ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د هوږې له صحي ګټو خبر شئ

اوږه ډېرې روغتیايي ګټې لري او له همدې کبله هم غذا او هم درمل بلل کېږي چې له پېړیو پېړیو د نړۍ په غذايي فرهنګ کې ځانګړی ځای لري.

03.11.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

03.11.2022 امریکا غږ

روسیه: د طالبانو ډله امریکا جوړه کړې

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف ادعا کړې چې متحده ایالاتو خپل جیوپولیټیکو اهدافو ته د رسیدو په خاطر، د طالبانو ډله، داعش او د القاعده شبکه جوړې کړیدي.

03.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

03.11.2022 امریکا غږ

د افغانستان په اړه د امریکا پر تګلاره د راتلونکې اونۍ د ټاکنو د اغېز احتمال

په امریکا کې د راتلونکي اونۍ د منځمهالو ټاکنو پایلې به د شنونکو په باور، له ترهګرۍ سره د امریکا پر مبارزې او امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو د مېشتولو په ګډون له افغانستان سره په تړلو ځینو نور مسلو باندې اغېز ولري. 

03.11.2022 امریکا غږ

د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته د پاکستان د تلو هیله کمه ده خو امکان یې شته

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پنجشنبه نومبر ۳ (لړم۱۲) په اسټرالیا کې د نړیوال شل اوریز جام په لوبو کې خپله څلورمه لوبه د جنوبي افریقا څخه وګټله او پدې سره پخپل ګروپ کې دریم مقام ته ورسیده.

03.11.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

03.11.2022 امریکا غږ

‎
د بليک سي یا بحیره اسود د غلې معامله ولې د خوراک د نړيوال تحفظ د پاره مهمه ده؟ 

د روسي پوځي حملې سره سم روس د اوکرين د بليک سي بندرونه وتړل او د بهر نړۍ سره يې ورله ټول زرعي تجارت ودرولو. اوکرين د نړۍ په کچه په خوراک پيدا کونکو غټو هېوادنو کې يو دی

03.11.2022 ډیوه

په عمران خان د حملې په پراخه کچه غندنه شوې

د عمران خان یو مرستیال روف حسن وي او ای ته تصدیق وکړو چې 70 کلن پخوانی وزیرعظم په یو ډز په ښۍ پښه لګېدلی دی. په ډزو کې یو تن وژل شوی او د پي ټي ايي ځینې نور مشران زخمیان شوي دي

03.11.2022 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

03.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

03.11.2022 امریکا غږ

سروی:دسیاسي بې باورۍ اؤ اقتصادي بدحالۍ له امله پاکستان کې نیمایي کاروبارونه خراب شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې د چیمبر اف کامرس او انډسټري پخوانی مشر زاهد خان شنواری وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې ګراني زیاته ده حکومت د سود شرحه زیاته کړې او د سیاسي بې ثباتۍ او د پاکستاني روپۍ او امریکایې ډالر تر منځه دکمي او زیاتي له وجې کاروبار کول ګران شوي

03.11.2022 ډیوه

بیرسټر سېف:ټي ټي پي سره مذاکرات ځنډیدلي وؤ خو روانه میاشت به ددې مذاکراتو دریم پړاؤ پیل شي

وي او ای ډیوه سره ځانګړې مرکه کې بیرسټر محمد علې سېف ویلي د ناقانونه ګرځول شوې ډلې "تحريک طالبان پاکستان سره زمونږ د تېر جون او اګست په مياشت کې د مذاکراتو دوه پړاوونه شوي وؤ اؤ دغه مهال زمونږ او دطالبانو د لوري څه غوښتنې اېښودل شوې وې چې خبرې پرې روانې وې

03.11.2022 ډیوه

عمران خان په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی. په پاکستان کې ددې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د موټرو په کاروان ډزو کې نوموړی برسېرن ټپي شوی او د هغه یو ملاتړی مړ شوی دی. د عمران د تحریک انصاف ګوند او پولیسو ویلي چې، د یو بریدګر له‌خوا د پنجاب ایالت په وزیر اباد کې په دې ډزو کې څو تنه نور هم ټپیان شوي دي. تحریک انصاف ګوند او پاکستاني رسنیو ویلي دي، عمران خان او د د ګوند یو بل مخکښ یې سناتور فیصل جاوېد دواړه د نومبر درېیمې په پېښه کې سرسري ژوبل شوي دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یو شمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد اعتراضونه اعلان کړي دي. د عمران خان ګوند پر ټوېټر یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې دي چې په یوه کې یې عمران خان ښکاري چې ولاړ دی، خپلو پلویانو ته لاس خوځوي او بیا له کانټینره بهر وځي. په بله ویډیو کې سناتور جاوېد ظاهراً په یو کلينيک کې ناست دی چې پر کمیس یې د وینې داغونه دي او پر پوزه یې یوه پټۍ لګېدلې ده. نوموړی په ویډیو کې وايي چې، دی خپله روغ دی او له خپلو پلویانو د "دوعاګانو" غوښتنه کوي. تحریک انصاف ګوند وايي چې یو وسله‌وال پر لاریون ډزې وکړې او دا یې پر عمران خان "قاتلانه برید" بللی دی. رسنۍ وايي، پولیسو یو مشکوک بریدګر نیولی دی خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې هغه څوک دی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده. شریف پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې "په سختو ټکو کې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان د ډزو د پېښې "غندنه" کوي. نوموړي لیکلي چې د کورنیو چارو له وزیر رانا ثناالله څخه یې د پېښې رپورټ غوښتی دی او دا وفاقي حکومت د پنجاب له حکومت سره د "امنیت او پلټنو" په برخه کې مرستو ته تیار دی. شریف زیاتوي چې د پاکستان په سیاست کې "باید تاوتریخوالي لپاره هيڅ ځای نه‌وي." ولسمشر عارف علوي پر ټوېټر په بیان کې پر "عمران خان قاتلانه برید" خورا "بزدلانه" بللی دی او وايي چې د نوموړي پښه ژوبله شوې ده خو روغتیايي حالت یې ښه دی. د پاکستان د مرکزي حکومت یو شمېر نورو وزیرانو هم د پېښې غندنه کړې ده. تر اوسه معلومه نه‌ده چې په پېښه کې څومره کسان ژوبل شوي دي خو رسنۍ د پولیسو په حواله وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې اوس‌مهال له ګوجرانوالې سره نېږدې وزیر اباد ته رسېدلی دی. خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

03.11.2022 ازادي راډیو

دعمران خان په احتجاجي کینیټنر برید،عمران خان اؤ دګوند نور مهم مشران ژوبل شوي،یو تن وژل شوی

دسیند صوبې پخوانی ګورنر عمران اسماعیل وایي چې برید کې عمران خان درې،څلور ډزه په پښه لګیدلې دی اؤ دتحریک انصاف ګوند یو بل مشر فواد چوهدري هم وایي چې دعمران خان ټپونه سخت دي.

03.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more