BBC
 شاته

په لندن کې د جنسي کارګرو ژوند څنکه دی؟

Image copyright Richard
Image caption پخوانۍ جنسي کارکونکې جیني وايي د هغو ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي چې په کوڅو کې خپل بدن خرڅوي.

پخوانۍ جنسي کارکونکې جیني وايي د هغو ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي چې په کوڅو کې خپل بدن خرڅوي.

"هغوی زما په شان دي، خو تراوسه په کې ښکېل پاتې دي".

په انګلستان او ویلز کې، د پيسو په بدل کې جنسي اړیکي او د بدن خرڅولو قانوني کېدل کېدای شي د فحاشۍ په اړه د ټولنې په نظر کې د یو ستر بدلون سبب شي.

په داسې حال کې چې لومړی ځل تقریبا ۲۰۰ کاله پخوا دا کار غیرقانوني او یو جنایت ګڼل کېده. خو په لندن کې د جنسي کارکونکو ژوند څه ډول دی؟

د بېلابیلو ګوندونو یو شمېر مشرانو پارلماني وکیلانو غوښتنه وکړه چې د پیسو په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتل او د بدن خرڅول دې نور "جنایت نه بلل کېږي"، چې که تصویب شي نو دا به د فحاشي په اړه قانون کې یو ستر بدلون وي.

د جنسي کارکوونکو پر ضد بریتانیا کې

د تاوتریخوالي پېښې

۱۵۲

له ۱۹۹۰ کال راهیسې وژل شوي دي

۸۰

یوازې په ۲۰۱۵ کال کې د جنسي تېري ښکار شوي

  • ۲۶٪ جنسي کارکوونکو په ۲۰۱۵ کال کې ویلي که د یوه مجرم لخوا هدف شي نو پولیسو ته به خبر ورکړي

Getty

ګومان کېږي چې د لندن تقریبا ۳۲،۰۰۰ جنسې کارکونکي به د دې وړاندیز هرکلی وکړي. خیریه موسسې وايي دغه کارکونکې په اوسني وخت کې چې جنسي اړیکي خرڅول غیرقانوني دي د بشپړخوندیتوب احساس نه کوي.

پخوانۍ جنسي کارکونکې جیني میډکاف وايي په ۲۰۰۴ کال کې يې په جنسي خرڅونې پیل کړی و.

هغه وخت يې د بیمې یوه شرکت کې کار کاوه خو معاش يې لږ و او د خپلو ۳ ماشومانو د ساتنې لګښت او د کور کرایه يې نه شوای پوره کولای.

جینې چې د دورهام پوهنتون څخه فارغه شوې وايي له یوه ناکام واده او یو شمیر سړیو سره د اړیکو درلودلو وروسته داسې یوکس سره ملګرې شوه چې په سادیزم او مازوخیزم اخته و.

جیني وايی "پیسو ته مې ډېره اړتیا درلوده، فکر مې کاوه چې که د جنسي کارګر په توګه کار وکړم د یو تجارت په توګه به يې چلوم او خپلې مالي اړتیاوې به پوره کړم".

جیني وايي پخواني ملګري يې لومړی ځل د هغې د جنسي خرڅولو چارې ورته سمبالې کړې.

Image copyright Getty
Image caption د جنسي خرڅونې معاملې معمولا د لندن د سوهو او پاډینګټن د سیمو په سړکونو او کوڅو او هم په فاحشه خانو کې ترسره کېږي.

جیني وايي پر انټرنېټ کې يې اعلانونه خپرول او نارینه وو سره به یې په هوټلونو یا د هغوی په کورونو کې کتل.

هغه وايي خپلو فزیکي او عاطفي ستونزو څخه د خلاصون لپاره به ېې نشه يي توکي کارول.

له پنځه کاله جنسي کار وروسته يې پرېکړه وکړه چې له دې کاره ځان لیرې وساتي.

