غني ټرمپ ته: موږ سپین چک نه غواړو، حساب ورکوو
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کتنه کې د افغانستان په تړاو د هغه د نوې تګلارې مننه وکړه خو ژمنه یې وکړه چې د مرستو حساب ورکولو ته چمتو دی. ښاغلي غني له فساد سره د مبارزې او د سرچینو د نه ضایع کولو ژمنه وکړه.
ولسمشرغني له ډونلډ ټرمپ سره کتنه کې د امریکا د تګلارې تر اعلان وړاندې د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته په اشاره هغه ته وویل:" تاسې ډېرې اساسي پوښتنې وکړې. تاسې دغه پرېکړه د جرئت او ژمنې پر بنسټ وکړه او موږ تاسې ته سلام کوو."
ولسمشر ټرمپ وړاندې تر دې چې نوې تګلاره اعلان کړي د افغانستان په اړه یې له خپلو جنرالانو او لوړپوړو چارواکو سختې پوښتنې وکړې. ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا په ۱۶ کلن شتون کې له لاسته راوړنو ناخوښي څرګنده کړې وه.
ښاغلي غني ولسمشر ټرمپ ته وویل چې د ده له پرېکړې وروسته په وضعیت کې لوی بدلون راغلی دی. ده وویل: "زه زموږ د پوځ له ۷ لواوو ۶ ته ورغلی یم او هغوی ټول یې هرکلی کوي. دا چې د افغان ځواکونو ترڅنګ اوږه په اوږه امریکايي سرتېري او افسران جنګېږي، ډېر لوی بدلون راولي. "
- • د عکسونول البوم: د ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ لومړنۍ کتنه
- د ملګرو ملتونو په عمومي غوڼده کې د ولسمشر غني بشپړه وینا
- ملاله یوسفزۍ د ولسمشرغني په بلنه افغانستان ته ځي
دا چې ولسمشرټرمپ د افغان ولسمشر په وینا "امر ورکړ چې د امریکا د ځواک ټولې حربې پوځي، ډیپلوماتیک او اقتصادي دې وکارول شي " د ښاغلي غني په اند له دې سره "افغانستان له ۴۰ کلن ناورینه " راوځي.
ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر د ولسمشرغني په لیدو خوښي څرګنده کړې او د کتنې بشپړه ویډیو یې خپره کړې.
ښاغلي ټرمپ بیا د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه او ویې ویل:" افغان ځواکونه په ډېره مېړانه جنګېږي...خلک به حیران شي چې پوه شي په افغانستان کې ۲۰ ترهګریزې ډلې شته... خو موږ به یې ځالې له مینځه یوسو."
ولسمشر غني له ښاغلي ټرمپ د اوږدمهالې سیاسي ژمنې غوښتنه وکړه او ویې ویل: "د نه ډاډ غبار له مینځه تللی خو په همدې اندازه د دې بهیر په پای کې ستاسې سیاسي ژمنه هم مهمه ده. "
د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې تر اعلان وروسته دا د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ کتنه ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې ترسره کېږي.
د دې ترڅنګ ولسمشرغني د امریکا په ځینو نورو علمي او څېړنیزو بنسټونو کې هم ویناوې کوي. د امریکا پر بهرنیو اړیکو د شورا بنسټ Council on Foreign Relationsکې ولسمشرغني د سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه د غږېدا پر وخت د سولې په تړاو له پاکستان سره د افغان دولت پر پاتې راغلو هڅو یې خبرې وکړې.
ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم پر پاکستان غږ وکړ چې له افغانستان سره "رفاه ته د رسيدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي. "