BBC
 شاته

د افغانستان ختیځ کې یو امریکایی سرتېری وژل شوی

امریکايي سرتېري د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته پوځیان واستول.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ماموریت ځواکونه وايي، د افغانستان په ختیځ کې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتوپرمهال یوه ټپي شوي امریکایي سرتېري ساه ورکړې ده.

ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد سرتېری د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې پرضد عملیاتو کې ټپي شوی و.

سرچینه زیاتوي په دې عملیاتو کې ځینې نور افغان او امریکايي سرتېري هم ټپیان شوي وو.

کابو دوې اونۍ وړاندې افغانستان کې امریکايي ځواکونو ختیځ کونړ ولایت کې د داعش ‌ډلې د څلورو قومندانانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د افغانستان په ختیځ کې په وروستیو کې د "اسلامي دولت" ډلې فعالیتونه ډېر شوي، چې ډېر کله افغان ځواکونو جګړه ورسره کړې ده.

عراق کې يو امريکايي سرتېری وژل شوی

مارچ، امریکایانو ته بې مرګ ژوبلې میاشت

افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت ددغې ډلې په وینا د "خراسان ولایت" تر چوکاټ لاندې کېږي.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) په تېره اپرېل میاشت کې افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په پلمه تر ټولو لوی نا اتومي بم "د بمونو مور" وغورځاوه.

د ختیځ ننګرهار اچین ولسوالۍ کې دغه بم هغه سمڅې په نښه کړې، چې د داعش جنګیالیو د پټنځیو کار ترې اخیست.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته پوځیان واستول.

د پنتاګان شمېرې ښيي چې په تېر ۲۰۱۳ کال افغانستان کې ۱۳۲ امریکايي پوځيان وژل شوي وو، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کال کې ۳۱۳ او تر هغه مخکې په ۲۰۱۱ کال ۴۱۵ وه.