BBC
 شاته

روهېنگيا مسلمانان په پاکستان کې څه حال لري؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
روهنگيا کډوال له لسیزو وروسته بيا هم پاکستان کې بې برخلیکه دي

"لوی اختر را روان دی

خو موږ خپل هېواد ته نشو تللی

تر کله به له خپل ټاټوبي لېرې یوو"

دا سندره یو روهېنګیایی ځوان د کراچۍ په ارکان آباد سیمه کې زمزمه کوله، چې هلته د مېشتو ډېرو وګړو د زړه حال بیانوي.

له برما او بنګله دېش وروسته تر ټولو ډېر روهېنګیایي مسلمانان په پاکستان کې مېشت دي.

په دغه هېواد کې د روهېنګیانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زرو ته رسېږي، چې په ۷۰ او ۸۰ م لسیزو کې وروسته له هغه پاکستان ته ورغلل چې د برما پوځي واکمنو روهنګیانو ته د تابعیت له ورکړې ډډه وکړه.

خو داسې برېښي چې له کډوالۍ وروسته يې هم سوکالي په برخه نه شوه، له لسیزو وروسته بې برخلیکه دي او د بې وزلۍ ژوند تېروي.

سيمه ييز خبريال ضيا الرحمان وايي "د پاکستان هغه مهال چارواکو روهېنگيا مسلمانانو ته د راتلو اجازه ورکړې وه. دوى د کراچۍ په ساحلي سيمو کې مېشت دي خو په ډېرو ناوړو حالاتو کې ژوند تېروي."

ارکان آباد چې د رخاین په پخواني نامه نومول شوی، آن د کراچۍ په معیار يوه ډېره بېوزلې سیمه ده.

له کوډلو جوړه دغه سیمه کې نه روغتیایي آسانتیاوې شته او نه هم د اوبو کافي سرچینې او اوسېدونکي تر ډېره کب نیونکې دي، خو اوس خپله دا دنده هم په آسانۍ نشي ترسره کولی.

دوی د دغو کلونو په اوږدو کې برما کې خپلو عزیزانو سره پاللې او د هغوى لاسنیوی کړی.

بې برخلیک روهنېګیایې ځوانان او ماشومان

په رخاین کې روان تاوتریخوالي او هلته د دوی پاتې خپلوانو سره کېدونکي چلند پاکستان مېشتي روهېنګیان اندېښمن کړي، خو په کراچۍ کې یې خپل برخلیک هم ځوروي.

روهېنگيان
Image caption روهېنګیایي ماشومان پاکستان کې رسمي ښوونځیو کې نه منل کېږي

پاکستان کې له لسیزو تېرولو وروسته بیا هم تابعيت نلري او آن دویم او دریم پښت يې د دغه هېواد وګړي نه بلل کېږي

د سیمې یو اوسېدونکي اظهر میا د بي بي سي خبریال ته وویل

"وړاندې چې پېژندپاڼې برېښنا يي نه وي نو جوړولې به مو. خو اوس چې برېښنایي شوي څوک یې راته نه نوې کوي، له دې امله دندې نشو موندلای."

خو دلته بيا يواځې د دندې د موندلو خبره نه ده، د میندو او پلرونو پېژندپاڼې نه درلودو له امله روهېنګیایي ماشومان هم رسمي ښوونځیو ته نشي تللی.

روهېنګیان د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي هر ورځ یې د پېژندپاڼو نه درلودو له امله ځوروي او ورنه پیسې غواړي.

خو د سیمې پولیس چارواکي وایي دوی خپله دنده ترسره کوي او دغه ټولنه کې د مجرمینو خلاف عمل کوي.

د کراچۍ د پولیسو په تشکیل کې آن د برما څانگې نامه جوړښت و، چې پر روهېنګیانو یې څار کاوه خو د دغه ښار پولیس وایي اوس دغه څانګه ړنګه شوې ده.

بنګله دېش کې محدودیتونه

بنګله دېش هم د روهېنګیانو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي او وایي له خپلو خپلوانو سره نشي اوسېدلی او یوازې په هغو سیمو کې بايد ژوند وکړي چې حکومت یې ورته ټاکي.

د انځور حقوق AFP
Image caption بنګله دېش د روهېنګیانو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي

بنګالي چارواکو د کورونو له څښتنانو غوښتي چې روهېنگيايي کډوالو ته دې کورونه په کرایه نه ورکوي او موټر چلوونکو ته یې لارښوونه کړې چې دوی خپلو ګاډو ته پرې نږدي.

انګ سان سوچي د روهینګیا مسلمانانو توکموژنه رد کړه

"د روهنگيا مسلمانانو پر ضد عملیات د توکميزې پاکونې بېلگه برېښي"

کابل کې د روهنگيا مسلمانانو ملاتړ او د امريکايي تبليغپاڼو غندنې غونډه

موخه داده چې روهېنگيان په خلکو کې ورګډ نشي. دوى په دې هیله جلا کېږي چې یوه ورځ بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه او یا کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.

له برما تازه وتلي روهېنګیایي مسلمانان به د خپلو سرونو په خوندي کولو توانېدلي وي، خو ښايي له هغو حقونو بې برخې وي چې دوی يې ترلاسه کول غواړي.

له شونتيا لېري نه ده چې له لسیزو وروسته هم د ارکن آباد د روهېنګیایانو له برخلیک سره مخ وي، چې نه تابعیت لري او نه د کډوالو له حقوقي دریځه برخمن دي.