو ملګرو په هلو ځلو او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې په هڅو او د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند ښاغلي خالد ځدراڼ په همکارۍ همدا شېبه خوشې شو.»

دمخه تر دې د کابل ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تائید کړه چې د طالبانو پولیسو افغان-امریکایي خبریال علي لطیفي د "شک" په اساس نیولی و، خو ښاغلي ځدران په دې اړه جزئيات ورنه کړل چې لطفي د کومو شکونو په وجه توقیف او بندي شوی دی.

ځدراڼ په یو ټویټ کې لیکلي چې د پنجشنبې په شپه د طالبانو پولیسو علي لطیفي په شپږمه ناحیه کې ونیو. د هغه په وينا، "د لومړنيو معلوماتو له مخې، هغه [علي لطيفي] ځانګړې ناروغي لري چې معاينات يې عدلي طب ته لېږل شوي دي."

خو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني په یو ټویټ کې ویلي چې د طالبانو پولیسو علي لطیفي د شرابو د څښلو په شک نیولی دی.

حشمت غني لیکلي: "علي لطیفي طالبانو ته په یوه ویډیو کې ویلي، چې تېره شپه یې زما په کور کې شراب څښلي او زه یې په ناحقه د شرابو په څښلو تورن کړی یم. زه د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کوم، چې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې او یا کوم بل ټیم واستوي چې سمدلاسه زما وینه د دې بې اساسه تورونو لپاره معاینه کړي."

خو حشمت غني په یو جلا ټویټ کې تائید کړې چې لطیفي درې ساعته وړاندې دمخه تر دې چې په شپږمه حوزه کې د طالبانو له خوا ونیول شي دده په کور کې و. نوموړي د دغه ټويټ په دوام کې ليکلي چې "ټولې خبريالې ټولنې پوهېږي چې هغه [لطيفي] شراب نه څښي. د طالبانو لوړپوړي مشرتابه راته ډاډ ورکړی چې نن شپه به خوشې شي."

علي لطیفي له څو کلونو راهیسې کورنیو رسنیو او یو شمېر بهرنیو رسنیو ته راپورونه چمتو کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د افغانستان له سقوط وروسته د خبریالانو په ګډون سلګونه مدني فعالان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. خو یو شمېر خبریالان اوس هم په افغانستان کې دي او یا په پټه ژوند کوي او یا هم د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې یې په ګاونډي هېوادونو کې پناه اخیستې ده.