ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اسلامي همکارۍ تنظیم وایي پر غزه اسرایلي بمباري او محاصره دې سمدستي ختمه شي

د اسلامي‌ همکاریو تنظیم په خپله بیړنۍ غونډه کې په غزه باندې د اسرایلي ځواکونو د بمبارۍ د سمدستي بندېدو او د غزې پټۍ د محاصرې د ختمولو غوښتنه کړې ده. حماس د دې غوښتنې هرکلی کړی خو اسرایل ورته لا څه جواب نه دی ویلی. د او ای سي د بهرنیو چارو د وزیرانو بیړنۍ غونډه د شورو- چارشنبې په ورځ د سعودي عرب په جده ښار کې وشوه، چې د پاکستان په ګډون د اکثرو اسلامي‌ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو. تنظیم تر غونډې وروسته د 20 غوښتنو یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ټولې د فلسطین له ازادۍ او پر غزه پټۍ د اسرایلي ځواکونو له بمبارۍ سره تړلې دي، خو پر اسرایل د حماس ډلې د بریدونو ذکر او غندنه پکې نه ده شوې. د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل د حماس له لومړیو بریدونو راهیسې تر اوسه په اسرایل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر پینځه زره ته نیژدې شوی او ټپیان یې پینځلس زره ته رسېدلي دي. که څه هم اسرایل ویلي د غزې پر «الاهلي المعمداني العربي» روغتون د وړمې ورځې برید دوی نه بلکې اسلامي‌ جهاد ډلې کړی او اسلامي جهاد ډلې دا تور رد کړی دی، خو د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم په اعلامیه کې او د تنظیم مشر حسېن براهیم طه د دې برید پړه پر اسرایل ور اچولې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالنهیان د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي وو، چې د اسلامي‌ همکارۍ سازمان باید پر اسرایل د تېلو او نور بندیزونه ولګوي او سفیران یې له خپلو هېوادونو وباسي، خو د او ای سي په اعلامیه کې داسې څه ذکر نه شته. د او ای اسي په ګډه اعلامیه کې اسرایلي پوځ ته "قبضه ګر ځواک" ویل شوي او په غزه باندې د دوی بمباري او محاصره په "کلکه غندل" شوې ده، اعلامیه تور پورې کوي چې اسرایلي پوځ په قصدي د غزې ودانۍ تباه کوي او عام خلک په نخښه کوي. د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم له غزې د خلکو ایستل او د جګړې اغېزمنو خلکو ته د بهرنیو مرستو د ورتګ لاره بندول هم غندلي او وایي دا کار د ټولو نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی: "پر ټولو هیوادونو ږغ کوو چې سمدستي بشري، طبي او د تسکین وړ مرستې، اوبه او بجلۍ چمتو کړي او غزې پټۍ ته د بیړنیو مرستو رسولو لپاره سمدستي خوندي بشري لارې پرانیزي، چې د ملګرو ملتونو په ګډون مرسته کوونکې ادارې سیمې ته مرستې ورسوي". د او ای سي د بهرنیو چارو وزیرانو پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې په چټکۍ سره عمل وکړي او وایي په غزه کې "د فلسطین د خلکو او انسانیت خلاف د ناوړه جنګي جرمونو" پر سر دې له اسرایلو سره حساب وکړي او د دې "قتلِ عام" د بندولو لپاره دې سمدستي مداخله وکړي. د اسلامي‌ همکاریو تنظیم پر دې خبره شدیده اندېښنه ښکاره کړې چې وایي‌ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د غزې خلک محاصره ده، بمبارۍ ورباندې کېږي، په لوږه او تنده کې ساتل شوي، بجلۍ نه لري او له کورونو شړل کېږي، وایي د دې هر څه ذمه واري اسرایل دی: "خلکو ته د بې توپیره اجتماعي سزا ورکولو پالیسي د نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده او دا د قبضه ګر ځواک هغه قانوني ذمه وارۍ دي چې په جنېوا کنوینشنونو کې یې منلې دي". د رپوټونو له مخې پر اسرایل د حماس په بریدونو کې وژل شوي کسان 1,300 او ټپیان شاوخوا 3,300 تنه یې ټپیان شوي دي، بل لور ته په غزه کې په اسرایلي بمبارۍ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 3,478 ته رسېدلی او ټپیان 13000 ته رسېدلي دي. او ای سي پر دې خبره ټینګار کړی چې د اسرایل او حماس په جګړه کې باید د ټولو ملکي وګړو ژوند وژغورل شي، وایي په د عامو خلکو په نخښه کول د نړیوالو قوانینو او د بشردوستۍ د نړیوالو قوانینو او د الهي قوانینو خلاف عمل دی. د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم پر ملګرو ملتونو پر امنیت شورا نیوکه کړې چې په غزه کې "د اسرایل د جنګي جرمونو" د بندولو لپاره د غوڅ قرارداد په منظورولو کې ناکامه شوې ده. وايي دا نړیواله اداره باید خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي او په فلسين کې د بریدونو د ختمولو لپاره بیړني ګامونه واخلي.