"یوه سړي په قفس کې بنده کړې وم اوغوښتل يې چې ومې وهي، ښکنځل او بد رد مې ورته ویل او چیغې مې وهلې. بیا مې هېڅکله دا سړی و نه لید، سره د دې چې هغه غوښتل ما وویني. دا زما لپاره د بدلون یو ټکی و".

جیني وايي له خپل ځانه يې کرکه کوله.

کله چې به یو مشتري سره تله او بیا بېرته راتله د نورو جنسي کارکونکو په شان يې یوازې لس پونډه په نشه يې توکو نه لګول بلکې له ۲ ساعته کار وروسته به يې ۳۰۰ پونډه په نشه يي توکو مصرفول.

داسې وخت راغی چې حالت نور د زغملو وړ نه و، د کور د کرايې پیسې يې نشوای پوره کولای، کور او ماشومان يې ټول له لاسه ووتل.

د ځان وژنې هڅې يې کولې، نشه يي توکي يې کارول او بیا يې په شرابو څکلو پیل وکړ، خو له نیکه مرغه د داسې یو سړي سره آشنا شوه چې ورسره یې واده وکړ. جیني وايي هغه ورسره مرسته وکړه او ژوند يې ورته په بشړ ډول بدل کړ.

Image copyright Getty
Image caption جیني وايي په کوڅو کې جنسي کارکونکي د تښتونې او فزیکي بريدونو له خطر سره مخ کېږي.

هغه وايي یو سهار له خوبه راپاڅېده او په سر کې يې "یوه رڼا" پیدا شوه، غوښتل يې چې د جنسي کارکونکو سره چې په نشه يي توکو معتاد دي کار وکړي.

د لندن د ټوټینګ په سیمه کې يې د سپایرز خیریه موسسې سره کار پیل کړ او اوس د دې خیریه موسسې یوه نامتو کارکونکې ده.

د شپې لخوا په کوڅوکې ګرځي او په تېره بیا هغو ښځو سره مرسته کوي چې د فاحشو په توګه کارکوي او بدن خرڅوي.

دغه ښځې، په کوڅو کې د بشپړو جنسي اړیکوپه بدل کې، د ۲۰ پونډو په شاوخوا کې ترلاسه کوي، خو کله کله دا بیه تر پنځو پونډو پورې راټیټېږي.

  • د سپایرز خیریه موسسې د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د جنسې کارګرو ښځو شمېر ۳۰۷ سلنه ډېر شوی.
  • په همدې موده کې په منځنۍ کچه هره میاشت د نویو ښځو شمېر ۲۸۴ سلنه ډېر شوی.
  • په ۲۰۱۵ کې د سپایرز خیریه موسسې له ۱۱۵۴ ښځو سره تماس نیولی.

جیني وايي په کوڅوکې جنسي کارکونکو ته د تود لباس، ځینې خوراکې شیانو، کانډوم او نورې مرستې کوي. کله کله د جنسي کارکونکو سره د کتنې لپاره زندانونو او روغتونونو ته ځي.

هغه وايي "د دې ښځو لپاره مبارزه کوم، د هغوی یو شمیر زما په عمر دي. زما په شان دي خو تر اوسه په کې ښکېل پاتې دي".

Image copyright Thinkstock
Image caption د کوڅو ډېرۍ جنسي کارکونکو، معمولا په نشه يي توکو د اخته کیدو او بې نظمه ژوند له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي.

هغه وايی "د یوې ښځې په توګه يې درناوی کوم، راباندې ګرانې دي، کیدای شي هغوی د اوسني حالت په پرتله ډېرې بدلې شي".

د هغو ۲۰۰ ښځو له جملې څخه چې خیریه موسسې ته معلومې دي، په ۲۰۱۳ کال کې ۷ تنو او په ۲۰۱۵کې لسو تنو د جنسې خرڅلاو کسب پرې ایښی دی.

خو، د لندن یوه اوسېدونکې چې ۳۰ کلنه ده او دښار د مرکز په یو اپارتمان کې په شخصي توګه کارکوي وايي جنسي خرڅلاو ځینې وخت کېداې شي یو مثبت اړخ هم ولري.

