ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلینکن د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو په عادي کېدو ټېنګار وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه جون پنځمه (جوزا۱۵) وویل چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د واشنګټن لپاره ډېر مهم دي. انتوني بلینکن د «امریکا-اسرائیل د عامو اړیکو کمېټې» ته، چې د اسرائیل یو ملاتړی لابي ګروپ دی، دا هم وویل چې ایران ته به هېڅکله اجازه ورنکړل شي چې اتومي وسلې ترلاسه کړي. هغه وویل: «متحده ایالتونه د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي‌ کېدو په ترویج کې رښتینې ملي ګټه لري. موږ په دې باور یو او په حقیقت کې  کولای شو چې [د اړیکو] په پرمختګ کې مهم رول ولوبو.» انتوني بلینکن زیاته کړه چې د امریکا اوسنی حکومت د مخکني ولسشمر جوبایډن په مهال د «ابراهم تړون» ته ژمن دی، په هغه تړون کې عرب هېوادونه هڅول شوي دي، چې د اسرائيل له دولت سره رسمي روابط پيل کړي. سره له دې چې سعودي عربستان اسرائيل ته د تجارتي پروازونه اجازه ورکړې او ورسره یې تماسونه نیولي دي، خو د رسمي‌ اړیکو د پیلولو په اړه یې لا اقدام نه دی کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په سیمه کې د اسرائيل نور ګډېدل د سیمې په ثبات، امنیت او سوکالۍ کې مرسته کوي.» نوموړي وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره کار کوي او «د سعودي عربستان او اسرائيل ترمنځ د روابطو» د عادي کېدو لپاره د نتیجې ترلاسه کولو په هدف کار کولو ته ژمن دي. ټاکل شوې چې هغه دا اونۍ د سعودي‌ عربستان ته ولاړ شي او هلته به د خلیج هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرنو سره هم وویني. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود ویلي دي چې له اسرائیلو سره د سعودي روابط به تر هغه عادي نشي، چې د دواړو هېوادونو-اسرائیل او فلسطین- حل موندل شوی نه وي. نوموړي د بلومبرګ رسنۍ ته ویلي دي: «واقعي عادي روابط او واقعي ثبات فلسطین ته د یو دولت د ورکولو له لارې رامنځ ته کېدای شي.» خو بلینکن ویلي دي چې د اسرائيل او سعودي ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د دوی د یو ځای کېدو هڅه د «اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د پرمختګ بدیل نه دی» او نباید په دې قیمت تمام شي. انتوني بلینکن یو ځل بیا د واشنګټن دا ژمنه تکرار کړه چې ایران ته به اجازه ورنکړل شي اتومي وسلې جوړ کړې. بلینکن وویل: «د متحدو ایالتونو او اسرائيل روابط د اسرائیل امنیت ته د امریکا د ژمنې په اساس دي. په دې ژمنې خبرې نشي کېدای، دا نه بدلېدونکې ده. که ایران د دپلوماسۍ لاره رد کړه، هاغسې چې ولسمشر بایډن واضح کړي‌، ټول انتخابونه د میز په سر پراته دي چې ډاډ ترلاسه شي ایران اتومي وسلې ترلاسه نکړي.»

05.06.2023 امریکا غږ

په کوټه کې ځنډول شوی پوليو کيمپېن پرانيستل شو

د کوټې يو اوسېدونکی احسان الحق چې د پرانيستې غونډې ته يې خپل ماشوم راوستی، وايي پوليو داسي ناروغي ده، چې هيڅ علاج نه لري، ځکه نو ټولې ميندې بايد خپلو ماشومانو ته دوې قطرې ورکړي، چې ماشومان يې د تل له معذورۍ خوندي شي

05.06.2023 ډیوه

این حق من است

این حق من است

05.06.2023 ازادي راډیو

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې اول د ډيورنډ فرضي کرښې له سیمو نه د افغانستان لېرې پرتو ولایتونو ته د وزیرستاني کډوالو د لېږد موخې څېړو چې طالبان وایي موخه یې د پاکستان په وړاندې بریدونو کې د دغو کډوالو د نه لاس لرلو په هکله دپاکستان د ډاډ ترلاسه کول دي. د سي آی اې د پخواني چارواکي، د فارن پالیسۍ د مقالې لیکوال سره، ځانګړې مرکه لرو . د ډنمارک او بریټانیې له لمړي وزیرانو سره د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس، پر لیدنې هم رڼا اچوو.