19.10.2023 ډیوه

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د سپېکر انتخابات بیا کېدونکي دي

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ووټونو کې د ناکامۍ باوجود جورډن د سپیکر د چوکۍ دپاره د مقابلې نه لاس په سر شوی نه دی او خبریالانو ته یې ویلي چې هغه به د زیارت، پنجشنبې، په ماسپښین کېدونکو انتخاباتو کې بیا هم برخه اخلي

19.10.2023 ډیوه

پېښور، چمن، کراچۍ او پینډۍ کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د ستمبر او اکتوبر په مياشتو کې یې د پوليو وايرس معلومولو دپاره ماحولياتي نمونې اخستې وې، په هغو کې په پېښور، چمن، پېنډۍ او کراچۍ په ختيځه ضلعه کې په پينځه ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

19.10.2023 ډیوه

د هند همجنس پرستو ويلي، تر خپل منځ د ودونو نه کولو عدالتي فېصلې یې زړونه مات کړي

په هند کې هم جنس پرستو ویلي، د سپريم کورټ لخوا د هم جنس پرستو ودونه قانوني نه ګرځولو په فېصله یې زړونه مات شوي، مايوسه شوي دي.

19.10.2023 ډیوه

اسلام اباد هايکورټ امر کړی نواز شریف دې ملک ته په ستنېدو نه نیول کېږي

د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ ن ګوند د مشر نواز شریف ملک ته په بیرته راتلو د نه ګرفتارولو حکم کړی دی.

19.10.2023 ډیوه

حماس وايي د اسرایل په هوايي بمباۍ کې یې د امنیتي ځواکونو مشر وژل شوی

د حماس خلاف جنګ د اعلانولو سره سم اسرایل په غزه د اوبو، خوراک او بجلۍ د بندولو خبره هم کړې وه. د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر وویل غزه د مصر دلارې د بشري امدادي سامان ته د اجازت ورکولو فېصله د امريکې صدر جوبایډن په خواست وشوه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې د اسرایل دوره وکړ

19.10.2023 ډیوه

آی او ایم: دوو اونیو کې له ۳۷ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په یو راپور کې ویلي، چې د اکتوبر د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه د دغې میاشتې تر ۱۵ ورځې پورې له پاکستان څخه افغانستان ته ۳۷ زره او ۳۱۷ افغان کډوال ستانه شوي دي.

19.10.2023 امریکا غږ

امریکې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسرايل او غزې قرارداد ويټو [رد] کړی دی

امریکې د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې هغه قرارداد ويټو[رد] کړی په کوم کې چې غزې ته د امدادي سامانونو رسولو دپاره په بشري بنيادونو په جنګ کې د وقفې غوښتنه شوې وه.

