BBC
 شاته

افغان کرېکټ بورډ: داسې روزونکي ته اړتيا لرو چې نړيواله تجربه ولري

د انځور حقوق ACB
Image caption لال چند راجپوت شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یو ځای شو

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د ملي لوبډلې له مشر روزونکي لال چند راجپوت سره کاري تړون به تر دې وروسته نه اوږدوي او د کرېکټ نړیوالې ټولنې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دوی داسې روزونکي ته اړتیا لري چې نړیواله تجربه ولري.

ښاغلي لال چند راجپوت شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یو ځای شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل له بي بي سي پښتو سره خبرو کې لال چند راجپوت ډېر ښه روزونکی وباله او د افغان لوبډلې په پرمختګ کې يې د ده ونډه وستايله.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مرستیال عزیز الله فضلي وايي، راجپوت تر ډېره په خپل هېواد هندوستان کې اوسېده او د هغه د روزنې پر مهال ملي لوبډلې ښې لاس ته راوړنې هم درلودې.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي دوی اوس د کورنیو او بهرنیو روزونکو غوښتنلیکونو ته په تمه دي او وروسته به یو ښه تجربه لرونکی روزونکی په دنده وګوماري.

د کرېکټ بورډ مرستیال حاجي عزیزالله فضلي وايي، ښاغلی راجپوت تر ډېره آرام شخص و او د کرېکټ په کورني سیاست کې یې له لاسوهنې ډډه کوله او ترې لیرې و.

ښاغلي راجپوت شاوخوا شل کاله د کرېکټ لوبډلو د روزنکي په توګه په هندوستان کې دنده ترسره کړې ده.