الیس (چې اصلي نوم يې نه دی)، پخوا په یوې سترې حکومتي ادارې کې د یوې پروژې مدیره وه، اوه کاله پخوا يې په جنسې خرڅلاو پیل وکړ.

الیس وايي کله چې "پیسې یې کمې شوې" یوې ملګرې يې هغه د جنسي خرڅلاو یوې وېبپاڼې ته ورمعرفي کړه.

هغه وايي ښځو، نارینه وو، بوډا او معلولو کسانو سره د جنسي خرڅلاو اړیکي ساتي. وايي "بدن له بدن سره تماس یوه طبیعي بیالوژیکي طریقه ده چې موږ ته د خوښی احساس راکوي،"

هغه وايي د منځنۍ طبقې په یوې کورنۍ کې لویه شوې وه، او کله چې يې دا کار پیل کړ نوي شیان يې زده کړل.

هغه وايی "هېڅ باور مې نه کاوه چې د خپلې خوښې ساعت تېرۍ په ترڅ کې به پیسې هم ترلاسه کوم"

Image copyright Thinkstock
Image caption هغه ښځې چې په کوڅو کې په جنسي خرڅلاو بوختې دي، معمولا تاوده کالي اغوندي او هواره بوټونه په پښو کوي، د هغې رومانتیکې نظريې برخلاف چې په رسنیو کې خپرېږي.

د الیس دوستان، کورنۍ او د ژوند ملګری يې چې الیس وايي د ژوند مینه يې ده، د هغې له ټولو کارونو څخه خبردي او "په بشپړه توګه يې قبلوي". که څه هم په لومړي سر کې يې د هغې د خونديتوب په اړه اندېښنه درلوده.

الیس وايي هېڅکله له تاوتریخوالي سره نه ده مخامخ شوې خو کله کله ځینو مشتریانو چې ورسره يې له اندازې ډېر روحي تړاو موندلی و، ځورولې ده.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د الیس او جیني د کیسو په شان کیسې ډېرې دي.

د نوم (NUM) موسسې او لیډز پوهنتون یوې سروې په ۲۰۱۵ کال کې ومونده چې ۷۱ سلنه هغو جنسې کارکونکو چې په سروې کې یې ګډون کړی و، پخوا د روغتیا، ټولنیزې پرستارۍ، پوهنې روزنې، د ماشومانو پرستارۍ څانګو یا خیریه موسسو سره کار کړی و.

د نوم(NUM) موسسې مدیر، الیکس فیس بروس، وايي دا لوړه کچه قسما له دې امله ده چې په وروستیو کلونو کې د عامه خدمتونو څانګو او خیریه موسسو بودیجې کمې شوې وې.

هغه وايي خلک ځکه دا کسب خوښوي چې په آسانۍ سره ترلاسه کېدای شي.

د سپایرز خیریه موسسه وايي د لندن په جنوب کې د نارینه جنسي کارګرو په شمېر کې ناڅاپي زیاتوالی راغلی.

د ۲۰۱۴ د نومبر او د ۲۰۱۵ د جنورۍ ترمنځ موده کې د سروې د ۲۴۰ ګډون کوونکو څخه ۴۵سلنه کسان د یوې بلې عادې دندې تر څنګ په جنسي خرڅلاو هم بوخت و.

Image copyright METPOLICE
Image caption د لندن د پولیسو قوماندانه کرسټین جونز وايي غواړي د هغو کسانو مخه ونیسي چې "په ډېرو ناوړه طریقو" پیسې پیدا کوي.

الیکس وايي په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې د جنسي کارکونکو د ځورونو پيښې زیاتې شوې دي.

هغه وايي ځینې خلک دجنسي کارکونکو له وضعې چې غواړي کار يې پټ پاتې شي ناوړه ګټه پورته کوي او ویروي يې چې که غږ پورته کړي افشا به يې کړي.

