BBC
 شاته

" اروپا کې ۴۰ ٪ مسلمانان له یو نه یو ډول تعصب سره مخ دي"

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

د انګلستان ګارډین ورځپاڼه لیکي چې په اروپا کې مېشت څلوېښت سلنه مسلمانان له یو نه یو ډول تعصب سره مخ شوي دي.

ورځپاڼه دا خبره د هغې سروې پر بنسټ کوي چې د اروپایي ټولنې د بنسټیزو حقونو ادارې لخوا په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ترسره شوې ده.

په دې سروې کې دېرش سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی ته سپکې سپورې ویل شوې.

دوه سلنه ګډونوالو ویلي چې له فزیکي تېري او تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

ګډونوالو دا هم ویلي چې د کار موندنې، درملنې او په کرایه د کور نیولو پر وخت ورته په بده سترګه کتل شوي او تعصب ورسره شوی دی.

څلوېښت سلنه اروپایې مسلمانې مېرمنې چې نقاب اغونځي، وایي چې د همدې نقاب له کبله څوک کار نه ورکوي.

۴۰ سلنه نارینه هم وایي چې د خپل اسلامي لباس له کبله د پولیسو لخوا درول کېږي او پوښتنې ګروېږنې ورنه کېږي.

یوازې ۱۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د دې تعصب په اړه پولیسو ته حال ورکړی.

ډان:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption مشرف وايي، د بې نظیر بوټو وژنه کې حامد کرزي هم لاس درلود.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دې هېواد د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف هغه څرګندونې راخیستې چې ده پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه ویډیو کې کړې وې.

جنرال مشرف په دې وینا کې پر یوه بل پخواني ولسمشر اصف علي زرداري تور ولګاوه چې خپله مېرمن او د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو یې وژلې ده.

په دې ویډیویي پیغام کې جنرال مشرف وایي غواړي د مېرمن بوټو اولادونو او د پاکستان ولس ته حقیقت ووایي.

دی تور لګوي چې د بینظرې بوټو له مرکه تر ټولو ډېره ګټه د هغې خاوند اصف علي زرداري وکړه، ځکه دی د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو او ګوند یې هم په واک کې پاتې شو.

جنرال مشرف پر پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم تور لګوي چې د بینظیر بوټو په وژنه کې یې لاس درلود او ښاغلي زرداري سره په مشوره یې بیت الله مسود ته ویلي وو چې بینظیره دې ووژني.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان لومړی وزیر

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره مرکه کړې ده.

نوموړي نیویارک ټایمز ته ویلي چې پاکستاني پوځ له افغانستان سره د دې هېواد پر ګډه پوله د ترهګرو ټول مرکزونه له منځه وړي دي او اوس په قبایلي سیمو کې هېڅ ترهګر وجود نه لري.

نیویارک ټایمز وایي چې دا وخت د امریکا او پاکستان خپل منځي اړیکي له یو حساس پړاوه تېرېږي.

ځکه له یوې خوا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سویلي اسیا او افغانستان لپاره په خپله نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار راوړی او پړ یې بللی.

خو په ورته وخت واشنګټن په دې هم پوهېږي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره دا مهمه ده چې پاکستان صادق و اوسي او مثبت رول ولوبوي.

نیویارک ټایمز په ورته وخت له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم مرکه کړې ده.

ولسمشر غني یو ځل بیا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې تګلاره ستایلې او دا یې یو نوی فرصت بللی.