د افغانستان د روغتيا وزير د ډاکترانو کاربنديز کابو کولو لپاره جلال اباد ته تللی
د افغانستان په ختیځ ښار جلال اباد کې ډاکترانو او د روغتیايي څانګو اړونده کارکونکو د امنیتي اندېښنو له امله کاربندیز کړی، ډاکټران او روغتیايي کارکونکي وايي، له ربړونو باج غوښتلو او له مرګونو ګواښونو یې زغم پای ته رسېدلی دی.
حکومتي چارواکي اوس په دې هڅه کې دي چې څنګه دوی ته د کار د بیا پیلولو لپاره قناعت ورکړي.
د کاربندیز له اعلان څو ساعته وروسته د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز جلال اباد ته ورسېده او هلته یې د روغتیاپالانو استازي له ولایتي چارواکو سره مخامخ خبرو ته کېنولي چې څنګه کېدای شي کاربندیز پای ومومي او د روغتیايي کارکونکو ژوند ډاډمن شي.
- ننګرهار کې پر روغتیایي خدمتونو او کاروبار د ناامنیو سیوری
- ننګرهار کې پولیس پلټنه کوي چې وژل شوی ګلستان بې ګناه که بریدګر و
- ننګرهار کې د کورنیو لبنیاتو غوړېدونکی بازار
بي بي سي ته ویل شوي، وزیر له ولایتي ادارې سره په یوه داسې لارې جوړولو غور کوي چې د زورواکۍ، غلا غدۍ او نورو وېرو سیوری د روغتیا له دالانه ایسته کړي.
د افغانستان د روغتيا وزير د ورځې په پای کې وويل، د روغتياپالانو ستونزې به پلازمينه کابل کې د لوړې کچې له چارواکو سره شريکې کړي. داسې برېښي چې سملاسي يې ننګرهار کې د هواري کومه لاره نه وه.
ډاکتران او د روغتیایي خدمتونو نور کارکوونکي چې د اعتراض په توګه یې روغتیایي مرکزونه تړلي وايي، په ننګرهار کې وروستيو امنیتي اندېښنو او دوی ته متوجې ګواښونو یې ژوند ورتريخ کړی او ولايتي ادارې يې غږ نه دی اورېدلی.
د ننګرهار د حوزوي روغتون ډاګټر واحدالله حبيبي وايي، "وسله وال یې وخت نا وخت په مرګ ګواښي او ترې د پيسوغوښتنې کوي".
په ختيځ کې د روغتیايي خدمتونو د ټولنې مشر نجیب الله صاحبزاده وايي، ننګرهار کې وروستيو امنیتي اندېښنو دوی اړ کړل چې کار بندیز وکړي.
ده زیاته کړه، ترهغې چې د دوی ژوند خوندي شوی نه وي او ستونزې یې نه وي حل شوي دوی به کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.
یوازې د روغتیا د برخې کارکوونکي نه دي، په ننګرهار کې نور، سوداګر او کاروباریانو هم د خوندیتابه او امنیت د نشتوالي خبره کوي دوی وايي کېدای شي دوی هم د ډاکترانو په شان کاربندۍ ته اړ شي.
د ننګرهار د پوليسو مشر وایي، د امنیت د ښه کولو هڅې کوي چې نه یوازې د ډاکترانو او د روغتیا د برخې د نورو کارکوونکو امنیت ښه کړي، بلکې د عام ولس، سوداګرو او نورو ژوند هم خوندي وساتي.
د ننګرهار د پولیسو قومندان، عبدالرحمان رحيمي وویل، هغه دوه تنه يې هم نيولي چې څه وخت وړاندې يې په جلال اباد ښار کې له يوه سوداګر څلور نيم ميليونه افغانۍ د وسلې په زور تښتولې وې.
د روغتيايي خدمتونو ټولنې د مالوماتو له مخې دلته په تېره یوه میاشت کې د روغتیاپالانو او روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې ۱۱ پيښې شوي چې دوه یې درملتونونو ته د ماین چاودنې، دوه يې د ترور او۷ نورو ته یې ټلېفوني ګواښونه شوي.
ننګرهار ته د هېواد له ګڼو ولايتونو خلک د درملنې لپاره ورځي، که روغتیايي خدمتونه همداسې تړلي پاتې شي، د دغه ګڼ وګړي ښار ناروغان به لا ورنځیږي هغو ته لا لوی کړاو دی چې له ډېرو لېرې پرتو سیمو په خورا بد حالت کې د درملنې لپاره دغه ښار ته ورځي.