BBC
 شاته

هرات کې پر حکمتیار د بوټ ګوزار شوی

حکمتیار له څو ورځو راهیسې هرات کې دی د انځور حقوق Hekmatyar

هرات کې چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو هغه سړی نیولی چې د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار یې د بوټ ګوزار وکړ. پېښه د جمعې لمانځه نه مخکې د خطبې پر مهاله شوې. چارواکي وايي، یاد سړی د ملي امنیت ځواکونو نیولی دی.

پر خواله رسنیو یوه خپاره شوي تصویر کې یو سړی لیدل کېږي، چې جومات کې د بوټ ګوزار کوي.

د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده د عینی شاهدانو له قوله وايي، له پېښې وروسته خلکو ګومان کاوه، ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او له همدې کبله یې یوه بل لور ته منډې کړې.

پنځه دقیقه وروسته چارواکو وضعیت سمبال کړ او لمونځ ادا شو.

له ګلبدین حکمتیار سره د بي بي سي ځانګړې مرکه

حکمتيار: ګاونډیان دې کورنۍ او بهرنۍ جګړې ته افغانان نه لېږي

په رسمي توګه د نیول شوي سړي د پېژندګلوۍ په تړاو څه نه دي ویل شوي. ښاغلی حکمتیار له څو ورځو راهیسې په هرات کې دی او له خپلو پلویانو او ځايي سیاستوالو سره په لیدنه کتنه بوخت دی.

تېره سه شنبه ګلبدین حکمتیار د هرات په لوی جامع جومات کې وینا وکړه.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار کابل ته له راتګ وروسته هرات ته سفر کوي.

هرات د نوموړي د نفوذ ځای نه ګڼل کېږي، خو دلته یې ویناوو ته په زرګونو کسان ور ټول شوي وو.