BBC
 شاته

د ولسمشر ټرمپ څېرې ته ورته نشه يي ګولۍ نیول شوې

نشه یي توکي د انځور حقوق Osnrabruck Police
Image caption د ګولیو پر یوه مخ د ښاغلي ټرمپ څېره توږل شوې ده او بل لور ته یې د هغه کورنی نوم کښل شوی دی.

د جرمني اوسنا بروک ښار کې پولیسو هغه نشه يې ګولۍ نیولې، چې د ولسمشر ټرمپ څېرې ته ورته بڼه ورکړل شوې. دغه نشه یي مواد اېکسټيسي نومېږي او د پولیسو په وینا دوی دغه راز ۵۰۰۰ ګولۍ ظبط کړې دي. پولیسو د شنبې پر ورځ دغه لړ کې يو پلار او زوی نیولي دي چې د اترېش اوسېدونکي دي.

پولیس ګومان کوي پلان داسې و، چې دغه ګولۍ د انټرنېټ له لارې وپلورل شي، او دې لپاره د 'یو ځل بیا به د ټرمپ پارټیو عظمت رابرسېره کړو ' شعار هم چمتو شوی و.

افغانستان کې د نشه يي توکو تولید ۴۳ سلنه ډېر شوی

افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

اسراییل د چرسو کارول قانوني کوي

پولیس وايي، له هغه موټره یې نغدې پېسې هم موندلې، چې دغه ګولۍ په کې بار کړل شوې وې. د ظبط شویو نشه یې توکو ارزښت ۴۷۰۰۰ ډالره بلل شوی دی.

د انځور حقوق Osnabruck Police
Image caption پولیس وايي، له هغه موټره یې نغدې پېسې هم موندلې، چې دغه ګولۍ په کې بار کړل شوې وې.

د ګولیو پر یوه مخ د ښاغلي ټرمپ څېره توږل شوې ده او بل لور ته یې د هغه کورنی نوم کښل شوی دی.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د دغو نشه یي توکو ۵۱ کلن لېږدونکی سړی له خپل ۱۷ کلن زوی سره له هالنډه جرمني ته پر لاره و.

ماهرین وايي که اېکسټيسي نومې ګولۍ ډېرې وخوړل شي، کېدای شي انسان ووژني، خو معمولاً یې د استفراق حالت، لالهاندي او خفګان څرګندې علامې دي.