ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مهمې مشرې شېرين مزاري د ګوند او سیاست پرېښودو اعلان وکړو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يوې مهمې مشرې او د بشري حقونو مخکنۍ مرکزي وزيرې شيرين مزاري د ګوند پرېښودو او د سیاست څخه په ډډه کېدو اعلان وکړو.

23.05.2023 ډیوه

ار اېس اېف: پاکستانی خبریال چېرته دی؟

ار اېس اېف وویل د بول نیوز کوربه عمران ریاض صورتحال د ای ار وايي نیوز ټېلې وژن چېنل خبریال ارشد شریف  ته پام بیايي چې د عمران خان حمایت یې کولو او د ګرفتارۍ د ویرې تېر کال د اګست په میاشت کې د پاکستان نه کينیا ته ورسېدو او بیا د اکتوبر په ۲۳ نېټه په کینیا کې په ډزو ووژل شو

23.05.2023 ډیوه

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې يو ډالر د 306 روپو نه سېوا شوی

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر بيه 306 روپو ته رسېدلې او د پاکستان مرکزي بېنک وايي، په انټربېنک مارکيټ د ډالر بیه 278 روپۍ ده، خو په پرانستي مارکيټ کې ډالر 306 روپو ته رسېدلی دی.

23.05.2023 ډیوه

پولیسو هغه کس نیولی چې سپینې ماڼۍ ته یې نږدې له امنیتي کټارې سره موټر جنګولی

د امریکا د مخفي خدماتو پولیسو اداره وايي د یو ټرک چلوونکی یې د دوشنبې په شپه وروسته له هغه ونیو چې موټر یې سپینې ماڼې ته څېرمه له یوې کټارې سره ټکر کړ.

23.05.2023 امریکا غږ

اورپکو په پاکستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي - مقامات 

په پاکستان کې چارواکي وايي چې اورپکو په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي او نهه ټولګي یې وران کړي دي.  دا پېښه تېره شپه د «حسوخېل» او «ګل موسکی» په سیمو کې شوې ده.   په سیمه کې یو چارواکي ریحان ګل خټک وویل: «اورپکو د نجونو په دوو دولتي ښوونځیو کې دننه ماینونه ځای ځای په کړي او بیا یې د شپې ناوخته الوځولي دي.»  نوموړي وویل چې شپږ ټولګي د «حسوخېل» او درې «د ګل موسکی» په ښوونځیو کې وران شوي دي. هغه فرانس پرس اژانس ته وویل: «یقینآ چې اورپکو دا کار کړی خو لا دقیق نپوهېږو چې څوک په دې کې لاس لري.»  په سیمه کې یو پولیس مقام سلیم ریاض هم دا پېښه تائید کړې ده او ویلي دي چې «هره اړخیزه پلټنه» پیل شوې ده.  په شمالي وزیرستان کې اورپکي فعال دي، په تېرو ۲۰ کالونو کې پاکستاني پوځ او د امریکا بې پیلوټه الوتکو به وخت ناوخت په دغې سیمې کې اورپکي په نښه کول.   په کابل کې د افغان طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې نا امنۍ زیاتې شوې دي.  د «پاکستاني طالبانو غورځنګ» چې به ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی دی، له افغان طالبانو څخه جلا دی خو مفکوره یې یوه ده. پاکستاني طالبان په دغه هېواد کې د نظام نسکورل او د «شریعت نفاذ» غواړي.  پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د پاکستان له حکومت سره شوی تړون لغوه اعلان کړه، دا تړون د افغان طالبانو په منځګړتوب شوی و. پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ضد د بریدونو  اعلان کړی دی.  پاکستاني طالبانو په قبایلي سیمو کې په ځینو سیمو کې کنترول هم درلوده، خو په ۲۰۱۴ کال کې پاکستاني ځواکونو هلته پراخ عملیات وکړل او طالبان یې وشړل.

23.05.2023 امریکا غږ

عمران خان د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې نېب ته مخامخ شوی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان سره د مېرمن د القادر ټرسټ غبن په قضيه کې د احتساب قامي ادارې [نېب] ته وړاندې شوی دی.

