BBC
 شاته

"پاکستان ټول هغه غوامل له منځه وړل غواړي، چې له افغانستان سره اړیکي خرابوي"

ایکسپرېس:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption عباسي د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر دی.

پاکستانۍ ورځپانې ایکسپرېس لیکلي چې د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنیت په شورا کې ټینګار شوی چې له افغانستان سره به له ترهګرو شبکو د ملاتړ او پر سرحدي سیمو د بریدونو په ګډون ټول هغه عوامل له منځه یوسي چې له افغانستان سره اړیکي خرابوي.

په غونډه کې دغه راز ټینګار شوی چې پاکستان غواړي له افغان حکومت او افغانانو سره د ستونزو د هواري لپاره په ټولو کچو کې کار وکړي.

په دغه غونډه کې د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر، د پوځي استخباراتو ای اېس ای مشر، د ملي امنیت سلاکار، د دفاع، د کورنیو چارو او مالیې وزیرانو برخه لرله.

ورځپاڼه زیاتوي دا په تیره څه باندې یوه میاشت کې د ملي او پوځي مشرتابه ترمنځ لومړنۍ ګډه غونډه ده .

ورځپاڼه زیاتوي د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ کنګل شوي اړیکي وروسته له هغه عادي شوي چې د پوځ مشر نوي منځمهالي لومړي وزیر ته مبارکي ورکړه.

مخکېني لومړي وزیر نواز شریف لاهور ته پر لار پر پوځ او قضا ډیرې نیوکې وکړې.

ډیلي میل:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي ډېر ژر به افغان ستراتیژي اعلان کړي.

ډیلي میل لیکلي چې په پام کې ده د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سبا د جمعې په ورځ په کمپ ډیویډ کې د ملي امنیت له ډلې سره وګوري او د افغانستان د جګړې په برخه کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه پریکړه وکړي چې ایا دغه هېواد ته نور سرتیري واستوي او کنه.؟

نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کې د داعش ډلې په وړاندې د عملیاتو پرمهال یو امریکايي سرتیری وژل شوی او څو نور افغان او امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي.

فارن پالیسي:

امریکايۍ خپرونې فارن پالیسي په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو په اړه د امریکا د پخواني سفیر رونالډ نیومن مقاله خپره کړې ده.

دی وايي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې لپاره هیله بښوونکی پلان پيل کړی چې د امریکا مرستې ته اړتیا لري.

ده ویلي تیره میاشت د افغانستان د پوځ د مشرتابه په کچه د اصلاحاتو د لړۍ، د ملکي خدمتونو د ښه والي او له ادراي فساد سره د کیدونکې مبارزې په لیدلو ډیر خوښ شوی دی.

ښاغلی نیومان وايي په دفاع وزارت کې د سمونو لړۍ په لومړنیو پړاوونو کې ده او په کورنیو چارو وزارت کې هم ډیر فساد دی.

د انځور حقوق ارګ
Image caption ولسمشر غني د اداري فساد ضد او قانون حاکمیت غونډه کې

دی زیاتوي ولسمشر غني ورته ویلي د سیاسي فشارونو سره مخامخ دی چې له امله یې نه شي کولی په دواړو وزارتونو کې د سمونونو لړۍ په یو ځای پیل کړي.

نیومان زیاتوي دا ښيي چې ښاغلی غني له څومره سختو سیاسي فشارونو سره لاس او ګریوان دی.

په مقاله کې وړندې ویل شوي دوه کاله وروسته به د کورنیو چارو وزارت هغه پړاو ته ورسیږي په کوم کې چې اوس د دفاع وزارت دی.

د ده په وینا په کورنیو چارو وزارت کې د سمون د چټک پرمختګ لپاره به سرحدي او د عامه نظم پولیس د ملي اردو برخه وګرځي.

د امریکا پخوانی سفیر وايي دغه سمونونه باید کلونه وړاندې پیل شوي وی.

دی وايي روانې هڅې ضروري دي خو په دغه هېواد کې د هغه سیاسي فرهنګ د بدلولو لپاره کافي نه دي چې افغانستان ګواښي.

د هغه په وینا نوې هڅې د داسې یوې سیاسي ارادې څرګندونه کوي چې وړاندې نه وې، خو اوسنۍ هڅې عمل دی او یواځې ژمنې نه دي هغه څه چې د نیومان په وینا د امریکا په تر ټولو لویه جګړه کې د امریکا ملاتړ د دوام دلیل کیدی شي.

د انځور حقوق Getty Images