BBC
 شاته

"د ټرمپ وینا د پاکستان لپاره بد زېری"

د نیوز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ نن شپه د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلانوي.

د پاکستان (د نیوز) ورځپاڼه لیکي، نن شپه د افغانستان او سیمې په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وینا، د پاکستان لپاره ښایي کوم ښه خبر نه وي، بلکې کېدی شي یو بد زېری ورته ولري.

(ده نیوز) د یو شمېر امریکایي رسنیو له قوله لیکي، که له یوې خوا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پوځیانو شمېر زیاتوي، ورسره دا امکان هم شته چې دا هېواد دې له پاکستان سره ټولې پوځي مرستې بندې کړي.

ورځپاڼه لیکي چې په پیل کې ولسمشر ټرمپ غوښتل له افغانستان ټول پوځیان وباسي.

خو په تېره جولای میاشت کې نوموړي د یوه لوی امریکایي شرکت له مشر سره وکتل او په دې کتنه کې ولسمشر ټرمپ ته د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه مالومات ورکړل شول.

ورځپاڼه په دې اړه د فارن پالیسۍ مجلې یوې لیکنې ته هم اشاره کوي.

په دې لیکنه کې ادعا شوې ده چې افغانستان ښایي تر ځمکې لاندې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمي، کانونه، ګاز، تېل او نوره شتمني ولري.

ورځپاڼه ادعا کوي چې همدې خبرې د نوموړي نظر بدل کړی دی او اوس پر دې فکر کوي چې دا شتمني څه ډول را ایستل کېدی شي او امریکا ورنه څرنګه ګټه پورته کولی شي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ممکن ټرمپ افغانستان کې پوځیاڼ ډېر کړي.

امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، ولسمشر ټرمپ به په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر زیاتوي.

که څه هم د ولسمشر پرېکړه نه ده مالومه خو ورځپاڼه وایي د پوځیانو د ډېرولو احتمال ډېر دی.

نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان د جګړې او په دې اړه د امریکا د ستراتیژۍ د نه شتون له کبله پر ولسمشر ټرمپ نیوکې هم ډېرې وې او په دې وروستیو کې پرې فشار هم ډېر شوی و.

خو بلاخره داسې ښکاري چې ده اوس یوه پرېکړه کړې ده او نن شپه به یې امریکایانو او نړیوالو ته اعلان هم کړي.

ورځپاڼه وایي، له جنورۍ میاشتې راهیسې ولسمشر ټرمپ ټول ولس ته وینا نه ده کړې او دا به یې په تېرو ۷ میاشتې کې یوازې دویم ځل وي.

له دې څرګندېږي چې د افغانستان قضیه او هلته د امریکا تګلاره نوموړي ته مهمه موضوع ده.

نیویارک ټایمز وایي، دا احتمال هم شته چې ولسمشر په خپله وینا کې له افغان حکومت هم ځیني غوښتنې وکړي.

هغه داسې چې که امریکا خپل پوځیان زیاتوي نو افغان حکومت هم د فساد پر ضد مبارزه چټکه کړي.