19.10.2023 ډیوه

د برتانیې وزیراعظم هم اسرایل ته تللی، پر غزه د اسرایلي ځواکونو بمبارۍ نن هم ګڼ خلک وژلي

د امریکې له صدر جو بایډن وروسته د برتانیې وزیراعظم ریشي سوناک نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ اسرایل ته تللی دی، چې د دې هېواد له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او صدر اسحاق هرټزاګ سره به ویني. د وزیراعظم سوناک دفتر وایي، د هغه د سفر مقصد د حماس په بریدونو کې د اسرایلیانو پر وژنه له دې هېواد سره خواخوږي کول او په غزه کې د روغتون په ګډون په بریدونو کې د عامو فلسطیني وګړو تر وژنو وروسته دا خبرداری ورکول دي چې جګړه نوره ونه غزول شي. د رویټرز د خبر له مخې ریشي‌ سوناک تل ابیب ته نیژدې اسرایلي خبریالانو ته ویلي، "تر هر څه بالاتر، زه دلته یم چې له اسرایلو سره خپل یووالی وښیم، په تاسو باندې د نه بیانېدو تکلیف تېر شوی، د ترهګرۍ وحشتناک عمل او زه غواړم تاسې په دې پوه شئ چې برتانیا او زه له تاسې سره ولاړ یو". ښاغلي‌ سوناک تر سفر مخکې په یوه بیان کې ویلي، د غزې په روغتون راکټ برید چې د زیاتو فلسطینیانو د وژنې سبب شو، د دې جګړې د مخنیوي په هڅو کې به برتانیا تر ټولو وړاندې وي: "د سیمې او نړۍ د مشرانو لپاره دا باید د بدلون یوه شیبه وي چې سره یو ځای شي او د دې مخه ونیسي چې جګړه لا زیاته خطرناکه نه شي." ټاکل شوې چې ریشي سوناک به په خپل سفر کې د یوې لارې پر پرانستلو هم ټینګار وکړي چې څومره ژر کېدای شي له مصر څخه غزې ته د بشري مرستو اجازه ورکړي او په غزه کې بند پاته برتانويانو ته د وتلو اجازه ورکړي. ښاغلي سوناک ویلي، "د هر عام تن مرګ یوه غمیزه ده او د حماس تر وحشیانه ترهګر عمل وروسته ډېرو خلکو خپل ژوند بایللی دی". د برتانیې د وزیراعظم ویاند د چارشنبې- شورو په ورځ وویل چې په اسرییلو د حماس له بریدونو راهیسې لږ تر لږه اوه برتانوي شهریان هم وژل شوي او نهه تنه لا تر اوسه هم ورک دي. د امریکا صدر جو بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ اسرایل ته تر سفر وروسته بېګا ناوخته بیرته را ستون شوی دی. سپینه ماڼۍ وایي "د بایډن- هېریس انتظامیه په دې پاخه باور کې ښکاره دریځ لري چې بې ګناه خلک باید د اسرایل او حماس د شخړې ښکار نه شي چې یا پکې ژوند وبایلي‌ یا ټپیان شي". د اسرایلي ځواکونو له خوا پر غزې پټۍ لا هم بمبارۍ روانې دي او نن د پنجشنبې- زیارت په سهار یې هم د غزې په شمالي‌ او جنوبي برخو کې خلک په نخښه کړي دي او فلسطیني‌ وګړي وایي‌ هیڅ ځای ورته خوندي‌ نه دی. د رویټرز د خبر له مخې د پنجشنبې- زیارت د ورځې په یوه برید کې د غزې په خان یونس سیمه کې د یوې کورنۍ 13 فلسطینیان وژل شوي دي، وایي اسرایلي‌ ځواکونو د دوی پر کور هوایي‌ بمباري‌ کړې ده. د غزې پر الاهلي العربي روغتون باندې د وړمې ورځې په برید کې مخکې د شاوخوا 500 کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو، خو د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرا د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي: "په اسرایلي قتلِ عام کې 471 فلسطینیان وژل شوي او تر 314 زیات ټپیان شوي دي". که څه هم اسرایل په روغتون باندې په دې برید کې لاس لرل رد کړي او وایي استخباراتي‌ معلومات یې ښیي چې دا برید اسلامک جهاد ډلې کړی، خو فلسطیني چارواکو یې تور په اسرایل پورې کړی دی. اسلامي‌ جهاد ډلې د اسرایل تور رد کړی دی. د رویټرز د خبر له مخې د روس د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې په روغتون باندې برید "بوږنوونکی جرم" دی او وایي اسرایل باید سټیلایټ عکسونه وښیي چې ثابته کړي دوی په دې برید کې لاس نه درلود. د وزارت ویاندې ماریا زاخورووا سپوټنیک رېډیو ته ویلي، چې دا برید یو "بوږنوونکی غیرانساني جرم" دی. ترکیې او مصر د غزې پر هسپتال د سلګونو خلکو د وژل کېدو باندې سخته خواشیني ښکاره کړې او په خپلو هېوادونو کې یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی، بلې خواته په ګڼو عربي هېوادونو کې د دې پېښې په ضد احتجاجونه شوي دي.

