BBC
 شاته

''د بې وخته وادۀ مخنيوى ژوند ژغوري''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په کم عمرۍ کې د نجونو ودولو د مخنیوي هڅې

په هرات کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي د ځوانو مېرمنو ځانوژنې هڅو مخنيوي لپاره دې د بې وخته ودونو مخنيوى وشي.

دوى له ښځو سره د تاوتریخوالي اصلي لامل بې وخته ودونه بللي دي.

تراوسه د دغه ولایت د اوسېدونکو هغو ښځو کره شمېره نه ده مالومه چې بې وخته واده ته اړایستل شوې دي، خو انګېزه یې ظاهراً مالومه ده. یوشمېر هغو نجونو چې کم عمرۍ کې واده شوي راته وویل، بیوزلۍ د دوی کورنۍ دې ته اړایستلې چی واده یی کړي. یوه نجلۍ چې دلته یې په مستعار نوم صدف یادوو وایی:

''په نهه کلنۍ کې واده شوې یم. پلار مې یوازې و او مشر ورور مې هم نه درلود. کار و بار هم نه و. دولت هم موږ ته لاسرسی نه درلود چې مرسته راسره وکړي، ځکه نو پلار په دی کم عمر واده کړم. اوس می ژوند خراب شوی دی. ''

اوس د بشري حقونو فعالانو دې لړ کې د مبارزې یو کمپاین په هرات ولایت کې نن 'چهارشنبه ۲۳ اګست ' پیل کړی دی.

د انځور حقوق .
Image caption هرات روغتون ته هره ورځ ۴ تر۷ هغه ناروغان راوړل کېږي چې د ځانوژنې هڅې یې کړې وي

د بشري حقونو فعالانو د یو موټي کولو دفتر 'اهرم ' ویلي، غواړي دا پيغام ټولو ته ورسوي چې د ښځو د ځان سوځولو او ځان وژنې اصلي لاملونه وپېژني او دې لړ کې مبارزه وکړي.

د هرات ګذرې ولسوالۍ یوې غونډې ته خبرو کې د دغه مرکز مسوولینو ویلي، غواړي د ځوان کول برخلیک بدل کړي. په هرات کې د نوموړي دفتر استازې زهرا رحماني وایی:

''نن مو د پاخه عمر مېرمنې او نارینه ځکه دلته راغونډ کړي، چی د دوی له لاری خپل پيغام ټولو ته ورسوو. دوی ته وایو چی د ځان وژنو یو لوی لامل بی وخته ودونه دي. موږ له دوی غواړو چې خپلې لوڼې بې وخته او په کم عمر واده نکړي. ''

هرات کې د ځانوژنې پېښې، ٪۹۰ یې ښځې دي

درزاب ولسوالۍ کې د نجونو ځانوژنه ډېره شوې

بامیان کې یوه مین هلک نجلۍ وژلې او ځان یې پولیسو ته سپارلی

په هرات کې په تېره یوه لسیزه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو پېښو ډېرې اندیښنې راپارولې دي. په تېر لمریز کال کې د رسمی شمېرو له مخې په ټول هرات کې شاوخوا زرو تنو د ځانوژنې هڅی کړې دي، چې ۹۰ سلنه یې ځوانې ښځې بلل شوې دي. له دوی نه لږ تر لږه ۳۰ یې ژوند بایللی دی.

د انځور حقوق .
Image caption بشري حقونو فعالانو دې لړ کې د مبارزې یو کمپاین په هرات ولایت کې پیل کړی دی

په افغانستان کې د اهرم موسسې د اړیکو د څانګې مشره روحینا باور وایي:

''په هرات کې مو چې د کورني تاوتریخوالی لیدلی اصلي لامل یې بې وخته ودونه وو. نهه کلنې، ۱۴ کلنې یا ۱۵ کلنې واده شوې دي. دا د ماشومتوب وخت دی. دوی چی بیا لویې شي پوهیږي چې له زور زیاتي سره مخامخ شوې دي. دوی خپل حق غواړي او له غبرګون سره مخامخ کیږی، وژل کیږی یا د ځانوژنې هڅه کوي. ''

افغان دولت تل هڅه کړې چی په دغه ډول کمپاینونو کې دیني عالمان هم ورګډ کړي، خو ظاهراً داسې ښکاري چې ستونزه لا پر ځای پاتې ده.