23.05.2023 ډیوه

تحریک انصاف په سپریم کورټ کې د خلکو په ضد پوځي مقدمې چېلنج کړې، خلیلزاد دا غیراییني بللې دي

واشنګټن ـــــ د مخکیني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند سپریم کورټ ته پوځ او مرکزي حکومت د هغه اعلان په ضد درخواست ورکړی چې وایي د مې د نهمې په پېښو کې د لاس لرونکو په ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې وکړي. زلمي خلیلزداد د پوځ دا کار غیراییني او پوځي آمریت بللی دی. درخواست د پي ټي ای اېډیشنل جنرل سیکرټري عمر ایوب خان د ګل- دوشنبې په ورځ د ملک ستر عدالت ته ورکړی او ترې غوښتي یې دي چې د ایین د 245مې مادې په بنیاد د ملکي خلکو په خلاف په پوځي عدالتونو کې مقدمې او د هغوی خلاف اقدامات دې "غیرقانوني" وګرځوي. د مې پر نهمه چې د پاکستان د احتساب عدالت په امر مخکینی وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد هایکورټ کې دننه رېنجر ځواک ونیو، په غبرګون کې یې د هغه د ګوند سلګونه پلویان په پنجاب او پښتونخوا کې پوځي او نورو سرکاري او ولسي ځایونو ته ننوتي وو، اورونه یې ورکړي وو او نور تاوانونه یې ور رسولي وو. د پاکستان پوځ د مې نهمه د ملک په تاریخ کې "توره ورځ" بللې وه او پر پوځي اثاثو د برید کوونکو په خلاف یې د پوځي قانون په بنیاد د مقدمو کولو پرېکړه کړې وه. د شهباز شریف حکومت د پوځ د دې پرېکړې هرکلی کړی دی. د ډان د رپوټ له مخې د تحریک انصاف ګوند وکیل ګوهر خان په درخواست کې د اېکشن اِن اېډ آب سېول پاور قانون په بنیاد په اسلام اباد، پنجاب، پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کول چېلنج کړي دي. په درخواست کې ویل شوي چې د ملکي خلکو خلاف په پوځي عدالت کې مقدمې کول د ټاکلي قانوني عمل او منصفانه مقدمې د اییني ضمانتونو "ښکاره سرغړونه" ده، وایي دا ډول مقدمې په نړیواله توګه فرسوده ګڼل کېږي او په مقدمه کې د انصاف د کمي په سترګه ورته کتل کېږي. په درخواست کې ویل شوي: "دوی د مدني او سیاسي حقونو د هغه نړیوال تړون سرغړونه کوي چې پاکستان یې په عملي کولو ذمه وار دی او منلی یې دی". د افغانستان د سولې لپاره د امریکې مخکیني استازی زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ پر مشر تور پورې کړی او وایي هغه په دوامداره توګه "د جمهوریت سرې کرښې" تر پښو لاندې کوي. خلیلزاد د مې پر 22مه په څو پرله پسې ټویټونو کې د عمران خان د ګوند خلاف د پاکستاني پوځ پر تګلاره نیوکې کړې او وایي اوس چې پوځ په پوځي عدالت کې د ملکي خلکو په ضد د مقدمو پرېکړه کړې دا "پوځي آمریت" او "غیراییني اقدام" دی: "یو ځل بیا په پوځي عدالت کې د عامو خلکو خلاف د مقدمو لپاره به یو ځل بیا په ایین کې بدلون راوستل کېږي چې دا ځل هیڅ د پوهېدو وړ جواز نه لري". د سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو د تنظیمونو له اندېښنو سره سره د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د مې پر 21مه په لاهور کې ویلي وو، د هغو کسانو خلاف یې قانوني عمل پیل کړی دی چې د مې په نهمه یې پر پوځي ودانیو په بریدونو کې لاس درلود. زلمی خلیلزاد وایي په 2014م کال کې چې په پېښور کې پر آرمي پبلک سکول برید وشو، نو وخت لږ وو ځکه په ایین کې د 23م بدلون په بنیاد د ملکي خلکو خلاف د پوځي مقدمو اجازه ورکړل شوه، خو وایي هغه بدلون په 2019م کې ختم شوی دی: "زما د معلوماتو له مخې اوسنی پارلمان د پي ټي ای د غړو د استعفاګانو له کبله دا اییني جواز نه لري چې دا [په ایین کې ترمیم] وکړي". د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ضمانت تر خوشي کېدو وروسته پرله پسې وایي چې د مې پر نهمه د ملک پر سرکاري ودانیو بریدونه "د یوې منظمې دسیسې" په بنیاد شوي چې وایي مقصد یې د ده پر ګوند بندیز لګول دي. عمران خان وایي د ده د ګوند 7,500 کسان نیول شوي دي او وایي دوی تر اوسه عدالتونو ته هم نه دي وړاندې شوي، وایي که وړاندې شوي او ضمانت ورکړل شوی نو بیرته نیول شوي دي. خو د پنجاب د اطلاعاتو نګران وزیر عامر میر وایي تر اوسه 3,428  تورن کسان نیول شوي او وایي د 25,000  ذمه واره کسانو فهرست یې تیار کړی او د شاوخوا 5,000  هغو کسانو د نیولو اراده لري چې په سرکاري او پوځي ودانیو په بریدونو کې مخامخ لاس لري.

