BBC
 شاته

د خپلواکۍ ورځې مراسم پراخېدل څه پیغام لري؟

Image caption د جلال اباد ښار عمومي سړک.

په ننګرهار کې له برتانيا د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د ورځې د لمانځلو لپاره له تېرو دوو اونيو راهيسې پراخ ولسي تياری روان دی.

د جلال اباد ښار ګڼې څلولارې او هټۍ د خپلواکۍ بیا اخیستونکي شاه امان الله خان غازي پر انځورونو او پر افغان ملي بيرغونو پوښل شوې دي.

ځوانان د ښار چوکونو کې د شپې اتڼ او میلې کوي.

* ملکه ثریا د شنه کمیس په ارمان مړه شوه

* اروپا ته د امان الله خان د سفر نا لیدلي انځورونه

د جلال اباد ښار يو هټيوال صميم خپل ورځني کاروبار ته په پام وايي، سږ کال ته چې ګوري د پروسږکال پرتله دا مراسم ډېر شوي دي.

"د پاچا امان الله د عکسونو، ملي بيرغ او نښانونو بازار ډېر ګرم دی، زموږ کاروبار ور سره ښه شوی دی".

مدني فعالان د ملي ورځو د لمانځلو ډېرېدل د ملي احساحس په غښتلي کېدو کې اغېزناک بولي.

ليکوال او فعال شېرعالم امله وال په ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځې په پار له وړاندې بيرغونو او شعارونو راځوړندېدل او جشنونو ترسره کول په ځوانانو کې د وطن پالنې د حس د قوي کېدو په مانا بولي.

د هغه په خبره، دا مراسم په ځوان او راتلونکي نسل کې د خپلواکۍ پالنې، ملت پالنې او موډرن دولت جوړولو فکر زیاتوي.

* د "غازي" امان الله خان قلم افغانستان ته وسپارل شو

* د شاه امان الله غازي د څو ورځو استوګنځی وژغورل شو

شاه امان الله خان غازي ۹۸ کاله پخوا له برتانيا د خپلې سیاسي جغرافیا کرښې خپلواکې اعلان کړې.

دغه پرمختیاپال پاچا هڅه کوله چې افغانستان د پرمختللې نړۍ برخه کړي، خو په مقابل کې یې بلوا وشوه او له نږدې لس کلنې واکمنۍ وروسته افغانستان پرېښودلو ته اړ شو.

له هغه راهیسې بیلا بیلو واکمنیو کې د خپلواکۍ ورځې مراسم کله ګرم او کله کمرنګ لمانځل شوي، خو اوسني افغان ځوانان هڅه کوي نوي نسل ته له پیغامونو سره دا ورځ په ولسي بڼه ښاده او یاده وساتي.