BBC
 شاته

"د بازاري خوراکونو کالوري دې کمه شي"

An overweight child stands on scales د انځور حقوق Science Photo Library

د ماشومانو له چاغښته د مخنیوي په موخه په انګلستان کې حکومت غواړي هغو خوراکونو کې چې اوسمهال یې کالوري ډېره ده لږه کړي. دې کې پیتزا، برګر او خوړو ته چمتو نور خوراکونه راځي.

د روغتیا د برخې چارواکي وايي دا ګام ځکه باید پورته شي چې په انګلستان کې خلک هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ اضافي کالوري مصرفوي.

له دې ګام سره به په راستورانتونو، مغازو او د بازاري خوراکونو دوکانونو کې د څښاک او خوراکي تولیداتو اندازه کمه شي او په موادو کې به یې هم بدلون راشي.

ټاکل شوی هدف به د انګلستان د روغتیا د وزارت له خوا په یوه کال کې ترلاسه شي.

تمه کېږي چې په لومړي سر کې دغه پلان په داوطلبانه ډول پلی شي خو که داسې ونه شي، د حکومت د سلاکارو اداره وايي، دوی به یې په قانون کې ځای کړي.

په ځینو خوراکونو کې څومره کالوري شته؟
په یوه برګر کې چې پنیر لري ۲۶۰ کالوري
په ۱۰ اېنچ پیتزا کې ۸۸۰ کالوري
د اشو په ۴۰۰ ګرامو کې ۲۴۴ کالوري
د انځور حقوق wildpixel
Image caption بازاري خوراکونه ډېری مهال ډېره کالوري لري او ډېر خوړل یې د چاغښت لامل کېږي.

دا ګام په خوراکي توکو کې د مالګې د کمولو تر یوې لسیزې بریالي پروګرام وروسته پورته کېږي.

تېر کال د ماشومانو له چاغښته د مخنیوي په موخه د ماشومانو په خوراکونو کې د بورې د کمولو پروګرام د خوراکي توکو پر صنعت فشار راووست چې په ځینو خوړو کې د بورې شتون تر ۲۰۲۰ کاله ۲۰ سلنه کم کړي.

څوک څومره باید وخوري؟
د یوه لارښود په ډول، یو نارینه د ورځې نژدې ۲۵۰۰ کالوري ته اړتیا لري
یوه عادي ښځینه، نژدې ۲۰۰۰ کالوري ته اړتیا لري
د نورو لاملونو ترڅنګ، دا اندازې له عمر، د بدن له لویوالي او فزیکي فعالیت سره اړیکه لري او بدلېدی شي
د ښوونځي زده کوونکو ماشومانو ته لارښوونه دا ده چې د ۱٫۶۰۰ او ۲٫۵۰۰ کالوري ترمنځ مصرف کړي
سرچینه: د برتانیا روغتیايي خدمتونه
د انځور حقوق Getty Images

په نوي پلان کې په بازارونو کې خرڅېدونکو خوږو څښاکونو بدلون هم شامل دی.

ګازلرونکي خواږه څښاکونه د روغتیاپالو له انده صحي نه دي او څومره چې شونې وي باید لږ وڅښل شي. ماشومانو ته د ګازلرونکو څښاکونو څښل د مشرانو پرتله ډېر تاوان درلودلی شي.