ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اوکراین: روس په زرګونو ملکي کسان په زور بې کوره کوي

مطبوعاتي رپورټونه وايي روسي ځواکونو په اوکراین کې د ملکي خلکو په کورونو او بنیادي سهولتونو حملو ته دوام ورکړی دی او د ګل، دوشنبې، په ورځ يې په ساحلي ښار مېکولایف کې په یوه رهایشي ودانۍ څلور مزایلې ور وويشتلې

02.11.2022 ډیوه

شمالي وزيرستان: په دوه شوا روزو کې په هدفي پېښو کې څلور تنه وژل شوي

شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تيرو 48 ساعتونو کې په بېلابيلو هدفي پېښو کې څلور کسان وژل شوي دي. تازه پېښه په میرانشاه کې شوې او يو مزدور پکې وژل شوی دی.

02.11.2022 ډیوه

امریکايي چارواکو په سعودي عرب د ایران د حملې د خطر په اړه تشویش څرګند کړی

د نهې، سه شنبې، په ورځ اېسوسي اېټېډ پرېس او وال سټريټ جرنل خپلو رپورټونو کې وویل سعودي عرب امریکي سره د ممکنه حملې په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي دي

02.11.2022 ډیوه

پاکستان: په يو کال کې ګراني 17.4 فيصده سېوا شوې ده

په پاکستان کې د شمارياتو سرکاري ادارې وايي، په ملک کې مياشتنۍ ګراني د اکتوبر په میاشت 26.6 فيصده ته رسېدلې ده، د ادارې ترمخه په ستمبر کې د ګرانۍ شرح 23.2فيصده وه. او د کال 2021 د اکتوبر کې ګراني 9.2 فيصده وه.

02.11.2022 ډیوه

یوناما: تیر کال مو افغانستان کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۲۰۰پيښې ثبت کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه د انديښنې په ښودلو سره ویلي چې په څه باندې یو کال کې په دغه هیواد کې د خبریالانو له بشري حقوقو څخه د سرغړونې څه باندې ۲۰۰ پیښې ثبت کړي دي.

02.11.2022 امریکا غږ

کابل کې د کلیو او پراختیا وزارت کار کوونکو د عملې پر موټر چاودنه شوې

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې اړوند مربوطاتو کې د چاودنې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

02.11.2022 امریکا غږ

د ارشد شريف مور د پلټنو کمېشن رد کړی، حکومت وايي طريقه دې ور وښايي

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، "د ارشد شريف د وژنې په کېس کې د پلټنو کمېشن جوړول د حکومت زمه واري ده او که د هغه مور د کمېشن نه علاوه بله طريقه غواړي نو د دوی راهنمايي دې وکړي".

02.11.2022 ډیوه

عمران خان چې وړاندې جنرل باجوه ستايلو، اوس وايي غبن يې بد نه ګڼلو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکي وزير عمران خان تور لګولی، د پاکستان د پوځ مشر "جنرل قمر جاوېد باجوه غبن يا کرپشن بد نه ګڼلو او د احتساب کولو دپاره نه وو تيار"، خو نوموړی چې وزيراعظم وو د جنرل باجوه ستاينې به يې کولې.

02.11.2022 ډیوه

زده‌کړو ته د نجونو هيلې؛ يونېسف: د افغان نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف د بهرنیو ارتباطاتو مشره، ډامنیک ایزابیل هاید (Dominique Isabelle Hyde) چې تېره یکشنبه افغانستان ته تللې وايي، له ګڼو داسې نجونو سره یې کتلي چې تعلیم ته خورا زیاتې لېواله دي. هغې پرون ناوخته له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې هم نجونو د خپلو هیلو خبرې ورته کړي. نوموړې وويل: "د جلال اباد په یوه ښوونځي کې مې فوق العاده افغان نجونې ولیدې. یوه هم نه شرمېده بلکې خبرې یې وکړې او د خپل راتلونکي په باب یې د خپلو هیلو کیسې راته وکړې. تر هر څه مخکې تعلیم د دوی په ذهن کې دی. ۱۲ کلنې نجیبې راڅخه غوښتنه وکړه چې اوسنیو بالفعل چارواکو ته ووایم ټولې نجونې د دې مستحقې دي څو خپل تعلیم ترلاسه کړي." بل‌خوا په افغانستان کې د یونېسف د ارتباطاتو مشره، سم مورټ (Sam Mort) وايي، د ټولو نجونو خپلوان او د کورنۍ غړي همدا هیله لري، چې نجونې یې له تعلیم برخمنې وي. نوموړې وايي: "په ټول افغانستان کې تعلیم ته د نجونو، د هغوی د وروڼو، مېندو، پلرونو او محلي مخورو غوښتنه خورا ډېره زیاته ده. ځکه خلک په دې پوهېږي چې دا له بې‌وزلۍ د وتلو یوازنۍ لار او د سوکالۍ پاسپورټ دی. تعلیم د هر ماشوم لپاره." هغه نجونې چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه‌شي کولی، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وايي، چې لوی ارمان یې د خپل پاتې تعلیم بشپړول او د افغانستان په ابادۍ کې ونډه اخیستل دي. د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې، مدینې ازادي راډیو ته ویلي: "له طالبانو غواړو چې زموږ ښوونځی پرانیزي، موږ هم د هلکانو غوندې حق لرو، تعلیم وکړو. زموږ کالي او حجاب اسلامي دی، دوی باید زموږ راتلونکی خراب نه‌کړي." نن چهارشنبه ۴۰۹مه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې اړه کار روان دی او ژر به له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

02.11.2022 ازادي راډیو

امریکا کې محکمې د 'داعش یوه غړې' په ۲۰ کالونو بند محکومه کړه

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سه شنبې په ورځ نومبر لومړۍ (عقرب لسمه) یوې محکمې هغه امریکایۍ د ترهګرۍ په تور په ۲۰ کالونو بند محکومه کړه، چې مسلمانه شوې او په سوریه کې یې د داعش ډلې سره یو ځای شوې وه.

02.11.2022 امریکا غږ

یونیسکو: په نړۍ کې د خبریالانو ډېرو قاتلانو ته سزا ورکړل شوې نه ده

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) وايي چې په نړۍ کې د ډېرو ژورنالستانو د قتل قضیو ته رسیدګي نه ده شوې او قاتلانو ته یې سزا ورکړل شوې نه ده.

02.11.2022 امریکا غږ

روسیې د اوکراین جنوب کې زرګونه خلکو ته د وتلو امر کړی

روسیې د اوکراین په جنوب کې د «دنیپرو سمندر» په غاړه کې پراته زرګونه ولسي خلکو ته امر کړی چې ووځي، کیف دا کار د «خلکو اجباري شړل» بللي دي.

02.11.2022 امریکا غږ

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر چال چلند د تحقیق په اړه د امریکا غبرګون

امریکایي مقاماتو د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی چې غواړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د بد چلند د تورونو په اړه پلټنه وکړي.

01.11.2022 امریکا غږ

ډبلیو اېچ او: په پاکستان کې په مېلینونو سېلاب ځپلي خلک د وبايي مرضونو د خطر سره مخامخ دي

برېنن وویل د پاکستان سېلاب ځپلو خلکو طبي امداد دپاره ډبلیو اېچ او ۸۱ مېلین ډالرو مالي مرستې ته ضرورت لري. هغه خبرداری وکړو چې که چېرې نړیوالې ټولنې کومک و نه کړو نو صورتحال نور هم خرابېدلی شي

01.11.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

01.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more