ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اسټرېلیا اعلا ترین پوځي اعزاز اخیستونکی عسکر په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ککړ موندل شوی

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سمېت په مقدمه خپله فېصله کې د اسټرېلیا د وفاقي عدالت جج جسټس اېنتني بسنېکو وویل په کال ۲۰۱۸ کې په مطبوعاتو کې د سمېت په باره کې چاپ شوي مضمونونه صحیح وو چې د هوايي پوځ د خصوصي رجمنټ پخواني عسکر یو شمېر جنګونو کړي دي

01.06.2023 ډیوه

بواسیر څه دي او څنګه یې باید درملنه وشي 

بواسیر یوه عامه ناروغي ده چې د مقعد په شاوخوا کې د رګونو د پړسوب له امله رامینځته کیږي او ښایي د درد، ځایي خارښ او د مقعد د وینې کیدو لامل شي.

01.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

01.06.2023 امریکا غږ

زیلینسکي: په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه شکونه اروپا ته خطر پېښوي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ، د جون لومړی (غبرګولي ۱۱مه) اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړ چې د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) کې د کیف د غړیتوب په اړه هر ډول شکونه به روسیه دې ته وهڅوي چې پر نورو هیوادونو بریدونه وکړي.

01.06.2023 امریکا غږ

یاغیانو د ایران سره په پوله دوه پاکستاني سرتیري وژلي  

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د ایران پولې ته څیرمه سیمه کې د دوی پر په یوې پوستې باندې د «ترهګرو د یوې ډلې» په برید کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. 

01.06.2023 امریکا غږ

امریکې په سوډان کې په جنګ کې ښکېلو فريقېنو غږ کړی چې د جنګ بندۍ احترام دې وکړي

د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان (نې) په یو بیان کې وویل کله چې په جنګ کې ښکیل ځواکونه په عملي ډول وښښي چې په جنګ بندۍ کې سنجیده دي نو امریکا او سعودي عرب تیار دي چې خبرو دلارې د مسلې حل راوېستلو دپاره د ځنډ ښکار مذاکرات بیا شروع کولو کې مرسته وکړي

01.06.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې د طالبانو د مشر او د قطر د لومړي وزیر د ملاقات په اړه بیلابیل غبرګونونه راسپړو. د خپرونې د میلمه سره به لویدیځ ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پردې وینا بحث وکړو چې وایي د افغانستان علمي‌کادرونه مه باسئ. پدې برسیره به له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د متحده ایالتونو د نوې مرسته جزییات درسره شریک کړو اوپه آخر کې به مو د کاناډا د ټورنټو ښار ته د غاټولو ګلانو نندارې ته بوځو.

01.06.2023 امریکا غږ

لاهور: د تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب مخکینی وزیراعلی پروېز الهي ونیول شو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب صوبې پخوانی وزیراعلا پروېز الهي په لاهور کې د کور سره نزدې نیول شوی دی. پنجاب صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير تاييد کړه چې پروېز الهي د غبن په قضيه کې مطلوب وو.

01.06.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

01.06.2023 امریکا غږ

بلینکن د صربستان او کوزوو څخه وغوښتل چې کړکیچ ته له لمن وهلو ډډه وکړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جون اول (غبرګولي ۱۱) د کوزوو او صربستان له مشرانو وغوښتل چې تاوتریخوالی راکم کړي او خبرداری یې ورکړ چې دوی په اروپایي ټولنه کې د ادغام هیلې له خطر سره مخ کوي. 

01.06.2023 امریکا غږ

په کاناډا کې به پر هر سګرټ د روغتیایي خبرداري لیکل اړين شي

کاناډا به ډیر ژر په نړۍ کې هغه لومړی هیواد شي چې په هر یو سګرټ به روغتیايي خبرداری لیکل شوی وي. 