05.06.2023 امریکا غږ

امریکا او هند په پوځي صنعت کې په همکارۍ توافق وکړ 

د امریکا متحده ایالتونه او هند د پوځي صنعت په برخه کې د همکارۍ په اړه یوې موافقې ته رسېدلي، دا په داسې حال کې ده چې نوی ډهلی غواړي د وسلو په اخیستلو کې یې په روسیې باندې اتکا کمه شي.

05.06.2023 امریکا غږ

اېمنېسټي انټرنېشنل په پاکستان د موسمي بدلون په اثراتو تشویش څرګند کړی

د اېمنېسټي انټرنېشنل د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د ۴۰ مېلین نه زیات خلک بجلۍ ته لاس رسی نه لري، په غربت کې ژوند کونکي خلک یا خو بجلي نه لري او یا د اېرکنډېشنر او د شمسي توانای ښېښي په مالي توګه نه برداشت کولی

05.06.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.06.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان سره د مرستو د بودیجې طرحه ۱.۴ میلیارد ډالر کمه شوه

ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړې ده او له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

05.06.2023 امریکا غږ

امریکي او هندوستان دفاعي همکاري د زیاتولو په موضوع خبرې کړي

د اسټن او د سېنګ ملاقات په داسې حال کې شوی چې د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي څو هفتې وروسته واشنګټن ته تلونکی دی

05.06.2023 ډیوه

بنګله دېش د افغانستان سره د کرکټ ټیسټ لوبې ته دوه نوي لوبغاړي اعلان کړل

بنګله دېش وايي د افغانستان سره د ټیست لوبې دپاره یې خپل یو نوی توپ وهونکی شهادت حسین او تیز بالر مشفیق حسن تیار کړي دي.

05.06.2023 امریکا غږ

چارواکي وایي دافغانستان دوؤ ښوونځیو کې نزدې 80 زده کوونکو نجونو ته د زهرو ورکول کیدو پېښې رامنځته شوي

دنړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د رپورټ له مخې په سرپل کې دطالبانو دحکومت دتعلیم دچارو رییس محمد رحماني ویلي چې نجونو ته د زهرو ورکول کیدو پلټنې پیل کړل شوي اؤ د وړومبیو پلټنو نه معلومه شوې ده چې یو تن دشخصي خوابدۍ په اساس یو دریم ګړي تن ته پیسې ورکړې وې چې دغو ماشومانو ته زهر ورکړي

05.06.2023 ډیوه

یونیسف: افغانستان کې مو څه باندې ۵۰۰زره ماشومانو ته د زده کړو امکانات برابر کړي 

د ملګروملتونو دماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، چې دغې ادارې د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې افغانستان کې ۱.۲ میلیونو ماشومانو ته د زده کړو او د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي په ګډون ملاتړ برابر کړی دی.

05.06.2023 امریکا غږ

د طالبانو حکومت عدلي او قضايي څانګې هېڅ حقوقي معیار نلري – راپور

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د څار یوې ادارې د طالبانو د حکومت د عدلي او قضايي سیستم په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د پخواني رژيم د قوانینو د لغوه کولو وروسته د طالبانو قضايي نظام د حقونو میکانیزمونو نشتون سره مخ شوی دی.

05.06.2023 امریکا غږ

طالبان د پاکستان تر شکایت وروسته پاکستاني کډوال د سرحدي ولایتونو څخه باسي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یکشنبه جون ۴ (غبرګولي۱۴) اعلان کړی چې پلان لري زرګونه پاکستاني کډوال چې په سرحدي ولایتونو کې پراته دي، د هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي ځکه شک کیږي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پیښو ډیروالی د همدې کډوالو له کبله دی.

05.06.2023 امریکا غږ

خامنه اي: د حکومت ضد مظاهره چیان "بدعمله او جنایتکاران" وبلل

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي یکشنبه جون ۴ (غبرګولي۱۴) د غربي هیوادونو پر ضد د خپل جدي دریځ دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې پدې برخې کې هر ډول جوړجاړی به د ایران دښمنان لا ډیرې دښمنۍ کولو ته راوبولي.

05.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more