23.05.2023 ډیوه

په جنوبي وزیرستان کې د یو تن د وژنې او نورو د نیولو ضد احتجاج روان دی

د افغانستان پولې  ته څنګ ته پرتې د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان ضلع کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ځایي خلکو نیولو او د یو بندي تن د دوی په بند کې تر وژل کېدو پرضد ځایي اوسېدونکو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو احتجاجي پرلت پېل کړی چې نن په دریمه ورځ دوام لري.

23.05.2023 ډیوه

پاکستان کې د تیلو چاڼولو په یوې فابریکې برید کې شپږ امنیتي ساتونکي وژل شوي

په پاکستان کې د پولیسو مقامات وايي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو کې تیره شپه د هنګري د تیلو د چاڼولو په یوه فابریکه باندې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې شپږ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

23.05.2023 امریکا غږ

عمران خان:ملک کې د مارشلا په څېر حالت دی، ملکي چارې د پوځ مشر لاس کې اخیستې

دپاکستان په عدالتونو کې دبیلابیلو مقدمو سره مخ دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان وایي،په ظاهره پاکستان کې دمارشل لاء په څېر حالت دی اؤ دپوځ مشر ملکي چارې په لاس کې نیولې دي. دبرتانیې ټایمز راډيو سره مرکه کې ښاغلي خان ویلي دي  "په هیواد کې دجمهوریت راتلونکی روښانه دی ځکه چې کوم ګوند دهیواد د اویا فیصدي خلکو رایې لري،هغه په داسې ګامونو څوک نه شي را ایسارولی" هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پوځ اؤ حکومت یې ګوند هیواد کې په نهم مئ رامنځته شوؤ د اړي ګړي اؤ تشدد په پېښو تورن کړی اؤ پرېکړه یې کړې ده چې دغو پېښو کې دلاس لرونکو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي.  عمران خان ویلي حکومت یې څه وخت هم په کومه مقدمه کې نیولی شي اؤ د ګرفتارۍ یې زیات امکان دی. تر دې وړاندې هم عمران خان دمئ په نهمه نیټه اسلام اباد هایکورټ نه د القادر ټرسټ په نوم دغبن مقدمه کې نیول شوی ؤ چې بیا یې دګوند پلویانو دګرفتارۍ پرضد ګرد هیواد کې دتشدد نه ډک احتجاجونه کړي وؤ. نن دنهې په ورځ پخوانی وزیراعظم عمران خان په القادر ټرسټ مقدمه کې نیب ته وړاندې کیږي خو هغه نیب ته د وړاندې کیدو نه مخکې دګل په شپه پخپلو پلویانو غږ کړی دی چې که ونیول شي نو باید هیڅوک اړی ګړی جوړ نه کړي اؤ دپرامنه لارې دې خپل احتجاج ریکارډ کړي. د القادر ټرسټ دوسیه څه ده؟ په عمران خان موجوده حکومت تور لګولی چې کله هغه په اقتدار کې ؤ نو د القادر ټرسټ په نوم دیو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د زمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله زمکه ترلاسه کړې وه. القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري اؤ عمران خان اؤ د هغه میرمن ددغه بنسټ مسولین یا مشران دي. عمران خان دریځ لري چې دا زمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض اؤ عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده. حکومت دعوه لري چې برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 190 میلیونه پاونډونه (چې پاکستاني روپو کې څه باندې 60 اربه روپۍ جوړیږي) برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وؤ خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې دکراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی ؤ. حکومت دعوه لري چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان له 458 کناله زمکه د چندې په نوم ورکړې ده. د عمران خان دریځ د ګل/دوشنبې په ماسخوتن په سپېس خپله وینا کې عمران خان سپیناوی  وکړو چې د برتانیې لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سپریم کورټ په اکاونټ کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وؤ که داسې نه کوي نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره برتانیه کې کیس کوي اؤ په هغې که اووه، اته کاله وخت ولګي نو هغه دا ذمه واري نشته چې پاکستان به دا کېس وګټي. عمران خان دریځ خپل کړو چې د القادر ټرسټ نه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي اؤ که حکومت د سپریم کورټ فنډ کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سپریم کورټ کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.