19.10.2023 ډیوه

مرسي کور: تیرې اوونۍ زلزلو وروسته افغانستان د نړۍ له پامه غورځولو ګواښ سره مخ دی

د مرسي کور نړیوالې غیر دولتي موسسې اندیښنه ښودلې، چې په افغانستان کې تیرې اونۍ د بي ساریو زلزلو وروسته چې زرګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو سربیره يې ډیر کلي وران کړل دا هیواد د نړۍ له پامه غورځولو له ګواښ سره مخ دی.mercy corp

19.10.2023 امریکا غږ

د غزې تړانګه کې په یو روغتون باندې برید؛ ترکیه درې ورځې ماتم اعلانوي

د ترکیې یو چارواکي د اکتوبر په ۱۸ (تلې ۲۶) وویل، چې دغه هېواد د غزې په یو روغتون کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو له امله درې ورځې ماتم اعلان وي.

19.10.2023 امریکا غږ

پېښور:د وسله والو په برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی دی

د خېبر پښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو پولیس عسکر وژل شوی دی اؤ وسله وال د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي. دا پېښه د شورو -چهارشنبې په ورځ د پېښور په کلیواله سیمه متهره کې رامنځته شوې ده. د متهرې تاڼې محرر وي او ای ډیوه ته ویلي چې د نعیم په نامه یو پولیس عسکر د خپل ملګري سره په موټر سایکل روان ؤ چې په پیربالا سیمه کې پرې نامعلومو وسله والو ډزې کړې دي. هغه وایي په دغو ډزو کې نعیم په سینه اؤ لاسونو په ګولیو لګیدلی اؤ په موقعه یې ساه ورکړې ده اؤ د هغه بل ملګری اصف په ډزو کې سخت ژوبل شوی دی. په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې خېبر پښتونخوا کې په امنیتي عسکرو په نزدې وختونو کې څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه وارۍ تحریک طالبان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان قبولې کړې دي. د پېښور د ورسک سیمې د پولیسو مشر یا ایس پي محمد ارشد رسنیو ته ویلي دي چې پولیسو برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي خو وایي پولیسو دهغوي د نیولو لپاره سیمه کې په پراخه کچه د لټونې عملیات پیل کړي دي. نوموړي ویلي تر پېښې سمدستي وروسته هغه اؤ د پولیس چارواکي پخپله د پېښې ځای ته رسیدلي، له دغه ځایه یې مهم شواهد راټول کړي اؤ د پېښې پلټنې روانې دي. دا پېښه درې ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې ده چې په خېبر پښتونخوا کې ترهګرۍ ضد محکمې په 15م اکتوبر د 128 مطلوبو ترهګرو نوی نوملړ اؤ د هغوي عکسونه خپاره کړل اؤ ددغو ترهګرو په سرونو یې په مجموعي توګه د 10 کروړو روپو نه زیات انعامونه وویستل.   تر دې وړاندې په 30م ستمبر هم پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې د 30 ترهګرو نومونه اؤ عکسونه خپاره کړي وؤ اؤ دهغوي پسرونو یې په مجموعي توګه تر دریوو کروړو روپو زیات انعام ویستلی ؤ.   په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي. د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

