بریتانیایۍ دوجاردین د اولمپیک درې مډالونه وګټل
د برازیل ریو ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو کې بریتانیایۍ شارلوټ دجاردین د اس ځغلولو په سیالۍ کې درې مډالونه ګټلي دي.
په دې سره شارلوټ د ۲۴ کلنې بریتانیایۍ لورا توټ چې د بایسکل ځغلونې لوبغاړې ده، بریا تکرار کړه.
جرمني د اسونو ځغلولو لوبه کې د دوو طلايي او برونزي مډالونو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی.
شارلوټ چې له خوښۍ یې له سترګو اوښکې تویېدې وویل: "زښته ډېره خوشحاله یم".
نوموړې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اس ځغلولو سیالیو کې نور مډالونه هم ګټلي.
دوجاردین په ریو ۲۰۱۶ سیالیو کې ۴۰ شمېره مډال ګټلی، خو په اتلولویو کې یې ۱۴ شمېره طلايي مډال خپل کړی دی.
د ریو ۲۰۱۶ مډالونه | |||||
---|---|---|---|---|---|
هېواد | ټول مډالونه | د سرو | د سپینو | نور | |
۱ - امریکا | ۷۴ | ۲۶ | ۲۳ | ۲۵ | |
۲ - بریتانیا | ۴۱ | ۱۶ | ۱۷ | ۸ | |
۳ - چین | ۴۶ | ۱۵ | ۱۴ | ۱۷ | |
۴ - روسیه | ۳۵ | ۱۱ | ۱۲ | ۱۲ | |
د مډالونو تازه معلومات: |
شارلوټ وايي: "زما لپاره د ډېر فشار او تمې ډکه شېبه وه. شاید دا به زما د اس (والیرګو) پر شا زما وروستۍ سیالي وه، خو د سیالۍ په ګټلو ډېره خوشحاله شوم".
دورجاردین د تېرې جمعې په ورځ هم له هیسټر او بیګورډ سپنسر ویلټ لوبې وګټلې.