BBC
 شاته

د یمني ماشومانو غمېزه

د ملګرو ملتونو افشا شوي اسناد ښيي چې، سعودي او حوثي یاغیان دواړه ماشومان وژني او ټپیانوي. دوی وايي دغه ایتلاف، د خوړو او درملو لېږولو مخه هم نیسي چې له امله یې په میلیونونو کسان له لوږې سره مخامخېږي. دا اسناد چې بي بي سي لیدلي دي ښيي چې دواړې غاړې، د یمن په جګړه کې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي. د یمن د جګړې دا دی درې کلونه کېږي. همدا نن، د صنعا په شمال کې، د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې، یوه هوايي برید ۳۵ کسان وژلي دي. دا هېواد له یوه ډېر بد بشري ناونرین سره مخامخ دی. دا رپوټ د حوثي یاغیانو په واک کې له هودایده سیمې دی.