19.10.2023 ډیوه

سپینه ماڼۍ:استخباراتي تجزیه ښیي چې اسرایل د غزې په هسپتال کې د شوې چاودنې ذمه وار نه دی

د امریکې سپینې ماڼۍ ویلي تر دې وخته انټلیجنس یا استخباراتي تجزیه ښیي چې اسرایل د غزه په هسپتال کې د شوې چاودنې ذمه وار نه دی. خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي چې ددغه چاودنې په اړوند لا هم معلومات راټولول کیږي. د امریکې د ملي امنیتي کونسل ویاندې ایډرین واټسن د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي چې دا تجزیه د پېښې له ځای څخه د پورته نه په اخستل شوؤ عکسونو،په پټو ساتل شوؤ اؤ مخې ته په راوړل شوو عامو معلوماتو اډاڼه ده. په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټويټر) ویاندې لیکلي "دي موږ لا اوس نور معلومات هم راټولوؤ خو زموږ موجوده تجزیه چې بره نه په اخستل شوؤ عکسونو، په خفیه ساتل شوؤ اؤ مخې ته په راغلو معلوماتو اډاڼه ده،هغه داده چې اسرایل پرون په غزه کې په اسپتال کې د شوې چاودنې ذمه وار نه دی" تر دې وړاندې پرون د اسرایل د سفر په مهال د امریکې صدر جوبایډن د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو سره خبرو کې ویلي وؤ "هغه څه چې ما ولیدل،ورځنې برېښي چې دا د بل لوري کارروایي ده ، ستاسو نه ده" دخبري شبکې ایسوسي ایټډ پرېس له مخې په هسپتال کې دشوې چاودنې په اړه متضادې دعوې کولی شي. تر چاودنې سمدستي وروسته د غزه چارواکو تور لګولی ؤ چې دا چاودنه د اسرایل د هوایي برید له امله شوې ده خو اسرایل دا تور رد کړی دی. په یاده چاودنه کې په سوؤنو کسان وژل شوي وؤ چې ځینې خبري شبکې یې شمیره تر 500 لوړه ښیي. اسرایل د ویډیو،اډيو اؤ نورو معلوماتو په خورولو سره دعوه کړې ده چې دا چاودنه غزه کې دفعالې وسله والې ډلې اسلامي جهاد لخوا د توغول شوي هغه میزایل له امله شوې چې خپل هدف نه یې خطا کړی دی. اسلامي جهاد نومې تنظیم دا دعوه رد کړې ده اؤ خبري شبکه ای پي وایي چې د دواړو لوریو نه د شوؤ دعوؤ پخلی تر دې مهاله په بې پلوه ډول نه دی شوی. تر دغې چاودنې وروسته د صدر جوباییډن اؤ د عرب هیوادونو د مشرانو ترمنځ اردن کې ټاکل شوې لېدنې لغوه کړل شوې وې.

19.10.2023 ډیوه

روسیې یو امریکايي خبریاله نیولې

د ازادې اروپا راډیو یا ازادي راډیو د چهارشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶مه) وویل،‌ چې یو روسی الاصله امریکايي خبریاله یې په روسیه کې د بهرني اتباع په توګه د نوم د نه ثبتولو په تور نیول شوې ده.

19.10.2023 امریکا غږ

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ۱۵ خبریالان وژل شوي

د اسرائیل او حماس د جګړې په لومړۍ اوونۍ کې د رويټرز خبري اژانس د تصویر اخیستونکی په ګډون د لږترلږه ۱۵ خبریالانو تر وژل کېدو وروسته، خبري شبکې او امنیتي کارپوهانو اوسمهال د خبریالانو د خوندیتوب پر څرنګوالي بحث کوي.

19.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more