شاته

د غزې تړانګه کې په یو روغتون باندې برید؛ ترکیه درې ورځې ماتم اعلانوي

د ترکیې یو چارواکي د اکتوبر په ۱۸ (تلې ۲۶) وویل، چې دغه هېواد د غزې په یو روغتون کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو له امله درې ورځې ماتم اعلان وي.

د ترکیې د واکمن ګوند یو چارواکي، اوزلم زینګن وویل، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددغه درې ورځنې ماتم حکم صادر کړی دی.

اردوغان، چې د فلسطین ملاتړی دی، په غزې کې د الاهلي روغتون د خونړۍ برید پړه پر اسرائیلو اچولې ده.‌ په دغه روغتون کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړو پناه اخیستې وه.

خو اسرائيلو ادعا کړې، چې دغه بريد د فلسطين اسلامي جهاد ډلې کړى دى.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرائیلو ته د خپل سفر پرمهال ویلي، داسې بريښې چې پر یاد روغتون برید د بلې ډلې کار وي. په دغه برید کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ووژل شول.

اردوغان له نړۍ وغوښتل، چې د غزې غمیږه باید ژر پای ومومي.

په مصر، ایران او لبنان کې مظاهرې

په ورته وخت کې د مصر، ایران او لبنان په ګډون په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او پر غزې د اسرائیلو د بریدونو د غندلو په موخه مظاهرې وشوې.

په مصر کې زرګونو کسانو د چهارشنبې‌ (اکتوبر۱۸مه) پر غزې د اسرائیلو له بریدونو څخه ۱۲ورځې وروسته د غزې سره د همغږۍ او پیوستون په موخه مظاهرې وکړې.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، که چیري د فلسطینیانو د ارمانونو او هیلو څخه د ملاتړ په موخه د لاریونونو غوښتنه وشي، نو میلیونونه خلک به واټون ته راووځي. دا په داسې حال کې ده چې مصر په ټولیزه توګه پر مظاهرو بندیز لګولی دی.

په ورته وخت کې، مصر څخه غزې ته د رفح په بندر کې د مرستندویه موسسو کارکوونکي له شپږو ورځو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره انتظار باسي، خو اسرائیلي ځواکونو دغه سیمه کلابنده کړې او تل ابیب غزې ته د اوبو، خوراکي توکو او برېښنا بهیر پرې کړی دی، هغه اقدام چې اروپايي ټولنې د "نه منلو وړ" بللی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د مرستندویه موسسو کارکوونکو هم د غزې د روغتون د خونړۍ برید د قربانیانو او د هغوي د کورنیو سره د خواخوږۍ د ښودولو په موخه د دعا او غمرازي مراسم ترسره کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې فلسطینیانو هم د چهارشبنې په ورځ، د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې مظاهرې وکړې او د الاهلي روغتون د مرګونې برید پړه یې پر اسرائیلو واچوله.‌

همداراز په نابلس کې سلګونو مظاهره چیانو چې ځینو یې د فلسطین او ځینو یې د حماس بیرغونه له ځانونو سره لیږدول، د اسرائیلو او امریکا پر ضد شعارونه ورکول.

یو شمېر مظاهره چیانو بیا د فلسطین د خپلواکمنې ادارې پر مشر محمود عباس، له اسرائیلو سره د همکارۍ له امله نیوکې کولې. د ښاغلي عباس په مشری د "فتحې غورځنګ" په فلسطین کې د حماس سیال ګڼل کیږي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، فلسطیني امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخیست.

د نابلس اوسېدونکې پنځوس کلنه فریال وايي: "ماته زما خلک، زما ښار، غزه او د غزې خلک ډیر مهم دي. له همدې امله له کلونو چوپتیا وروسته، اوس خپل غږ پورته کوم."

په ورته وخت کې په رام الله کې هم سلګونو کسانو مظاهرې وکړې او د حماس په ملاتړ او د اسرائیلي ځواکونو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

فورم \ دبحث خونه