01.06.2023 امریکا غږ

اېمنېسټي انټرنېشنل: د ادریس خټک مقدمه ثابتوي چې پاکستان دې بیا پوځي عدالتونه جوړ نه کړي

پاکستاني چارواکو ویلي د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو کې په پوځي ودانیو حملو کې په مبینه توګه د ککړو سلګونو کسانو مقدمې پوځي عدالتونو ته سپارل شوي دي

01.06.2023 ډیوه

مردان: عدالت د مذهب د سپکاوي په قضیه کې يو تن ته د مرګ سزا اورولې ده

سزاوار شوی تن د کال 2017 د فرورۍ  په میاشت کې د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی وو، په هغه جوړه مقدمه کې ویل شوي وو، عرفان نومې تن په جومات کې په لاوډ سپيکر د نبوت يا پېغمبرۍ دعوه کړې وه.

01.06.2023 ډیوه

ایچ آر ډبلیو: طالبان له بهرنیو مشرانو سره ویني او رسمیت پېژندنه غواړي خو د ښځو ځپل یې روان ساتلي

واشنګټن ــــ د قطر له وزیراعظم سره د طالبانو د مشر د کتنې په اړه د غبرګونونو په لړ کې د بشري حقونو د څار تنظیم یوې مشرې ویلي، فکر نه کوي دا کتنه به د دې لپاره شوې وي چې طالبان په افغانستان کې د موجودو ستونځو هوارولو ته تیار شوي دي. د بشري حقونو د څار تنظیم د ښځو څانګې مشرې هیدر بار د چارشنبې- شورو په ورځ پر ټویټر د طالبانو له مشر سره د قطر د وزیراعظم د لیدو په اړه د رویټرز رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، په دې کتنه کې نوې خبره یواځې د طالبانو له مشر لیدل دي: "فکر نه کوم دا دې یوه نوې تیاري وي، نوې خبره یواځې د اخوندزاده لیدل دي. له دغو خبرو سره سره یو ځای [د طالبانو له خوا] د ښځو او نجونو ځپل په دوامدار ډول دوام لري او لا زیات شوي دي". هیدر بار وایي طالبان چې د 2021م په اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شوي له هغه را وروسته تل دې ته لېواله وو، چې [له نړۍ سره] د اړیکو، مرستو، رسمیت پېژندنې او مبارکیو لپاره پر خپلو غوښتنو ټینګ شي. د قطر وزیراعظم په افغانستان کې د طالبانو له مشر سره 19 ورځې مخکې په دې اړه پټې خبرې کړې چې له نړیوالې ټولنې سره خپل کړکېچ حل کړي. طالبانو تر اوسه د دغو خبرو په اړه په رسمي توګه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د هغه د سفر خبر او له نورو مشرانو سره د لیدو عکسونه یې خپاره کړي وو. رویټرز خبري ایجنسۍ د شورو- چارشنبې په ورځ‌ په خپل ځانګړي خبر کې ویلي، له دغو خبرو یوې خبرې سرچینې ورته ویلي دي چې د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني د مې پر 12مه په کندهار کې له ملا هبت الله اخوندزاده سره لیدلي وو. دا لومړی ځل دی چې د یو بهرني هېواد کوم مشر افغانستان ته په سفر کې د طالبانو له هغه مشر سره لیدلي، چې د طالبانو د واکمنۍ په شاوخوا دوه کلنه موده کې یې په رسنیو کې څېره نه ده لیدل شوې. د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره د قطر د وزیراعظم لیدو پر ټولنیزو رسنیو هم د خلکو غبرګونونه را پارولي دي. د افغانستان په تېر حکومت کې د ننګرهار والي او د دفاع مخکیني وزیر شاه محمود میاخېل پر ټویټر لیکلي: "آیا د قطر وزیراعظم دا تاییدولای شي چې له اصل ملا هبت الله سره یې لیدلي دي نه له جعلي سره؟ د یو مخکیني مثال په بنیاد صدر کرزي په 2010م کال کې له جعلي ملا منصور سره لیدلي وو". وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم دی د قطر د استخباراتو د مشر په ملتیا د خپل سفر په مهال په کندهار کې د طالبانو له رئیس الوزرا یا وزیراعظم ملا حسن اخوند سره هم لیدلي وو. سرچینې رویټرز ته ویلي، چې په کندهار کې د قطر او د طالبانو د مشر د خبرو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته هم معلومات ورکړل شوي دي او هغوی له طالبانو سره د خبرو غزولو په ګډون پر هغو ټولو مسایلو غور کوي چې دواړو ورباندې بحث کړی دی. دغې سرچینې رویټرز ته دغه معلومات د نوم نه ښکاره کولو په شرط ورکړي او ورته ویلي یې دي چې شیخ محمد له ملا هبت الله سره پر کومو مسایلو بحث وکړ په هغو کې د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز ختمېدلو اړتیا هم شامله ده. رویټرز ویلي وو، د طالبانو له مشر سره دا لیدنه او خبرې د قطر سفارتي کامیابي ښکاره کوي، چې پر ښځو یې د طالبانو پر بندیزونو نیوکې هم کړې دي، خو له دې اسلامي تحریک [طالبانو] سره د اوږدې مودې اړیکو په وسیله یې د نړیوالې ټولنې له خوا له کابل سره د ژورو اړیکو جوړولو هڅې هم کړې دي. امریکا او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د نجونو پر اعلی تعلیم لګېدلي بندیزونه ختم کړي، ښځو ته د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په مرسته کوونکو ادارو کې د کار اجازه ورکړي او د هغوی د ازادۍ مخه ونیسي او له طالبانو پرته نور افغانان هم په حکومت کې ور شامل کړي. رویټرز وایي وایسټ هاوس یا سپینې ماڼۍ په کندهار کې د دغو خبرو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د قطر سفارت هم د دوی پوښتنې ته جواب ونه وایه. طالبانو هم تر اوسه پورې له ملا هبت الله سره د قطر د وزیراعظم د لیدو او پټو خبرو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو مشران یې پرله پسې په خپلو ویناوو کې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو جوړولو او د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنې کوي. رویټرز دا نه دي ویلي چې د قطر د وزیراعظم غوښتنو ته د طالبانو مشر څه جواب ویلی، خو وایي ملاهبت ‌الله چې یو سختدریځی اسلامپالی د خپلو فرمانونو په اړه جوړجاړي ته یې لږه لېوالتیا ښکاره کړې ده. وایي له شیخ محمد سره د ملا هبت الله لیدنه دا ښکاره کوي چې هغه د افغانستان د یواځیتوب د ختمولو او د مرستې پروګرامونو ته د ودې ورکولو لپاره د لارو پرانیستلو په لټه کې دی ځکه چې وایي هیواد یې له لوږې او غریبۍ سره مخ دی. سرچينې رویټرز ته ویلي، چې "دا ډېره مثبته ناسته وه"، ځکه چې وایي ملا هیبت په دې کې "ډېره دلچسپي" لرله چې له نړیوالې ټولنې سره خبرې روانې وساتي. د قطر وزیراعظم د طالبانو له مشر سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دوی د روانو هڅو په اړه هم خبرې کړې وې، د رویټرز په وینا دا د داعش ډلې په ضد د طالبانو هڅو ته یوه اشاره ده.

01.06.2023 ډیوه

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د عامو خلکو ضد پوځي عدالتونو کې په مقدمو اندېښنه څرګنده کړې

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ویلي، د عامو خلکو ضد د پوځي قانون لاندې مقدمې چلول د اندېښنې وړ دي او خبرداری یې ورکړی که سياسي فريقېن ملک د بحرانونو څخه په ويستلو کې ناکامه شو د وړاندې نه کمزوري جمهوریت ته نورې خطرې ورپېښېدی شی.

01.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more