23.05.2023 ډیوه

افغانستان کې د نجونو د انلاین زده کړو لویه ستونزه فیس دی

ددې وروسته، چې طالبانو د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه، یو شمیر انلاین ښوونځیو د شپږم ټولګي څخه پورته افغان نجونو ته د زده کړو په برخه کې فعالیت پیل کړ؛یو یې هم د کاناډا د افغانستان نړیوال ښوونځی دی.

23.05.2023 امریکا غږ

د بودجې په هکله د بایډن او مک مکارتي خبرې ګټورې وې خو موافقې ته ونه رسیدل

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) دوه په دوه په سپینې ماڼۍ کې وکتل چې د بودجې پر سر روان جنجال پای ته ورسوي او پرې نږدې چې دا هیواد د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.

23.05.2023 امریکا غږ

کرک: د تېلو پاکولو په کارخانه د وسله والو برید کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو دعوې شوې دي

سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په کرک سیمه کې د مول کمپنۍ د منزلي 8 په نوم د تېلو پاکولو په کارخانه نامعلومو وسله والو حمله کړې ده چې په کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نهې/سه شنبې په ورځ د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې نامعلوم وسله وال تېره شپه د کرک اؤ هنګو سیمې په بارډر یا پوله پرته د هنګري د مول کمپنۍ دمنزلي 8 د تیلو پاکولو په کارخانه(ایل فیلډ) ورختلي اؤ ناتاره ډزې یې پرې کړې دي. سرچینو ډیوه ته ویلي په دې حمله کې څلور دملیشې عسکر اؤ دوه دکمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي خو دسیمې پولیسو یا انتظامیې لا ددې دعوې تصدیق نه دی کړی. په پېښور کې د ای ار وایي ټي وي مرستیال مشر اؤ وتلي صحافي ښاغلي شهاب الدین په ټویټر لیکلي چې دڅلورو عسکرو اؤ دوؤ ساتونکو د وژل کیدو تر څنګ دې برید کې دکمپنۍ یو ساتونکی لادرکه شوی هم دی سرچینې وایي کله چې برید کوونکو د تېلو په کارخانه ناتاره ډزې وکړې نو دکارخانې ساتونکو هم په ځوابي توګه د ډزو لړۍ پیل کړه اؤ دبرید کوونکو مخه یې ونیوله. د سرچینو په وینا د وسله والو په ډزو کې دکارخانې دوه ساتونکي وژل شوي اؤ بیا کله چې دایف سي عسکر موقعې ته ورسیدل نو وسله والو دهغوي په ګاډي هم ناتاره ډزې وکړې چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي. د دستک نیوز په نوم یوې محلي یا سیمه ییزې رسنۍ پخپله فیس بک پاڼه ددې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده چې دشپې په تیاره کې پکې یوازې د ناتاره ډزو غږونه اوریدل کیږي خو نور پکې څه په نظر نه راځي په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په یاده سیمه کې په تېرو وختونو کې دشوؤ زیاترو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان قبولې کړې دي. تر دې وړاندې تېرکال د جون په میاشت کې هم دتېلو په دې کارخانه وسله والو برید کړی ؤ اؤ دکارخانې یو ساتونکی یې وژلی اؤ بل یې تښتولی ؤ. وي او ای ډيوه د پېښې په اړه دسیمې دپولیسو دنظر معلومولو په غرض د کرک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او سره دمشر سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو کامیابه نه شوه.

23.05.2023 ډیوه

پښتونخوا کې د هنګري په کمپنۍ حمله، 4 پاکستاني ملېشا يوځیان او د کمپنۍ 2 ساتونکي وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د ملېشا پوځ څلور کسان او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي دي. ځايي پولیسو مېډیا ته ویلي د نهې (سه شنبې) په خړ سهر دغه حمله د 50 پورې وسله والو کړې ده او په تښتېدو کې کامیاب شوي دي.  سرچینو ډیوه ته ویلي په دې حمله کې څلور د ملېشې عسکر اؤ دوه دکمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي خو دسیمې پولیسو یا انتظامیې لا ددې دعوې تصدیق نه دی کړی. په پېښور کې د «آج» ټي وي مرستیال مشر اؤ وتلي صحافي ښاغلي شهاب الدین په ټویټر لیکلي چې دڅلورو عسکرو اؤ دوؤ ساتونکو د وژل کیدو تر څنګ دې برید کې دکمپنۍ یو ساتونکی لادرکه شوی هم دی سرچینې وایي کله چې برید کوونکو د تېلو په کارخانه ناتاره ډزې وکړې نو دکارخانې ساتونکو هم په ځوابي توګه د ډزو لړۍ پیل کړه اؤ دبرید کوونکو مخه یې ونیوله. د سرچینو په وینا د وسله والو په ډزو کې دکارخانې دوه ساتونکي وژل شوي اؤ بیا کله چې دایف سي عسکر موقعې ته ورسیدل نو وسله والو دهغوي په ګاډي هم ناتاره ډزې وکړې چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي. د دستک نیوز په نوم یوې محلي یا سیمه ییزې رسنۍ پخپله فیس بک پاڼه ددې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده چې دشپې په تیاره کې پکې یوازې د ناتاره ډزو غږونه اوریدل کیږي خو نور پکې څه په نظر نه راځي په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په یاده سیمه کې په تېرو وختونو کې دشوؤ زیاترو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان قبولې کړې دي. تر دې وړاندې تېرکال د جون په میاشت کې هم دتېلو په دې کارخانه وسله والو برید کړی ؤ اؤ دکارخانې یو ساتونکی یې وژلی اؤ بل یې تښتولی ؤ. وي او ای ډيوه د پېښې په اړه دسیمې دپولیسو دنظر معلومولو په غرض د کرک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او سره دمشر سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو کامیابه نه شوه.

