BBC
 شاته

انډونیزیايي الوتکې له ۹ کلن بندیز وروسته امریکا ته الوځي

Image copyright Getty Images
Image caption امریکا وايي، د انډونیزیا هوايي چلند د نړیوال خوندیتوب معیار پوره کړی دی.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره وايي، په انډونیزیايي الوتکو کې د خوندیتوب په ارزونه پسې اوس د دغه هیواد هوايي کرښه له نهو کلونو بندیز وروسته بیا امریکا ته الوتنې پیلولی شي.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره وايي، له نژدې یوې لسیزې وروسته انډونیزیا د هوايي خوندیتوب کچه "۱ کټګورۍ" ته پورته کړې ده.

د انډونیزیا د هوايي چلند د چټکې ودې مارکېټ له څو مهمو پېښو سره مخ او په ۲۰۰۷ کې رالوېدلی دی.

اروپايي ټولنې هم په دې وروستیو کې له دریو انډونیزیايي هوايي کرښو بندیزونه لرې کړل.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره په یوه بیانیه کې وايي، په تېر مارچ کې د خوندیتوب له ارزونې وروسته معلومه شوه چې د انډونیزیا الوتکې اوس د نړیوال ملکي هوايي چلند ادارې د خوندیتوب معیار سره برابرې دي:

"د نړیوال هوايي چلند د خوندیتوب ارځونې د یو کټګورۍ کچې سره د انډونیزیا هوايي چلند متحده ایالتونو ته خپل خدمتونه غځولی او د متحده ایالتونو د هوايي چلند کوډ لرلی شي."

د نړیوال الوت د معلوماتو له مخې د جنوب ختیځې اسیا دغه ملت په تېره لسیزه کې د الوتکو دیارلس مرګونې پېښې درلودې چې له نړیوال اوسط نه لوړې دي.

رپوټونه وايي چې د انډونیزیا دولتي هوايي کرښه ګروډا انډونیزیا به راتلونکی کال متحده ایالتونو ته الوتنې پیل کړي.

دا الوتنې به د انډونیزیا له پلازمېنې جاکارټا څخه نیویارک او یا هم لاس انجلس ته پیل شي.

د اسیا-پیسفیک هوايي چلند مرکز کې شنونکي برنډن سوبي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د امریکا مارکېټونو ته به الوتنې ننګوونکې، بالقوه ګرانبیه او پانګه غوښتونکې وي.

"دا د لویې او خطرناکې پانګونې په معنا دی، هغه هم په داسې مهال چې ګرودا په نړیوالو عملیاتو کې هم لا د مخه له جنجال سره مخ ده."

هند او فیلپین په وروستیو کلونو کې په هوايي چلند کې په ښه والي راوستلو پسې (کټګورۍ یو) ته ورسېدل، خو تایلېنډ تېر ډیسمبر وغورځېد.