پر ایران د ډونلډ ټرمپ سخت لفظي برید
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي که هېواد یې له ځانه او د خپلو متحدینو دفاع ته اړ شي، شمالي کوریا به ورانه ویجاړه کړي. نوموړي عمومي اسامبلې ته خپله لومړنۍ وینا کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اوون ته په اشارې سره وویل:
''توغندیو والا سړی د ځانوژنې په ماموریت وتلی دی. ''
د ولسمشر ټرمپ له وینا مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګرترڅ د زعم غوښتنه وکړه او ویې ویل:
''موږ باید په پټو سترګو جګړې ته روان نه شو. ''
د امریکا ولسمشر پر ایران هم لفظي برید وکړ او دغه هېواد یې 'درغل دکتاتوري ' وباله، چې په وینا یې منځنی ختیځ یې له بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی.
ټرمپ: ژر به ووینئ چې د ایران له اتومي تړون سره څه کوم
ډونلډ ټرمپ ته د سعودي ۸۳ ور کړې ډالۍ
نوموړي پر تهران غږ وکړ، چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او یو ځل بیا یې د ولسمشر اوباما پر مهال د ایران اتومي پروګرام پر سر شوې نړیواله هوکړه وغندله. نوموړي دغه هوکړه یو خجالت وباله.
د امریکا متحدو ایالتونو شمالي کوریا ته د دغه هېواد اتومي او توغندیزو ازموینو له کبله خبرداری ورکړی دی، چې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه کوي.
تېره میاشت هغه مهال دغه حالت نور ترینګلی شو، چې شمالي کوریا ارام سمندر کې د امریکا اړوند ګووام ټاپو شاوخوا کې د توغندیو ازمایښت اعلان وکړ.
ښاغلي ټرمپ خپله وینا کې وویل:
''که د امریکا متحده ایالات اړ کړل شي، چې د ځان او یا خپلو متحدینو دفاع وکړي، موږ به پرته له دې چې شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړه کړو، بله لار و نه لرو. ''
د ایران اټومي پروګرام پر سره هغه هوکړه، چې د چین او روسیې په ګډون د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو او ایران تر منځ ۲۰۱۵ کال کې وشوه، ښاغلي ټرمپ یو خجالت بللی دی. نوموړي دغه راز د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي ته ویلي د ایران حکومت 'مرګ او ویجاړۍ ته اړم دی ' او خلک یې بدلون غواړي.
نوموړي ایران له اقتصادي او کولتوري پلوه یو بډای هېواد وباله، چې په وینا یې له نفتو تر لاسه شوې شتمني د خپلو خلکو د ژوند معیار ښه کولو پر ځای د حزب الله په څېر ډلو پر ملاتړ لګوي، چې د ټرمپ په خبره د خپلو سوله ییزو عربو او اسراییلو ګاونډیانو لپاره یو ګواښ دی.
ټرمپ وویل هېواد یې نه شي کولای، دغه 'جنایت کار رژیم ' ته اجازه ورکړي، چې په سیمه کې خپلو بې ثباته کونکو فعالیتونو ته دوام ورکړي او خپله توغندیزه وړتیا ډېره کړي.