BBC
 شاته

ارګ: راتلونکو څو ورځو کې به د ټاکنو قانون تقنیني فرمان صادر شي

Image copyright
Image caption د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه مسوده به د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ټاکنو قانون مسوده چمتو شوې او د کابینې له تصویب وروسته به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د تقنیني فرمان په توګه لاسلیک شي. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي:

'' د ملي وحدت حکومت مشرتابه پلاوي د اساسي قانون د پلي کېدو څارنې کمېسیون له لوري د تقنیني فرمان دریځ برخه کې د نظر له تر لاسه کولو وروسته د ټاکنو قانون اصلاح شوې مسوده کابینې ته د ليږلو لپاره چمتو کړې ده. ''

دوې میاشتې مخکې د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو مرکزونو د وظایفو او صلاحیتونو د جوړښت قانون په اړه د افغان ولسمشر دویم تقنیني فرمان رد کړ.

ولسمشرۍ دفتر ویلي:

'' د تقنین کمېټې په هغه غونډه کې، چې پرون ماښام ارګ کې وشوه پرېکړه شوې، چې د دغه قانون مسوده باید نهايي شي او د وروستي بحث او تصویب لپاره د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي، چې ولسمشر د کابینې له لوري تصویب شوی متن توشیح کړي او دې سره د ټاکنیز نظام اصلاحي بهیر چټک شي. ''

ټاکنیز سسټم کې اصلاحات راوستل د ملي وحدت حکومت هوکړې له اصلي شرطونو یو و، چې دوه کاله وړاندې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ پرې هوکړه وشوه، خو په دې لړ کې شته خنډونه د دې سبب شول، چې د افغانستان پارلماني ټاکنې له یوه کال ډېر وخت وځنډیږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، سياسي هوکړه ليک ته ژمن دى او عملي کولو ته يې تل هڅې کوي. د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په خبره افغان حکومت د سیاسي هوکړې عملي کولو ته ژمن دی.

له دې مخکې تېره ورځ اجرايي رییس عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کې ویلي و، چې د ملي وحدت حکومت هوکړه باید له ( قید او شرط ) پرته پلي شي.