BBC
 شاته

پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، پاکستان ته خبرداری ورکړ چې له دې وروسته نه شي کولی په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکړي. رېکس ټېلرسن له هغه وروسته چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه خپله سټراټیژي اعلان کړه خبرې کولې وايي، که پاکستان په دې برخه کې ګام وانخلي نو ښايي امتیازات ترې واخیستل شي. ښاغلي ټېلرسن په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل، ښايي امریکا له طالبانو جګړه و نه ګټي خو هغوی یې هم نشي ګټلی او یو وخت باید سوله وشي. ده د ښآغلي ټرمپ خبره بیا تکرار کړه چې وايي، پاکستان د ستونزې برخه ده ځکه چې ترهګر ساتي. اسلام اباد دا خبره ردوي. امریکايي وزیر وويل، پاکستان کولی شي چې طالبان د سولې خبرونو ته راولي