BBC
 شاته

د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي متېس زیاته کړې:"ولسمشر یوه پرېکړه کړې، او هغه ډول چې ده پخپله وویل، غواړی چې دی یې خپله د امریکا خلکو ته واوروي."

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره نن شپه امریکايي ولس ته د وینا پر مهال په ډاګه کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د ولسمشر ټرمپ دغه تګلاره به په افغانستان او سوېلي اسیا کې د امریکا د راتلونکي چلن په اړه وي.

ده څو ورځې وړاندې ویلي وو چې، د افغانستان په اړه به خپله لویه پرېکړه ډاګیزه کړي، چې له مخې به یې په دغه هېواد کې روانه ګډوډي ډېره راکمه شي.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر مشر ډونلډ ټرمپ به امریکایي ولس ته په خپله وینا کې نه یوازې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلانوي، بلکې د خپلې پرېکړې په اړه به نور جزیات او سپیناوی هم وړاندې کوي.

د ستراتیژۍ د اعلان خبره له هغه څو ورځې وروسته کېږي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډیوډ کې له خپلو پوځي او سیاسي سلاکارانو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو اوږدې خبرې وکړې.

"ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه پرېکړه کړې"

د افغان جگړې خصوصي کول "ناقانونه" دي

رپوټونه وایي، د ولسمشر ټرمپ پرېکړه او راتلونکې تګلاره یوازې په افغانستان پورې اړه نه لري، بلکې په ټوله کې د سویلي آسیا پر امنیتي او سیاسي وضعیت، او په سیمه کې د امریکا پر رول او راتلونکې تګلارې را څرخي.

د سپیڼۍ ماڼۍ تر اعلان وړاندې د دفاع وزیر جیمز مټېس هم خبریالانو ته وویل، د افغانستان په اړه پرېکړه شوې ده:

''په دې تړاو ولسمشر خپله پرېکړه کړې ده. دی غواړي چې پخپله یې د امریکا ولس ته اعلان کړي. ځکه نو زه تر هغه وخته نور څه نه وایم. خو په دې خوشحال یم چې پر ستراتیژیکه پروسه ډېر کار او غور وشو. مخکې له مخکې نه مو ځان ته شرطونه نه وو ایښودلي. داسې هېڅ کومه پابندي نه وه چې کوم سوالونه به مطرح کېږي او څه پرېکړه به کېږي.''

ټرمپ او پاکستان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ممکن ټرمپ افغانستان ته نور پوځیان هم را ولېږي.

امریکایي چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانستان قضیه به د سویلي اسیا په اړه د امریکا د عمومي تګلارې برخه وي.

داسې تمه کېږي چې ولسمشر ټرمپ به په خپلو خبرو کې پاکستان هم یادوي. ځینې شنونکي هم په دې باور دي چې بې له پاکستانه نه کېږي.

ولسمشر ټرمپ بیا بیا ویلي چې په افغانستان پر روان وضعیت او په دې هېواد کې د امریکا پر اوسنۍ تګلاره خوښ نه دی.

نوموړی دا اعتراف هم کوي چې امریکا په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې نه ده بریالۍ شوې، او ژمنه یې کړې چې اوسنی ګډوډ حالت به بدلوي.

په ورته وخت وسله والو طالبانو هم څو ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړ چې افغانستان ته دې نور ځواکونه نه استوي، ځکه د دوی په وینا، دا لانجه له پوځي لارې نشي حل کېدلی.