الیکس وايي خدمتونو او موسسو لپاره د بودیجو کمښت د جنسي کارګرو د وضعي د خرابېدو سبب کېږي.

د پولیسو قوماندانه کرسټین جونز واي جنسي کارکونکې ښځې معمولا په زوره یا له مجبوریته دغه کارته اړ کېږي.

هغه وايي هڅه کوي د ښځو پالنې ته ډېر پام وکړي، ځکه چې مشتریان د تقاضا د ډېروالي سبب ګرځي او ټولنې ته تاوتریخوالی او ناوړه رویه راوړي.

هغه وايي د دې پر ځای چې ښځې بندیانې کړي، هغه کسان به خپل هدف وګرځوي چې د پیسو په مرسته له ښځو څخه ناوړه جنسي ګټه اخلي.

د انګلستان د فاحشو د ټولنې ویانده لورا واټسن وايي مشتریانوته سزا ورکول د جنسي کارکونکو ژوند ته ګواښ پېښوي.

Image copyright .
Image caption د انګلستان د فاحشو د ټولنې ویانده لورا واټسن وايي په عمل کې کارونه دومره ساده نه دي.

هغه وايي پولیسو د جنسي کارکونکو له هدف ګرځولو څخه لاس نه دی اخیستی.

هغه وايي "داسې قضيې هم شته دي چې پولیسو جنسي کارکونکې ښځې ځورولې".

هغه وايي هغه ښځې چې دا ورسره کار کوي، کله چې د یو جنایت په اړه راپور ورکړي، پر پولیسو "باور نه لري" چې د دوې ساتنه به وکړي. ځینو ته ګواښ شوی چې که شکایت وکړي و به نیول شي.

هغه وايي په حقیقت کې، د جنسي کارکونکو پر ځای د مشتریانو هدف ګرځول، د جنسي کارکونکو پر خوندیتوب منفي اغېزه کوي ځکه چې هغوی مجبوره کېږي خپل کارونه پټ وکړي.

لورا زیاتوي چې "ډېر امکان لري چې ښځې د مشتري د موندلو لپاره نورو سیمو ته چې نه يې پېژني لاړې شي، یا د هغوې د خبرو اترو وخت ډېر لنډ شي ځکه چې مشتري به وېرېږي چې پولیس يې و نه نیسي، په دې توګه د خوندیتوب کچه ټیټېږي. له دې امله کېدای شي وحشتناکه پېښې رامنځته شي".

هغه وايي زیاتره دا ښځې ميندې دي او د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای له دې کاره لاس واخلي.

Image copyright .
Image caption په کوڅو کې د بشپړو جنسي اړیکو په بدل کې ښځې تقریبا ۲۰ پونډه ترلاسه کوي.

هغه وايي د اقتصادي سوړبازارۍ، د وړیا دولتي مرستو کمښت او د کارونو دکمېدو له امله د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې فحاشۍ ته يې مخه کړې. دا په دې معنا ده چې هغه ښځې چې پخوا جنسي کارکونکې وې او دا کار يې پرېښی و بیا دغه کسب ته راځي.

لورا وايي د جنسي کار د قانوني کېدلو یو بل اړخ دا دی چې ښځې په آسانۍ سره نور کارونه نشي موندلای اوکه په جنسي کاروبار بوختې شي بیا يې پرېښودل ورته سخت وي.

دا چې د بریتانیا پارلمان به د یو شمېر وکیلانو دا وړاندیز چې وايي د پیسو په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنه او د بدن خرڅول دې نور جنایت نه ګڼل کېږي او قانوني دې شي، ومنل شي که نه تراوسه نه ده معلومه – او کېدای شي دا ډول یو اقدام د بریتانیا د سیاست یو آرامه وخت ته وځنډول شي.

که څه هم ځینې لکه الیس به کولای شي له فحاشي څخه د یو ګټور کسب په توګه کار واخلي، خو ډېر نور کسان د دغسې یو ډېرخصوصي کار په مرسته د خپل ژوند د اقتصاد په پرمخ بېولو کې ستونزې لري.