BBC
 شاته

د ښکلا له ترکۍ ملکې ولې لقب واخیستل شو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ټویټر د ۱۸ کلنې اتیر ایسن دغه پيغام د ښایست ملکې د اصولو خلاف عمل بلل شوی

اماراتۍ ورځپاڼه ګلف لیکي چې پر ټویټر یو پيغام د دې سبب شو چې د ښایست له ترکۍ ملکې دغه لقب بیرته واخيستل شي.

پر ټویټر د ۱۸ کلنې اتیر ایسن دغه پيغام د ښایست ملکې د اصولو خلاف عمل بلل شوی، ځکه ویل شوي چې دغه پیغام کې یې هغو کسانو ته سپکاوی شوی چې تېرکال په ترکیه کې د ناکامې کودتا پرمهال وژل شوي دي.

اردوغان ته 'سپکاوي' د ښکلا پخوانۍ ملکه زنداني کړه

د انځور حقوق AFP

''افغانستان ته د هند په سترګه کتل د پاکستان لویه ستونزه ده''

نیویارک ټایمز ورځپانې د یوه پخواني هندي پوځي افسر اجې شوکلا یوه مقاله خپله کړې چې وايي هند اړتیا نه لري چې افغانستان ته سرتیري واستوي.

لیکوال په افغانستان کې د هند په مالي مرسته د روغتونونو ، ښوونځیو ، سړکو، د ملي شورا ودانۍ، د سلما بند او داسې نورو لویو پروژو ته اشاره کوي او زیاتوي هند چې په نړۍ کې اوم لوی اقتصاد لري باید په افغانستان کې له همدې لارې خپل رول پراخ کړي او د لیکوال په وینا هند اړتیا نه لري چې افغانستان ته سرتیري واستوي او ورته په کار دي چې په همدې ډول روانه لوبه چټکه کړي.

هندۍ ورځپاڼې هندو په دغه هېواد کې دافغانستان له سفیر شیدا محمد ابدالي سره مرکه کړې او له هغه یې د پاکستان د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په اړه پوښتنه کړې چې ویلي و هند باید په افغانستان کې په امنیتي برخه کې رول ونه لري.

د دې په ځواب کې ښاغلي ابدالي ویلي افغانستان یو خپلواک هېواد دی او بل هیڅ هېواد دا حق نه لري چې افغانستان ته ووايي له چا سره اړیکي ولري او له چا سره یې ونه لري. هرنیو اړیکو په برخه کې لاس وهنه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان سفیر ویلي افغانستان غواړي خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي چې له هېواد د دفاع جوګه شي، هغه ویلي دا دپوښتنې وړ ده چې ولې یو هېواد دې ته د ستونزې په توګه کوري.

ښاغلي ابدالي زیاته کړې د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خان عباسي دا خبرې چې ویلي یې و هند ته باید په افغانستان کې هیڅ ډول سیاسي او امنیتي ورنکړل شي، د افسوس وړ دي. دی وايي دا ډول فکر لرل د سړې جګړې د دوران په څېر دی چې له یوه هېواد سره ښې اړیکې لرل د یوه بل سره د دښمنۍ په معنی و.

افغان سفیر ویلي افغانستان غواړي خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي چې له هېواد د دفاع جوګه شي، هغه ویلي دا دپوښتنې وړ ده چې ولې یو هېواد دې ته د ستونزې په توګه کوري.

ده ویلي افغانستان او هند له پخوا راهیسې اړیکې لري او له همدې امله ده چې امریکا له نوي ډیلي غوښتنه کړې چې په افغانستان کې خپل رول پراخه کړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف له خپل روسي انډول سرګې لاوروف سره په نیویارک کې کتلې او ددوه اړخیز اړیکو او علاقې وړ موضوعاتو ترڅنګ یې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ورځپاڼې په وینا ژورې خبرې کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي ورځپاڼه عکاظ کې په یوه خپره شوې مقاله کې د کردستان خپلواکي نوی ناورین او غیر منطقي بلل شوی.

کردان څوک دي؟

ورځپاڼه زیاتوي دواړو وزیرانو د روسیې او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراخولو هم اوږدې خبرې کړي دي.

یو شمیر عربي ورځپاڼو د عراق په کردستان کې کیدونکې ټولپوښتنې ته چې له عراقه د خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره کیږي کتنه کړې، سعودي ورځپاڼه عکاظ کې په یوه خپره شوې مقاله کې د کردستان خپلواکي نوی ناورین او غیر منطقي بلل شوی.

لیکوال زیاتوي پر قومي بڼه ځکه څوک د یوه دولت له جوړیدو سره موافق نه دي چې نړۍ د ګلوبلازیشن یا نړیوال کېدو خواته روانه ده .

اردنۍ ورځپاڼې الدستور کې په یوه خپره شوې مقاله کې ویل شوي چې د کردستان خپلواکي داسې یو ګام دی چې ښايي سیمه د تباهۍ کندې ته ټیل وهي.