23.05.2023 ډیوه

د پاکستان د ډيجیټلي سرشمېرنې ابتدائي نتایج: د خیبرپښتونخوا ابادي د 40 میلیونو نه کمه ده

واشنګټن  - د پاکستان د شماریاتو ادارې په ملک کې د وروستۍ سرشمېرنې ابتدائي شمېرې اعلانې کړي چې ترمخه یې د ټول پاکستان آبادي دا وخت قریب دوه نیم سوه میلینه (249566743) تنانو ته رسېدلې ده. همدا راز ابتدائي شمېرنې ښایي چې د خیبرپښتونخوا آبادي دا وخت کې د څلوېښت میلینه نه کمه یعنې (39823138) تنان دي او پنجاب د قریب 127.5 میلینه آبادۍ سره خپل، د پاکستان تر ټولو د زیادې آبادۍ والا صوبه ګڼل کیږي. د پنجاب نه پس، سندهـ صوبه د قریب اته پنځوس میلینه آبادۍ سره په دویمه درجه کې او بلوچستان د قریب دوه ویشت میلینه آبادۍ سره، د خیبرپښتونخوا نه پس په څلورمه درجه کې راغلی دی. د بزنس ریکارډر وېب سایټ د رپوټ ترمخه، د پاکستان د شماریاتو د ادارې مشر نعیم الظفر دا شمېرې په یو خبري کنفرنس کې بیان کړي دي. د هغه په وینا، په دغې سرشمېرنې کې چې د پاکستان اوومه قامي مردم شماري او وړومبۍ ډيجیټلي مردم شماري وه، د پایتخت اسلام آباد آبادي قریب دوه میلینه و درې لکه و شپېته زرو ته اوچته شوې ده. د رپوټ ترمخه، د شماریاتو کمېشنر ویلي چې د دې نه وړاندې سرشمېرنه چې کومه شوې وه، د هغې په نسبت اوس د پاکستان په ټوله آبادي کې نهه څلوېښت (۴۹) میلینه اضافه راغلې ده. د دې ډيجيټلي سرشمېرنې موده څه وخت مخکې غځېدلې وه چې د چارواکو په وینا د دې غځولو په نتیجه کې لس میلینه و اووه لکه نور وګړي هم په سرشمېرنه کې حساب کړی شول. چارواکو دا هم ویلي چې په دې ډیجېټلي سرشمېرنې باندې څلور دېرش (۳۴) اربه روپۍ خرچه راغلې ده. په دې سرشمېرنې باندې دمخه لا خیبرپښتونخوا کې پوښتنې راولاړې شوې وې او سیاسي ګوندونو دا خبره اوچته کړه چې په قبایلي ضلعو کې وړاندې هم د کال ۲۰۱۷ په سرشمېرنه کې د بنیادي ډهانچو د نشتون له کبله د دوی یو کروړ او شل لکه آبادي، په مشکل سره پنځوس لکه ښودل شوې وه او دا د قبایلي اولس سره "لوی خیانت" و. د شماریاتو اداره وایي چې دا ځل د ډیجیټلي سرشمېرنې په مهال یې د دوه لکه نه زیات شکایتونه اخېستي دي چې اکثره یې د سیاسي جماعتونو له خوا درج شوي و او دوی ورباندې غور کړی دی. وزیراعظم شهباز شریف حکم کړی چې د وروستۍ سرشمېرنې د تصدیق کولو لړۍ دې د روانې مې میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې مکمله کړی شي.

23.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more